|
|||||||||||
|
|
|||||||||||
|
غزل زمــوږدچـم جـيـنــكـۍ دنـګـې دنـښـتروپـه رنګ لــه نــازه ډكــې اوخــوږې دي دشــكــروپــه رنـګ پــه پــسـتــه ژبــه دې څــه ووې راتـــه غـلــې غـلـې؟ زمــاجـانـانــه پــوئ دې نــشـوم دخـــبـروپـــه رنـګ ستاجادوګرغزل مې خپله زړۀ كې ځاى پيداكړي نشته حاجت چې يې پاخـۀ كړم دمـنـتـروپـه رنګ زمــوږدكـلـي جـونـه واړه دي ښـايـسـتـه ښـاپـېـرۍ رنـګ خــويـې مــه كـړې ددېـوانـوزروروپــه رنـګ چــې جــنــازې تــه مـې رادرومـې پــه سـلګودلبرې ساده جامې واغـونده ښكلې دګورګـوروپه رنګ هــغـه خــوزمـادبـنـګـودودغـونـدې كـړۍكـړۍدي څوك دي چې ستايي ديارزلفې دلښكروپه رنګ (شمسـه)! ديار(بلېنـډه) حسـن ته له خپلووړانګو جـــوړه ګـــاڼـــه لـــه نـــازډكـــه دســـنــدروپــه رنــګ |
|||||||||||
![]() |
|||||||||||
|
|||||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||||