لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
بیخي درته نږدې یم خو لږ سخته غوندې ده
والله چې پاچایي ده خو بې تخته غوندې ده

خپل کړی یې بل چا له مانه مخکې صد افسوس
پیدا مې کړې جانانه خو ناوخته غوندې ده

زه یم په کې خو دوړو کې لږ ورکه شانتي یم
دا ستا زړه خو هم وچه لویه دښته غوندې ده

ته نه وې چې دې خلکو د مالت به دا ویل
قسم چې دا نجلۍ د ګلاب لښته غوندې ده

لاسونه به یې ستا له غاړې تاو نه شي هرګز
ذکیه ماته معلومه ده کمبخته غوندې ده
 
بېرته شاته