لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
شین همځولی
  نېټه: 25.01.2009  

میـــنـه مــــــــې ومنـــــه په مینــــــــه مینـــــــه

ستـــــــا پــــر کرکڼه پر مــــــمــــــاڼــــــه سلام

ستا دنـــښـــــــتر پر زلفــــــو زلفـــــــــو سلام

ستا د څـــیـــــــــړۍ پر پاڼه پاڼــــــه ســــــــلام

چې ستــــــا پــــر ســــر ده له کتـــــاره وتــــــې

پر هــــــــاغـــه ستړې ناسته زاڼــــــــه ســــلام

     *      *

لیـــــک دې څــــــه ډیره موده مخکــې راغی

هــــــی هـــی چـــې زه دځواب تـــاب نـــــه لرم

دخـــیال نـــیـــلــــې مې ګوډ په نیمـــه لارکې

مـــلــــونــــی یـــې پری پښه په رکاب نــه لرم

دشــــعــــــر پــــادشاه ته یې  شاګرد دی یــمه

بې لــــــه تــــا شــــین دشعر کتــاب نــــــه لرم

     *      *

داســــې خـــــومــه وایه چې هیر دې  ډیر دي

ګرانه پادشاه مې تـــــه یـــــې پیــر مې ته یې

په ویښه هم زما په ســــترګــــــو کــــې یـــــې

دسهار خوب مې یې تــــعبــــیــر مې ته یـــې

دزړه هـــــنــــــداره درپــــــــــــســـې ګــــــرځوم

دهغه ستر نقاش تصــــویر مــــــې تــه یـــــــې

     *      *

ګــــــــــرانــــه زه ډیـــــر دمیــــــنـــــې وږې یمه

لکه یــــتــــــیـم مــې پر ســــر لاس تــــیـــــروه

ما ســره غــــــرونــــه غرونـــه مــــینــه کــــــوه

زمــــــــــا پـــر زړه دهــــــنــــر لاس تـــــیـــــروه

په تور کــمــــــــر کې هم چې ښکلي ګـــــــورم

پری ښه روښان دجــــــــــوهـــر لاس تیــــــروه

     *      *

خالي لا ســــــــونــه مې له ستــــورو ډک کړه

چې پری لمنه دسپــــــــــوږمـــې ونـــــیســـــم

ستــــــاونــــې دنګې دعـــــا ګانـــــــې زمــــــا

دښکلا عــــــــــرش ته بـه ځولــــې ونیســـــــم

دا ګیدړ خیال وخـــــتـــــونه برند دي ولــې ؟

لنګه زمــرۍ بـــه تــر لکــــــۍ ونیــــــــســــــم

     *      *

ته دخـــــــــدای شیـن باغ یې ښامارخونه یې

چــــــــــــې ګنـــــــې تا دلال ثـــــنــــــا ویلـــــــې

زرګـــــــونـــه کــاله تــــا دحــــال پــــــــــه ژبــه

دهـــــــــغـه ستــــر جمـال ثــــنــــا ویـــــلــــــــې

تــــــــــا دبلا ل درنګ پـــه تـــــوري تــــــــوري

دپـــــرښـــــتـــو دخـــــــال ثـــــنـــا ویــــــلـــــــې

     *      *

ما بــــــــــه سوما ګڼـــې  دخپــــلـــې غیــــــږې

دهـــری شــــــــنــې ونې پـــه ســـــردې قســــم

شـــــــراب شـــــراب به زما شعـــر جـــــوړوې

پر شــــــــــرابـــونو دکــــــوثـــــــر دی قســـــــم

لــــــــــه درده ډکه مـې غــــــزل تــــــوري لــــره

پــــرشــــــــــهیــــد غــــاښ دپیغمبر دې قسم

     *      *

زه چـــې ماشــــــــــوم وم افسانې مې خوښې

چــــــې ترابــــان بـــــه ګــــــل انــــدامه یو وړه

مــــــــــاوی چې ته به وې قـــــاصد جوړشوی

تـــــــــابـــــــه خـــــبــــــــره تـــــر بـهرامه  یووړه

