لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
قسم چې ته نه یې دا ورځ هم لکه شپه غوندې وي
غږ دې وباسه چې زړګی خو مې ډاډه غوندې وي

ته خو هر چا کې یې په تا پسې خپه ولې شم
ګرانه هر نوم چې په خوله راشي ستا نامه غوندې وي

تا خو مې اور د زړه ونه مانه چې نه دې لیده
یو ورځ به پوه شې چې دا تن مې ټول ایره غوندې وي

ستا به یادیږم که دې هیره خدای خبر دی مګر
دا ستا تصویر ته چې ورګورمه خفه غوندې وي

د زور واده کې خلک ناڅي نپوهیږم ولې
ناوې یې مړه غوندې وي ورا یې جنازه غوندې وي

ګوندې چې راشې په خندا شې زه حیرانه شمه
دا ژوند خو کله د هندوانو ډرامه غوندې وي

منم مین یې خو دا مه وایه چې اور اخلمه
چې هرې پیغلې ته ورګورمه ذکیه غوندې وي
 
بېرته شاته