لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
غزل
  نېټه: 27.10.2017  
د تکو تورو سترګو اداکانې په ما وشي ؟
زه نه غواړم چې دومره کوډي ګرانې ! په ما وشي

زه غواړم چرته لرې په کوم ډاګ کې مې دفن کړئ
زه نه غواړم دروغجنې ژړا ګانې په ما وشي

زه نه غواړم چې تا له لاسه ورکړمه شېرينې 
زه نه غواړم چې دومره بلا ګانې په ما وشي

زه نه غواړم چې ژوند لکه بې کيفه ماښام تېر کړم
زه نه غواړم چې دومره کيسې ورانې په ما وشي

زه نه غواړم ياران راته شيدو کې زهر راکړي
زه نه غواړم چې ډېرې خندا ګانې په ما وشي

ډاډ غواړم چې فقت د شبوګۍ تر څنګه خښ شم
ډاډ نه غواړم چې لويې دعاګانې په ما وشي
 
بېرته شاته