په دریم ګــــــــــام کې به شــول ښکیل ترابان

کــــــــــه دا ولجــــــه بـــه یې دوه ګامه یو وړه

     *      *

ته خـــــــــــو اوس هم له شنو خوبونو ډک یې

په خـــــــــــوب کې ډیر زیــړي ګلان رالیـــــږه

دګلابـــــــــونـو په رنګونــو کــــــې رنــــــــګ

هــــا ســـــــــــور وزري بـــلبــــــلان رالــــیــــږه

یـــه دسنــــــدرو مرستـــــنـــــد ویـه زمــــــــــا

دغـــزلـــــونـــــــــو غـــــزالان رالــــــــــــــیـــــږه

     *      *

لــــه مــــــــــــانـــــــه ښکلیو تښتولی زړګـــی

څــــه چــې راپـــــــــــاتې وه ســـندرو وخــــوړ

یوڅه شین رنګ شـــــوتاته لیک پری لیکم

څه هم داوښــــکو مــرغــــــــــلــــرو وخـــــــوړ

دسـر ښـــیښـــه کـې چـــې شو ګــــــــــل دفکر

ویــنــو تــه تـــــــــــږو پـــــه ډبــــــرو وخـــــــوړ

     *      *

یو څــــــــــو خیالـونــــه نــوي لـــــوزي لــــــرم

ځان سو ځــــــــــوم خــو دغـــــزل اور غــــواړم

منـــــم هـــــوسیـــــــــــــو دې ګــیـــــلې راوړي

داګلالۍ قافــیې پــــــــــــه پــــــور غـــــــواړم

دژوند دریــاب لـرم څـــه مــــــــــــــړه خونه یم

دڅـــپو ژبــــــه وایــم شـــــــور غـــــــــــــــــواړم

     *      *

ان تـــــــــــرســـهـاره دې غـــــم ویښ ساتي ما

شپــــــــــه روڼوم  تاته شپیــــــلــۍ غــــــوږوم

دنــــــــــاصر باغ دشهیدانو تــــــرڅـــــنـــــګ

دهدیــــــــــرې شاتـــه شپــــیـــــلــۍ غـــــــږوم

ستا د شهیــــــــــد شپـــونــــــکي ویر نه وایم

د"پسرلي مـــــــاتـــه شپیــلــۍ" غــــــــــږوم*

     *      *

ستــا درڼــــــو چــــــیــــنـــــو دتـــنـــــدې مینه

بــــــــــس د"درویش" په ترانـو مــــــاتــــــوم*

"پیـــکـــــار" اشنا یې له سپین غره راوړي*

خــــمــــــار دبنګ په پیمـــانـــــو مـــاتــــــــوم

له ولولــــــــــو ډکه هــوســــــۍ تــــــلوســــــه

د "غضنفر" پــــــــــه افسـانـــو مــــاتــــــــوم*

     *      *

تــــــــــه واچې ستا دسیلۍ شغ پــــه کـې دی

د "کلیــــــــــوال" مستــــــــې سنــدرې اورم*

د" شاســــــــــعود" په پادشهۍ کې ګرځــم*

نغمې د"مستـــــــــــــې قــــلـنــــــدرې" اورم*

چا زهر هم دخندا جـــــــــــــام کــــې راکــــــړل

له چا ترخې ترخــــــــې خـــــــــــــبــــــــرې اورم

     *      *

په ویښه وینـم لکه خـــــوب ښــــــــــــــاپیرۍ

پر مایـــې زیــــــــری دغـــــزل کـــــــــــــړی دی

دچا اواز لــــــــــکــه دشـــــاتــــــــو خــــــــوږو

خدایــــــــــږو په مــاخویې څه چـل کــړی دی

وی : ته خبـرې کــــــــــوه چوپ یـې ولـــــــې ؟

کاروانه چیرې دې مـــــــــــــزل کــــــــــړی ده ؟

     *      *

یوه شاعره هم په خوب کــــــــــې راځـــــــــي*

سوریې کمیس وي دالوان اغــــــــــو ستــــی

شــــــنــــه یې لستو ڼي لکه ستــــا بنفشـــــې

