لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه 18.03.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 17.03.2018 د ښاغلي جاويد ودان شعرونه 13.03.2018 د ښاغلي صابر شینواری شعرونه 11.03.2018 د اغلې سميرا کوچۍ شعرونه 10.03.2018 د ښاغلي ناصر سروري شعرونه
 
غزل
  نېټه: 17.03.2018  
ستا په نه شتون مې خفګان دی او باران دی
تا پسې مې زړګی وران دی او باران دی

ته د خولې په لاړو حلق زما رالوند کړه
دغه هم يو د خداې شان دی او باران دی

زنځيري خت دې په مست قدم کې مات شه
سومره سخت دا امتيحان دی او باران دی

دا به څنګ شي انتظاره راته وايه
زما چا سره پيمان دی او باران دی

ستا د زلفو غېږ کې اور اخلم له سوخته
ستا لبان دي ستا بيان دی او باران دی

سرور ورک د خپل سروره په خپل دنګ کې
ليونی اخته په ځان دی او باران دی
 
بېرته شاته