لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
خدای خبر ډولۍ که جنازه وه خو روانه وم
کور ته تلم که مخکې هدیره وه خو روانه وم¨

ورانې مې ماڼۍ د ارمانونو شوې تباه شومه
پای و قیامت و زلزله وه خو روانه وم

ماته ومه ماته مې کړه ښه راته رایاده وه
کړې مې له تا سره وعده وه خو روانه وم

زهر دې راوړي و که ستا نه شم د چا نه شم
هغه وړه غوټه راسره وه خو روانه وم

تا به خپله کړې نه وم نه مې و باور ګنې
ستا و خواته لنډه فاصله وه خو روانه وم

شړکنده باران و نیمه شپه وه خو روانه وم
بره په اسمان کې شنه لمبه وه خو روانه وم
 
بېرته شاته