اوسپـــــیـــن پرتوګ یې وي دسان اغوستی

ته یې راشیــــــــــن په تورو سترګو کـــې وې

موسکی نظر یــــــــــې وي ایمان اغوستــــی

     *      *

کله چې وخــــــــانــدي رښتـــیـا وایـــــــمــــــه

غونډیۍ غونــــــــــډۍ شي ارغـــوان ګلــونه

روښــــــــــان تندی لـــــــري دلمــــر دذاتــــــــه

شنې رزغــــــــــونې کاندي باران ګلــــــونــــه

شرنګ دپایزیــــــــــب یې وي قدم په قــــــدم

ورپــــــــــیې وروستــو وي روان ګلــــــونـــــه

     *      *

خــــــــــوږه خوږه دڅپــو ژبـــــــــــه وایـــــــــــې

په غــــــــــــورځنګو لـــکه دریاب روانــــــــــه

لکه ټپــه پــــــــــه ســـــاز کې تــــــاوه راتــاوه

ســــــــــــــــــره دډول او دریــــــــاب روانـــــــــه

پــــــر بــــــــــــــــد رنـــــګیــو بــه یرغل راولي

لــــــــــکه دښکلـــــــــي انــــقـــــلاب روانــــــه

     *      *

رانــــــــــه وي شمـــع لګیــدلــــــې پـــــاتـــــې

په شومــــــــــه دم کې شم له خوبـه راویـــــښ

دخوشحــــــالې اوښکې مې سترګـوکې وي

په ښکلي غــــــــــم کې شم له خوبـه راویـــښ

غزل غــــــــــزل  شمه نغــمـه نغــــمـــــه شـــــــم

ویــــــــــده قلم کې شـم له خــوبــــه راویــــــښ

     *      *

شــــــــــمــعې ته ګوره خوپه سترګو کې مــې

دتللي خـــــــوب یوستړی سیوری ناست وي

شمع قــــــــــلم شـــــــي اوخبـــــــــرې کـــــــوی

پرسریې شیــــــــــن دغزل توری نـاســـت وي

شمع نښتر شي ، شمـــــــــــع وغــــــځیــــــږي

پرې سور وزری غـوندې ستوری ناست وي

     *      *

رانژدی زړه ته تر لیــــــــــلا نــــه ډیـــــریـــــــې

دالری نه ده چــــې مجــــــــــنون دی نه شــــــم

خــــــــــــــدای مـې دې ګل ستــــا دلمنې لري

دچا په ســــــــــترګو کې زرغون دې نـه شــــم

چې مې له څانــــــــــګې زر شهبازه جوړشـي

شم دې ادا نه چې ســــــــــتا زیتون دې نه شم

     *      *

زه به په کــــــلــــي کې کـــوکــــــنــــــار وکــرم

چې ستامــــــــــچۍ راشــــــــي ګلـونه یوسي

اوکه پر کــــــــــلــي ږلـــــــــــــــۍووریــــــــــده

نوهسې نه چې تــــــــــش څانګو نه یـــوســـي

خدای مهربان دیګونــــــدې شات شي آشنا

زمــــــــــاله غزل نه دې لفظونه یــــــوســــــــي

     *      *

چــــــــــې ستا له غیږی یې ګـــــلــونـــه راوړل

مـــیـــنـــــه د هغې څانـــــګــې اوروه کنــــــه؟

هسې پــــــــــه خپلــــــوکـې خبــــــــره کـــــــوو

سپینه خولګـــــــــۍ مې باندی پور وه کنه؟

ته په ایمان،د شپـــــونکې ورور شپیلۍ یې

دا سرافیل د شپیــلــــــــــۍ ځــورو ه کنــــــه؟

     *      *

رانــــه خـــــــــبـره اخــــوا دې خواشي لــــــــــږ

ګرانـه چــې تـــــــــــــیـــــرې خاطرې دې ګورم

زه چې مرغان اورم چـــــــــــې ونـــــې ویــــنــم

ترپاڼــــــــــوډیرې خـــــــاطــــرې دې ګـــــــورم

هیر به مې ډیــــــــــر وي  دومره ډیرهم نه دي

