لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه  ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ  سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د   نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري  څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
     ١ – ځوانيمرګ ارمان
    ٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
    ٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه       
    ٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.

ښکلې دونياګۍ په زړکافر غزل غزل زيرۍ زيارت دژوند ازمښت زمادمورکۍ مبنه جانانه ده زخمي کابل يم زه بی ديدن پاتی شوم يو پښتون شه يادونه دبخت ستوري دسولې جرګه دسولې انتظار سوله غواړی کنه؟ سوله به راشي دحسن سوداګر څلوريځه څلوریزه څلوريزه څلور بيته راشه راشه پرون غوسه پام چه ګناه ونکړی زما دکوځې پښتونخوا پښتونه دپښتني مور اواز ننګر هاره نياز بين کابل يم نوی کال ارواښاد ننګیال ته محبت پيغلوته بد نامې ده مينه دماشوم غوښتنه ليونۍ پښتنۍ خورې د خيال دونياکې دښځې مقام را ستانه شوي کډوال ته ډالۍ هيله ګلونه د هماليا غرونه دمورسندره راشه لږتم شه دلته بخته
بېرته شاته