لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
غزل
  نېټه: 25.01.2009  

ولې راتــــه وایې چې لږ وار کـــوه وار څــــــــه معنـــــــی

کار د مینـــــې کار دی له دې کار نه انکـار څه معنــــــی

لیچې په لاس راکړه چې ولول څڼې خــــــــورې وي پرې

شرنګ دبنګړو خوند کوي  تش تار دستـــــار څه معنی

ووایــــــــه دژونـــد دفـــلسفـــــــې شـــــــاګــــــــرده ووایه

سر په اوږو څه معنی او سر وي په دار څــــــه مــعنـــــی

غاړه کې مې لاس یوسه چې حـــس لـري او روح لــــــري

مړې مړې مر غلرې وړې پيلې په تــــار څــــــــه معنـــــی

خلک پکـــــــې خدای لټوي  ته ماشوم خبـــــــر هــــــم نا

پوی به شې او لوی به شې چې ستــرګې دیار څه معنی

داغــــریب ســــړی ګــــورئ  له غـــرونو پرون راغی ،نن

دومره جــګ برجونه دسندرو دښــــــــــــــار څـه معنـــــی

ښــــايــــي چــــې له دې ښاغلي لویه ښکلا ورکـــــــــه ده

دومره دښــــکلا په لټون  سترګې په لار څــــــــه معــنی

لاس دښکاري څه وایي ؟ او زړه دغرڅې حـــــه وایـــــي

غواړمه یوه معــــــنی لا لیه چې ښکار څـــــــه معنـــــــی

چــــــــوپ شمــــه که ووایم چې دنــګه یاره تــــــا ښــــــیم

خلک راته وايــــــــي چــې « کاروانه » چنار څه معنـــی

 
بېرته شاته