لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
غزل
  نېټه: 09.11.2017  
درته تاوان کوي کافر به شې اوففف خوشې مې که
ملا آذان کوي کافر به شې اوففف خوشې مې که

زه امانت یم زه یو چا په خدای سپارلې یمه
څوک مې ارمان کوي کافر به شې اوففف خوشې مې که

زما سینه کې د جنت د ملائیکو زړه دی
نور بد ګومان کوي کافر به شې اوففف خوشې مې که

غواړې بدنامه شمه تا باندې تاوانه شمه
داسې شیطان کوي کافر به شې اوففف خوشې مې که

د خدای غوسه تالنده نه وینې که اورې یې نه
د اور باران کوي کافر به شې اوففف خوشې مې که
 
بېرته شاته