لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه
 
افغانستان
  نېټه: 28.03.2009  

يوڅوک سپېره افغانستان نومېږي
ټولې نړۍ ته سلامونه کوي
لاپه ملامات دى لاجيګ شوى نه دى
لا پرهرونه يې دردونه کوي
ديموکراسۍ لکه امساپه لاس کې
داهم ترتاسې پورې راوستلو
څو ځل راولويدو راپورته شولو
شو  راروان څادريې واغوستلو

 

چابه ليدلى وي اوچابه نه وي
خوپه نامه يې هرسړى پېژني
هغه راغلى څه ويل غواړي
هغه هم وخت پېژني ځاى پېژني
هغه دهېچا پېژنده نه غواړي
هغه يو ځان پېژني خداى پېژني
                                   

زه نورې ستاسې او دهاغه ترمنځ
دا غزېدلې فاصلې لنډوم
هغه راغلى دى راغواړمه يې
دانتظار ترخې شېبې لنډوم
                    


دغه دې ودرېدمه غوږ ونيسئ
زما خبرو پورې و نه خاندئ
خدايږو چې ټول به له ايمانه خلاص شئ
پدې سندرو پورې و نه خاندئ 
                                   


له سلامونو نه به تېر شو سره
خپل دپېړيو پېړيو کتاب پرانيزم
وروسته خبرې به بياوروسته کوو
اوس ننى پرونى باب پرانيزم
دسحر باديمه په غرونو ګرځم
چېرته رېدى چېرته ګلاب پرانيزم
 دچايوسوال وه راته خوله تړلې
اوس يې دهغې په ځواب پرانيزم
زماويده زخمونه مه ويښوئ
ګنې  پاڅېږم انقلاب پرانيزم
                                   


دا د بيان د ازادۍ دور دى
د څه ويلو اجازه غواړمه
يا به دنورو جنازې وباسم
يا نوره خپله جنازه غواړمه
زه بيا ابدال او ميرويس خان زېږوم
زه بيا هماغسې مزه غواړمه
زه بخارا او سمرقند ته ځمه
زه په جېلم کې دروازه غواړمه
                                   

نوره نه کېږي دننه زړه مې شين دى
خيرکه دلته ودرېدل زماتوهين دى
هغه ماچې پرې ملکونه فتحه کړى
هغه اس مې هم بهر ولاړدى زين دى
                                   


هاغه چې مخکې مې پيداشو پرون
نن يې وزرونه کړي بر ولاړ دى
هغه چې ماورته خبرې ښودې
نن هماغه زماپه سر ولاړ دى
زما شمله سرنه لوېدلې نه ده
زما پامير ولاړ، سپين غر ولاړدى
دوى سره پورې اباسين نه څوک دى
دلته شمشاد ولاړ خيبر ولاړ دى
پرون له ماسره لښکر ولاړ و
خو نن له تاسره لښکر ولاړدى
                                   

دانن چې چاروانې کړي  لوبې
ما دغه لوبې په اکثرو کړي
دوي په وسلو او الوتکو سمبال
خو ماپه تورو او په زغرو کړي
دوي تاريخونه په فلمونو جوړئ
خوما دا هرڅه په سندرو کړي
راځه چې اوس دې پکې وګرځوم
څانګې مماڼو او ګورګورو کړي
زما دا ټول غرونه له مينې ډک دي
چغې يې زرکو او تنزرو کړي 
                                   


توبه ګار شوى که انګرېز راغلى
دلته ظالم پاچا چنګېز راغلى
ماترېنه هېڅ ګټه لېدلې نه ده
که بېنظيره که پروېز راغلى
لږ په ارام شئ لږه سا واخلئ
اول کې هريو سړى تېز راغلى
                                   

دغم په پړي مې مرۍ مه تړئ
ماته داوښکو غاړکۍ مه تړئ
زه د نړۍ د بادارۍ لايق يم
ماپه ځنځير د غلامۍ مه تړئ
ستاسې په منځ کې پښتونواله نشته
ستاسې شملې نشته، پګړۍ مه تړئ
ټوله نړۍ به ترېنه اور واخلي
داورپه خېټه کې نړۍ مه تړئ
زماکوچى غرور په زمکه لوېږي
زما په د ښتوکې کېږدۍ مه تړئ
                                   

ما د سرو شونډو محبت کړى دى
ما ترډيلي پورې حکومت کړى د‌ى
داسې بې لاسو بې پښو نه ومه
ما د هندوانو امامت کړى دى
آن د ايران تر اصفهانه پورې
ما څومره اوږد سلطنت کړى دى 
                                   


اوس په دې حال يم د بچو له لاسه
نور په زوال يم د بچو له لاسه
مړه بس هرسړى په ماکې ګرځي
داختر ټال يم د بچو له لاسه
خېر دى په ما غريب لږ زړه وسېزئ
اوبال اوبال يم د بچو له لاسه
نورې دا خرې لغتې مه راکوئ
درته په سوال يم دبچوله لاسه
                                   


زما دښار واړه واړه ماشومان
په لار  روان خلک له خپو نه نيسي
قومندانان په لنډکروزر کې ګرځي
خو يتيمان خلک له خپو نه نيسي


سوالګر ډېر شوي دي ډوډۍ غواړي
که نه؛ نومرګ غواړي زندۍ غواړي
مشران ډالرو باندې نه مړېږي
خواران يوه يوه روپۍ غواړي
                                   


بچي مې تښتي راته مور نه وايې
هيڅوک  دې خپل وطن ته کور نه وايې
دملايانو درته هيڅ نه وايم
يو افغان بل افغان ته ورور نه وايې
دشاعرانو دې هم ملا ماته شي
چې سپين ته سپين او تور ته  تور نه وايې
                                   


زه لوى تاريخ لويه کيسه لرمه
پاکه سپېڅلې عقيده لرمه
په اسماني کتاب ايمان لرمه
خداى ته پينځه وخته سجده لرمه
                                   


زما کلتور ته درناوى ولرئ
د چا  کورونو ته دشپې مه ورځئ
چېرته به شپون راغه کې ځان تودوي
بلو اورونو ته دشپې مه ورځئ
څوک به مو روغ په مرکنډۍ وولي
بندو ورونو ته دشپې مه ورځئ 
                                   


زه دښمنان لرم خپلوان مې نشته
رقيبان ډېر دي ؛ خو ياران مې نشته
زه دخپل ځان يوځاي کېده غواړمه
يم په ټوټو وېشلي ځان مې نشته
خوښه موهرڅه چې کوئ راباندې
تڼۍ تڼۍ يمه ګرېوان مې نشته
په خداي باور وکړئ ګيله مې وشي
هېڅوک د ګټې او تاوان مې نشته
                                   


اوس داپوښتنه زه له تاسې کوم:
ځنګل ځنګل نښتر مې چا يوړل؟
هغه ياقوت اوزمرودمې څه شول؟
چامې له غرونو نه په غلا يوړل؟
                                   

بس دا دنيا راته ځنګل ښکاري
په کې انسان پاڅي انسان وژني
دابه د چا آزار د چا ښېرې وي
چې مې په خپلو کې بچيان وژني
دهغوى غوښې به لېوان وخوري
هر  څوک  چې مـا افغانســــتان  وژني

 
بېرته شاته