لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه
 
غزل
  نېټه: 22.12.2017  
پـه دغـه ښار کى مـو د مـيـنى کيسه چـا ونکړه
هيڅ څوک علط نه شوو او چا دغه خطا ونکړه

زمــا تـقـديـر پــه دوعـاګـانـو بـدل نـه شـو ربـه
ربـه نـو مـا پـه کـوم مـانځـه پسې دوعـا ونکړه

نـن مـى هنداره کى ځـان وليدو بلها خفه شوم
خولى ته مى ډيرى ښيرې راغلي ما ښيرا ونکړه

د مـخ ګـلاب بـانـدې دى پـرخـه پـرخـه اوريدم
بښنه غـواړم ستـا لـه ستـرګـو مـى خيا ونـکـړه

نـه خفه کيږمه خـو ستا بـه دا عـادت وى يـاره
چـى دى تـر اوسـه يـو خـبـره پــه خنـدا ونکړه

تـا مـې د ټـولـو ارمـانـونـه جـنـازي وويـستـې 
زه خـپـل ارمـان تـه رسيدمه خـو تا ها ونکـړه

قـراره ستا پـه خاموشۍ کـى يـو کتاب خبرى
ښکارې چـى تـا ســره چـا هـم لکه وفـا ونکړه
 
بېرته شاته