لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
د جومات کونج کې عبادت کوې په څه خبر یې
شیخه نه ژوند نه محبت کوې په څه خبر یې

د کلي نجونې دې په غږ پسې هلاکې دي ته
په هر آذان دې قیامت کوې په څه خبر یې

د ملا زویه د بیلتون دوزخ کې سوی نه یې
ته چې قیصې د آخرت کوې په څه خبر یې

ما مینه کړې ده له درده یې خبره یمه
په شنو لمبو کې به عادت کوې په څه خبر یې

زه دې واده کې ګډه شوې یم ژړلي مې دي
صاحبه ته چې نصیحت کوې په څه خبر یې

ته یې وې زړه کې چې نکاح کې یې قبول وویل
خپلې ذکیې نه چې نفرت کوې په څه خبر یې
 
بېرته شاته