لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه 18.03.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 17.03.2018 د ښاغلي جاويد ودان شعرونه 13.03.2018 د ښاغلي صابر شینواری شعرونه 11.03.2018 د اغلې سميرا کوچۍ شعرونه 10.03.2018 د ښاغلي ناصر سروري شعرونه
 
غزل
  نېټه: 17.03.2018  
زما په جنتي خاوره الزام دی ستاسو پام دی
چې ګورې نو پښتون پکې غلام دی ستاسو پام دی

هر چا دلته تر خپله وسه ښه وسونه کړي
يا خداې ذده چې زما دا فکر خام دی ستاسو پام دی

په مخ د دنيا هر ځای مې په خپلو سترګو وليد
بس سر دی د پښتون پکې نيلام دی ستاسو پام دی

که هغه وه که دغه وه که هلته وه که دلته وه
د هر يو جبر حد پکې تمام دی ستاسو پام دی

په ډېرو لباسونو کې عجبه ده چې ولې
د خړې جامې رنګ دی او بدنام دی ستاسو پام دی

په سرو لاسو نېولی سرور خپل ګريوان کې وايې
په هر طرف ښکاره مو قتلي عام دی ستاسو پام دی
 
بېرته شاته