لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 17.03.2018  
وخت مازيګر دی او د تندې مې څه حد نشته
د چا د ظلم د راتلو بيخي عدد نشته

ستا تش کتل خو هم سړی په کفاره اړوي
بيا هم درګورم ولې زړه باندې مې شد نشته

ته د يعقوتو په کان کينه بيا تشريح که حسن
چې د خاورينو جوړ محفل کې څنګه مد نشته

هغه د چا خبره کوز کلی کې ټول کرامات
دا درته چا وايل چې کوز کلې کې زد نشته

ما د يوې کمکۍ په لوست کې زندګي وبيله
پلانکی دروغ وايې چې وايې د در رد نشته

سروره څه وکړم خو تريخ بوټي ته کيناستمه
ولې مجبور يم د يو چا د خولې عهد نشته
 
بېرته شاته