رایادې  ، هــــــــــیرې خــاطــــرې دې ګــــورم

     *      *

دپـــیښــور ګـــــرمــــــې بـــــه ســــــــــوی ومه

خــــــــــوتـــرنــــــم دې دبــاران را پــــــه یــــــاد

دومـره ښــــــاغــــــلې  دبیلتون هم نــــــــــه وم

تاکړی په سترګــو کــــې یــــــــــاران راپه یاد

ډوب لا پــــــــــه وچو کتـــابـــو کـــــې نــــه یم

اوښکې لا پــــــــــیژنم ګریـوان را پـــه یــــــاد

     *      *

بـــــــــیـا پسرلی درغـــځـــــــوي لاســـــونـــــه

بــیــــــــا دپښو یبـــــلو  بنفشو مــوســـــم دی

ډک دشبــــــــــنم کنـــــــډول  پـــرسـر دغاټول

توره بلبـــلــه دنــــــــــشـــــــو مــــــوســـــــم دی

بــــرګـــــې رمــــې کــــــــــوي تکمیل دښکلا

وچې شپیــــلۍ دشنو ورشــــــــــو موسم دې

     *      *

غــــــــــواړمه دوې لسیزې  شــاتــــه لاړ شـــم

ستا دزلــــــــــمي غرڅــــــه کیســـه راواخــلـم

پری کرونـــــــــــــــدی  دزړونــــــــــو وکــــرمه

په لپــــو  لپــــو  تــــــــــــــلوســــــــه راواخــلـم

داغ دبــــــاروتــــو  شته د ذوق  پـــرلــــــــــمن

اوس به دمښکو ګـــــلـــــکاســـه راواخـــــلـم

     *      *

ها تــــــــــورکمر  پرسر یې سپینه سپـوږمۍ

لکه ډولــــــــــۍ چې پـــر تـــور اس تـــیـروي

دي په رګ رګ کـــــــې یېسپین توري راشنه

هــــــــــره شپه کومې تـــه المــــاس تــیـــروي

ته وا چې  ســــــــــر یې  پــــر اسمـان  لګیـږي

دسحر لمر یې پـــــــر ســر لاس تـیـــــــــــروي

     *      *

همــــــــــاغه دی ! هغه غرڅه اوس هـم ویــنـم

دهاغــــه تــــــــــور کمــــــر پــــــرســرولاړ دی

ښکر دالماسو یــــــــــې سپوږمـۍ تــه رسـي

ستــــرګو کې ستوري لــــــــــکه لمر ولاړدی

دیوه پردي یر غل څـرپـی یـې واوریـــــــــــــد

څک څــک،غوږ غوږ،خنجرخنجر ولاړ دی

     *      *

غرڅه نــــــــــشه  ،غرڅــه دمـــیـو ډکــــــــــــې

څو تنکۍ څــــــــــانګې دسومـا خـــــوړلــــې

غرڅه دشنه ځنګلــــــــــه مــجنـــون وګـــــڼـئ

غرڅه دی « څـڼـې دلیــــــــــلا » خـــــوړلـي*

څــــــــنــګه غلام شي په ګل څانـګوکـې یـې

قلمي ګــــــــــوتـــــې دبــــــــــادشــا خــــوړلـې

     *      *

غــــــــــرڅه پریږده  په جنوبي  ځنکل کـــــــې

دشــــــــــمال خواته دشمال ســـــــــــره ځــــــــم

دبرګ وزرو الــــــــــو تکــــــو پــــــــــــر ســـــر

لــــــــــه یوه زرین مارغه  دخیال سره ځــــــــــم

دلـــــــــمر په رنګ ، رنک سره دانه دبـــاران

خورم پــــــــــه ټالۍ کې زرغون ټال ســره ځم

     *      *

لـــه سپـــــیـــــن سالنګ نه یې لمر ټول ونیو

لــــه روس نــــــــــه دومره الو تکې راغلــــــې

کــــوچ پـــکې نشــــــــــته خوله اور نه ډکـــې

ګــــورئ داوسپنېــــــــــغړکې راغـــــــلـــــــــې

دمــــه یې وکــــــــــړه دبا ګـــرام پـــــــــر ډګـــر

داپــــه لټــــــــــون دکومې ورکــې راغـلـه ؟ !

