لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ګډه شومه
  نېټه: 09.11.2017  
د خپل نصیب ته مې ښیرې وکړلې ګډه شومه
ستا په واده کې مې ټپې وکړلې ګډه شومه

لاړمه چیرته چې زمونږ اول ملاقات و
هلته مې ستا یاد سره شپې وکړلې ګډه شومه

زما نامه دې ده اخیستې او ژړلي دې دي
نن دې یو چا راته قیصې وکړلې ګډه شومه

ساه مې وتو کې وه چې ستا د ستنیدو غږ شو
خلکو نارې خلکو توبې وکړلې ګډه شومه

بیګاه شراب و ستا تصویر و خانه مست میوزیک
د ستا ذکیې سمې نخرې وکړلې ګډه شومه
 
بېرته شاته