|
|||||||||||
|
|
|||||||||||
|
وخته ! وخته ! لوى خطر ته دې سپارلى يم سوزمه مجمرته دې سپارلى يم ګرځېدم ازادپښتون په امن كې فرېب دې راكړشرته دې سپارلى يم كسئ دې كړم وخته دبڼوترشا څه چمتولښكرته دې سپارلى يم رادې كړمقام ،پدې چې وران مې كړې ټيك دې كړم زرګرته دې سپارلى يم اوس مې ورور وژنې ته په بل پلوري داسې سوداګرته دې سپارلى يم كړې يې جادوده پرما، ځان وژنم ښه سترجادوګرته دې سپارلى يم |
|||||||||||
![]() |
|||||||||||
|
|||||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||||