لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
غزل
  نېټه: 17.03.2018  
ما ټوله ټوله شپه وکړلو وير باچاخانۍ کښې
مريد دې يم بابا ته مې يې پير باچاخانۍ کښې

د سرې جنډې د لاندې زه ګويا يمه په جار
ما خپله کړلو ليک خپله تقدير باچاخانۍ کښې

بيا خپله به کړې چغه چې پښتون ولي پښتون ولي
ته راشه واخله ودرېږه تصوير باچاخانۍ کښې

د ژوند له مقدسه به ته هله خوند پيدا کړې
چې وشلوې دهر يو قيد زنځير باچاخانۍ کښې

ما عرض درته راوړی دی پالي بلا دې واخلم
د ټول پښتون رااوباسه تعبير باچاخانۍ کښې

په سور سرور پيدا يمه په سور سرور به مرمه
ما تل ژوندی ساتلی دی زمير باچاخانۍ کښې
 
بېرته شاته