لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
غزل
  نېټه: 17.03.2018  
ما دې د خپل راګ په راګ کې خاک که قلندرې
ما دې د ديپک په ساز کې پاک که قلندرې

خور وور يمه پروت د چا د بخت ازار وهلی
ما د دې تک دين نه په خپل واک که قلندرې

ساز مې د ققنس که سريندې راکې ګويانه که
ما ګريکهم جوړ د دغي ناک که قلندرې

ګاما رې مې ونغاړه د زلفو په مل مل کې
ما پرده پرده د پيڅکي څاک که قلندرې

چوف منتر کې ما ګا رې را دم که بې د نوشه
ما په خپل انند کې خير دی شاک که قلندرې

دين تا بې سروره د جسد ترجماني که
ما سور تال کې تاکه له دې تاک که قلندرې
 
بېرته شاته