لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
زړه درکول سر باندې سودا وه خو ما وکړله
تا باندې باور کول خطا وه خو ما وکړله

ستا عمر چې اوږد شي د ډېرو به لنډېږي نو
تاته دعا زیاتو ته ښېرا وه خو ما وکړله

کاشکې نن په دغې لارې تیر شې چې دې ووینم
اوففف یوه باطله تمنا وه خو ما وکړله

ته خو نامحرم یې د ملا په قول یې ووایم؟
تاته کتل سترګو کې زنا وه خو ما وکړله

دا ځلي باران نه د ګلۍ په شاني راغلمه
هسې لېونۍ غوندې ادا وه خو ما وکړله
 
بېرته شاته