لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
درپسې مرم خانه خرابه پښیمانه به شې
اې خودپرست عالي جنابه پښیمانه به شې

ستا په دیره کې به دا ستا ګریوان ته لاس واچوم
د کبر ښکر خانه اربابه پښیمانه به شې

داسې څوک څنګ نه کوي ګوره مسلمانه یمه
د کفر زویه بې کتابه پښیمانه به شې

د دې تور مخ شاته سپوږمۍ پټه وه ویې وینه
یمه راغلې بې نقابه پښیمانه به شې

ما چې تپوس وکړ خوښیږمه دې تا نااا کړل
یاد یې لره حاضر جوابه پښیمانه به شې

تانه به کرکه وکړي هیر به دې کړي وویریږه
د ذکیې زړه د انقلابه پښیمانه به شې
 
بېرته شاته