لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دکابل غمیزه
  نېټه: 05.01.2009  

جنګ دی ،جنګدی  ، په څپیلي کال جنک دی

بیا په ښکلي ، نـــازولي کابــــــــل جنــــــــــګ دی

دود یې خیژي له ســــــوري  ســــــوري ګــــــــوګله

بیا په سوي  ، نړیـــــدلـــــــي کابـــــــل جـــنګ دی

       *       *       *                           

کابـــل نــــه دی  ، کــــــربــــــلا  ده   ، کابــل نه دی

دوحشت خړه  بیـدیــــــــا ده ، کابــــــــل نــــــــه دی

هره خواته  پکې چـــــــــیغــــــې  دي  ، ماتـــم دی

مروره تــــرې خــــــــنـــــــــدا ده  ، کابــــــل نــــــه ده

       *           *          *                         

کابــــــــــل ژاړي  ، نـــــازولـــــــی کابـــــــل  ژاړي

دښــــمنـــــانــــــــو   ، زورولــــــــی کابـــــــــل ژاړي

چې مدام به یې خوله ډکــــــــه لـــــــه خـــــنــــــــداوه

اوس غمـــونـــــــو  دردولــــــــــی ، کابـــــــــل ژاړي

  *        *      *                               

بـــــیـــــا ژړاده  دکابـــــــــل هــــــــره کـــــــوڅــــــه کـــې

واویلا ده دکابــــــل هـــــــــــره کــــــــــوڅـــــه کــــــــــې

یـــــــزیــــــدانــــو  هـــــره خـــــــوا تـــــــورې ایــــستلي

کربـــــــــلا ده دکابــــــــل هـــــــــره کــــــــوڅــــه کــــــــــې

       *      *      *                                 

پــــــــه کابـــــــل بلا پـــــــریــــــوتـــــــــې  ،  وطنـــــــوالو

پــــــــــه هــــــر کـــــــور  ژړا پـــــریوتې  ، وطــــنــــــوالو

هـــــــره خـــــوا دوینـــــــــو بــــــوی دمـــــــــرګ اواز دی

پـــــــــه وطــــــــن وبـــــا پریوتــــــــــې  ، وطـــــــــنــــــــوالو

*        *        *                       

کابـــــــل ســـــــــــو زي سرې لمبـــــــې دي  کابل سوزي

کـــــــــور پـــــــــه کور باندې جګړ ې دي ، کابل سوزي

سپــــــیــــن دیــــــوان ورته دخیر په غونډۍ ناست دي

دســـــــــکروټــــــــــو ســـــــــلســـــــلې دي  ، کابل سوزي

*         *       *                          

کابل وران شو ، دنیـــــــــکونو وطــــــــــــــــــن وران شــــو

دافغـــــــــان دغیــــــــــرتونــــــــــــــو وطـــــــــــــن وران شـــــــو

هنــــــــــــــــدو کشه ! ولې نه چوې  ، ولـــې نــــــــه مـــــــرې

چـــــــــــــــې کابــــل ، داننــګونو  وطـــــــــــــن وران شــــــــــو

*         *         *                              

شنې لوخـــــړې پـــــــــــــورته کیږي ، کابل ســــوزي

دپغمان اښـــــــــــکې بـــــهیـــــــږي  ، کابل ســــوزي

آسمایي په چــــیغو چــــیغو داســـــــــــې وایـــــــــــــي

کابل سوزي . ایرې کیـــــــــږي  ، کابــــل ســـــوزي

*      *       *                          

په کابل کې اوس نه پــــــوهـــــــــــه  نه هنــــــــر شـــــــته

نه کتاب شتــــه  ، نه قلم شــــتــــه  ، نه اثرشــــــــــتــــــه

هســــــې شــــپــــــه دجـــــــهــــــالـــــــت ده را خـــــتـــــــــلې

چــــــــــې نــــــه ســتـــوري  پکې ښکاري اونه لمر شته

*        *       *                        

یـــــــــه زخـــــمــــي زخـــــمـــــي کابـــــله درنـــــه جـــارشم

دافغان دپــــــــــــــګړې ګلــــــــه درنـــــه جــــــــــــــار شــــــــم

دوحـــــــشـــــــت  پــــــــــــه اورکــــې سوزې ایرې کیږې

دود دې پورتــــــه له ګــــــــوګله درنـــــــه جـــــــارشــــــــــم

*        *        *                

څـــــومــــــره خـــــوار څـــــومـــــره بـــې وسه شوې کابله

چـــــې ازار له  ، له هره خـــــــــســـــه  شــــــوې ، کابـــــــله

دماتـــم په ورځ  دې هیڅــــــــوک پـــــــکار نـــــــه شـــــــول

تــــــــــر خـــــــــو پـــــیښــــــو تــــــــه بــــــې کــــسه شوې کابله

کاوون توفاني

 
بېرته شاته