لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
پياله
  نېټه: 25.03.2009  
داځــــــوانـــــي مـــې صدقه شه ،خوپیاله مې تشه مه شه
دزړګــــي لپـــــه چپــــــه شـــــــه ، خو پیاله مې تشه مه شه
 
ښه پوهیږم چې مې وژني  دابر بنـــــډې دتــــاک پیـغـــــلې
عمره ! یو څاڅکې نشه شه، خوپیالــــــه مې تشه مــــه شه
 
څوئې څښم نه تمامیږي راته څه دزهــــرو سینــــــــد شــــــو
دادژوند وچه چینه شه، خوپیاله مې تشـــــه مـــــه شـــــــه
 
داد دوه کاڼو دنیا چې دومره ګرانـــــه پرمـــوږ پـــــلــــــوري
لکه دود  پر اور خوره شه ، خو پیاله مې تشه مـــــه شــــــه
 
نه په بر دعمر خوښ یم، نه په ګز دژوند خــــوشحــــــالـــــه
ټول دلوڅو پښو ناره شه، خو پیاله مې تشـه مـــــه شــــــه.
۷  / ۷  / ۱۳۷۰
 
بېرته شاته