     *      *

یــــو څــــــو شیــــــــن سترګو نا اشنــا وګـړو

پـــه برګ وزرو کې بـــنــــزیــــن واچــــــــــــول

پــــر ځـــــــــــای دزړونو یې په لاس دشیطان

سیــــنو کې تــــــــــور کاڼي  دکین واچــــــول

داور بـــمونــــــــــه یې دلــــــــپــــــــــــو لاســـو

پر دعـــــا ګانــــــــــو پـــــــــــر امیــــن واچــول

     *      *

دا بـــــرګ وزرې پــــــــــــه دوره راوتـــــــــــــې

زمـــــوږ دکلي پر ســـر اور تــــــــویــــــــــــوي

دا ظــــــالمان پر ځیکر ولي زلــــــــــمیــــــان

له ځـــــوان زړونــــــو نــــه یې زور تویـــــــوي

پر سپینو لیــــچو یې ســــــــــرپـــــه ونــه کړه

تریـــــنه دشنو بنــــــــــګړیو شور تـــــویـــوي 

     *      *

راغـــــلې دوږو  شاهــــــــــینـــانو پــــــه شـان

سپینــــو کوترو نه یـــــې بــــــــــام اخــــستـی

په مــــازدیګر کې یې چــــــــــړې دي ښــخـې

زمـــوږ له کلي یې ماښــــــــــام اخــــستـــــــی

بـــس په زخمونو یې نما نځلــــــــــي یـومونږ

رانــــه یې ګــــــــــرد ســـــره آرام اخیـــــــستـې

     *      *

هــــغــــــه ده درومي دځنــــګل پــــــــــر لـــور

چې ځــــــــــوان غرڅه رانه  عدم ته یو ســــــي

کبــــــــــاب یې وخوري له شــــرابـــــو ســـــره

ښکر دالــــــــــما سو یې موزیم ته یــــوســـي

له مســـــــتو سترګو نه یې رنګ دغورځنګ

دمرګ دتـــــــــورې شپی تورتم ته یــــوســـي

     *      *

غـــــــــرڅه سـری سترګې پــــاریـــــدلی ولاړ

تر پښــــــــــوزنځیر د« لیلا څـڼـې » را تاو*

هلته ملا مــــــــــاتې سوما هـــــــم ویـــــنمـــه

تر مــــــــــلایې سری دوریښم کــڼـــــې راتـاو

دماتې څــــــــانګې لاس یې غاړه کې پـروت

تری سورځــــنـــډی سپینې مشکوڼې راتـاو

     *      *

دبـــــــــــــرګ  وزرو الــــــــــــو تـــکــــــــو وزر

دشنو نښــــــــــترو  پر ســـــــــــرونــــو لګــــي

یو سیل د سرې اوسپــــنــــــې  غشي  راځــي

دتور کـــــــــمر په ټـــټـــــرونـــــو لـــــــــــګـــي

آه دغرڅه دپــــښـــتـــې خرپ مې واوریـــــــد

بــــلــــــې لمبې یې په ښـــکرونـــــــــو لـــګـي

     *      *

غـــــــــرڅه له ډیره درده کـــــړیــــکه وکـــــــړه

درزونـــــــــه وکـــــــــــــــــړل  دکــمر ډبـــــــــرو

دځوان غرڅـــــــــه کړیکو ته ټینګې نه شوې

مـــــــنـــډه اخیستــې ده لــــــــښــــــکر ډبـــرو

ژور ګــــــــــــــړنــګ  لـــه ازانـــګو نه ډک دی

راپنـــځولـــــــــی  دی مــــحشـــــــــــر ډبـــــرو

     *      *

غــــــــــرڅه دمستې ځوانۍ  درد اخیستـــــی

کله په پـــــښـــــو کله  په ســـــر ګــــــــډیــــږي

په ګډیدونکي  نــــظــــــر  هـر څـــــــه  ګــوري

ونې ګـــــــډیـــــــږي اوکــــــــــمـــر ګــــډیـــږي

پر سر یې بیــــــــــا دبــــلا سیـــــــوری راغــی

چــــــــــې یـــې داوسپنــــــې وزر ګــــــــډیـږي

     *      *

شــــــــــو نابـــبـــره بـــــــرګ وزرو تـه  ځــــیـــر

داله آســـــــــمان  څنګه پـړانګان  وریـږي؟ !

