لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  

ځم یوې شیبې ته هلته وګورم چې یم کنه

ستا د زړه کعبې ته هلته وګورم چې یم کنه

 

کاشکې دې لوګی شم د سګریټو چې در کوزه شم

ستا سوې سینې ته هلته وګورم چې یم کنه


شک لرم چې زه به ختمه شوې یم که پاتې یم

ځمه آینې ته هلته وګورم چې یم کنه


چیرته مې اروا ده پاتې شوې رانه ورشمه

ګرانه ستا کوڅې ته هلته وګورم چې یم کنه


ځان مې لټولی په ژوندیو کې خو نه ومه

ورشم حضیرې ته هلته وګورم چې یم کنه


څوک به مې ذکیې په نامه جام اوچتوي کنه

ځمه میخانې ته هلته وګورم چې یم کنه

 
بېرته شاته