لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
ډیرې کیسې دي خو باور په چا کوی نه شمه
ډیوې هم مړې دي خو باور په چا کوی نه شمه

ډیرو لاسونه اوږده کړي او زما هم ښې
زلفې اوږدې دي خو باور په چا کوی نه شمه

هر څوک اظهار د مینې وکړي په لاسو کې یې هم
دیرش سیپارې دي خو باور په چا کوی نه شمه

ډېرو لیکلي دي په وچلو "وشربو" بیا هم
ډکې پیالې دي خو باور په چا کوی نه شمه

زما لیکونه چې در ورسیدل ودې ژړل
دا د ذکیې دي خو باور په چا کوی نه شمه
 
بېرته شاته