پری زنځیرونــــــــــه راشیوه شین ستـرګــــي

ته وا کـــړۍ کـــــــــــــــــــړۍ  مــــاران وریــږي

خدایه !  ورولیږه لــــه غــــــیــــبــه درمـــــــان

جهان دردونه یـــې پــــر ځـــان وریـــــــــــــږ ي

     *      *

دشنـــــه ځــــــنګله په هغه لــری خــــــوکـــــې

ماته دبر کـــــــلـــي شپـــــــونکــــې ښـــکاري

ټوپــــــــــک په نښه او دپړانګ  په څــــوکې

داسی پــــــــــه بریدلکه زمــــــری ښـــــکاري

ګوره شین ســــــــــترګونه به ښکارخطا کړي

زړه دتورسترګي کــــــــــې غورځی ښــکاري

     *      *

هـــــــه هـــه غورځي  له ډیــــــره درده کــــــوي

له مـــلـــخــــي ټوپـک  یـــــې اور وریــــــــږي

ها سپین زنـــــــــځیر  په سرو ګولــیو ولـــي

پر هغو شنو ستــــــــــرګو هم تور وریــــــــږي

په ترپ داوسپنې پړانـــــــــګان تښــتـــــــــي

او پر زخمي غرڅه ټـــــــــکــــــــــور وریـــــږي

     *      *

غــــــــــر څه پرکاڼو باندې خـــولـــه ښخه کړه

په مـــــــــو ملایي پسې کمر څــــــیــــــــر وي

غـــــــــر څه د ځـــــوان ولي  اروا  وبـــــــــولئ

په ښـــــکـــــر د تور کــــــمــــــر ټـــټر څیـر وي

ته وا ، علــــــــــې په ځــلـــیدونـــــــکې تــوره

دیوه تور کـــــــــافـــر ځـــــــــیـــــــګر ځــیروي

     *      *

له تــــــــــور کمر نه شنه لښــــتــي روان شول

درومــــــــــي دکلي تر ګــــو دره رســـــــــــــــي

په دی اوبــــــــــو کې مـــمــلایي ده ګــــــــــډه

دژوبـــــــــلو ژڼــــــــــــــو تـــر پر هــــــــره رسي

ټـــکور ټــــــــــــکور ژڼـــي  پیا تورې په لاس

ځـــــــي دجـــــــنـــــــــګونو تر ډګـــــــــره رسي

     *      *

دشــــعـــــــــــر با دشا ه ستا حماسي افسانې

تــر حقیقت نـــــــــه هم  ځـــــــــــــــــلانده وینم

تــــر شعر نه شنـــــــــې ونې دې بُوری مه شه

دزړه دعـــا په وینو تــــــــــانده ویــــــــــنــــــــم

تل دې ســـــپوږمۍ ستا دنــــــــــښترو پرسر

دنور پـــه تار کې اویـــــــــــزانــــــــــــــده وینم

     *      *

دتـــــــــــورو لــــــــــړو پــــــــه خلوت کې غلی

په شـــنه چـــــــــمن کې لکه پـــــیر ناست یې

یــــــــــار ! دسهـــــار دخــوب کاروان یې زما

دیــــوه رنـــــــــګین غوندې  تعبیر ناست یې

زر ښــــــاپیــرۍ مــــــــــې دزړه تخت ګرځوي

پکې بـــادشـــــــاه پکې وزیــــــــــر ناست یې

     *      *

ته دشعرونو شین هـــــــمــځولی زمــــــــــــــا

دســــــــور وزرو بلــــــــبـــــــــلانو کتــــــــــاب

ستاله ګـلونـــــو نـــــه مې رنــــــــــــګ راوړی

وږمې تری خیـــــــــــژي ستا دلیک  دځواب

لادې بل باب تـــــــــه رسیـــــــــــــــدلې نه دی

کاروان طا لب طالــــــــــــب  دمینـــــې دباب

په نښه شوي :

دښایسته غزل بون  محد صدیق پسرلی دغزلونه مجموعه ماته شپیلۍ .

پیاوړی شاعر  درویش درانې ، زلمې   نازک خیال شار عبدالله  پیکار ، پیاوړی کیسه لیکونکې  اسدالله غضنفر ، دمستو شعرونو شاعر کلیوال خټک ، ددری ګوټیزې دایرې شاعر شاه سعود ، یوه افغانه سندر ماره  چې خوراواز یې افغانستان رایادوي ، زما ایډیال شاعره چې په انساني څیرو کی مې نه ده لیدلې ، چې دبوی ښکلې اروایې زما دتصویر په ورکه جزیره کې اوسیږي چې حضور یې وخت  په وخت په شعرونو کې احسا سوم  دلیلا څڼې  زمونږ په غرونو او ځنګلونو کې یو ډول ځنځیري واښه دي چی اوبدل شوو کو څیو ته ورته دي . 

 
بېرته شاته