لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

ښا غلي عزت الله شمسزی پر ۱۳۵۸لیږدیز  لمریز کال دلغمان ولایت  د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی دی.

ثانوي زده کړې یې پاکستان د صوبه سرحد د  درسمندو کمپ په لیسه کې پای ته ر سولي، پر ۲۰۰۲ کال یې په پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم  له څانګې څخه د لیسانس سند واخیست.

 له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت دی، دهیلې مجلې مرستیال، دکاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز  له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند چې اوس هم  دملګرو ملتونو په یوه دفتر کې د مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوي. عزت الله شمسزي له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري کوي. په درېيو ژبو [پښتو،  دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي،  دنورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ یې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي.

۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري  څرنګوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولګه [نوم مې لا ورته نه دې غوره کړی] ناچاپ

غزل ازادي یو لیک غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل یه انځور ګره دغم لمر خزانې اوس هم په باد مين يم
بېرته شاته