لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ښاغلي اسماعیل یون شعرونه

محمد اسمعيل يون د حاجي محمدخان زوى پر ١٣٤٦ل کال، د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ دنيازيو په يوې روښنفکرې کورنۍ کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د الينګار ولسوالۍ د سلينګار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي دي، تر هغه وروسته کابل ته راغى او په خوشال خان لېسه کې شامل شو. پر ١٣٦٦ل کال له نوموړې لېسې څخه په دويم نومره بريالى او پر ١٣٦٧ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې محصل شو. پر ١٣٧٠ل کال له نوموړې څانګې څخه اول نومره بريالى او پر همدې کال بېرته دپښتو څانګې د کدر غړى شو. پر ١٣٨٥ل کال په نوموړې څانګه کې د ماسټرۍ دوره پيل شوه، يون په ډېر ښه او بريالي ډول دا دوره پايته ورسوله.
محمد اسمعيل يون له ١٣٧٠ ل کال څخه بيا تر ننه پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي تدريسي غړى او د(پوهندوى) علمي پوړۍ ته رسېدلى دى، پر استادۍ سربېره،استاد يون د ((کابل پوهنتون))، ((هيلې)) او((شمشاد))مجلو د چلوونکي دنده هم په ښه ډول ترسره کړې ده. په پېښور کې د چاپېدونکې ((معارف)) مجلې کتونکى غړى هم و. همدارنگه ديو شمېر نورو چاپي خپرونو همکار هم پاتې شوى دى.
استاديون پر ١٣٨١ل کال، په جلال ابادکې بېړنۍ لويې جرګې ته د ختيزو ولايتونو د انتخاباتو د دفتر مشر شو، ددې جرګې لپاره تر ټاکنو وروسته د جرګې غړى، بياد جرګې د غړو له خوا د بېړنۍ لويې جرګې دلومړي منشي په توګه انتخاب شو.استاد يون په دې جرګه کې تر خپل وروستي وسه خپل ملي او تاريخي مسوليت ادا کړ او د هېواد دښمنه عناصرو د توطيو مخه يې ونيوله.
تر دې جرګې وروسته، کله چې د افغانستان د اساسي قانون د تدوين بهير پيل شو، نو استاد يون بيا ددې بهير لپاره د ختيزو ولايتونو د دارالانشاد دفتر مشر وټاکل شو. په ختيزو ولايتونو کې د اساسي قانون د لويې جرګې لپاره انتخابات هم د همدې دفتر له خوا ترسره شول.استاد يون د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې د نوموړې جرګې د دارالانشا د غړي په توګه خپل فعال رول ادا کړ. ټاکل شوې وه، استاد يون په ختيزو ولايتونو کې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره د عمومي ټاکنو د دفتر مسول شي، خو په کابل کې د لويو جنګسالارانو او ځينو تنظيمي مشرانو له خوا پر حکومت او ملګرو ملتونو د زيات فشار له امله له کاره ګوښه شو.ملګرو ملتونو(UNAMA) استاد يون ته وړانديز وکړ، چې په کابل کې به تر دې لوړه دنده دروسپارو، خو استاد يون ونه منله او خپلې استادۍ ته يې دوام ورکړ.
درې کاله وروسته يې د ځينو ملګرو په زيات ټينګار او غوښتنه، د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا په دفتر کې د فرهنګي چارو د رياست دنده ومنله او په کابل پوهنتون کې پر استادۍ سربېره لا تر اوسه دا دنده پر مخ وړي.استاد يون پر ١٣٨٥ل کال د افغانستان او پاکستان د امن ګډې جرګې لپاره د افغانستان له خوا د منشي په توګه غوره شو او دا دنده يې هم په ښه ډول ترسره کړه.
استاد يون د خپلواک ليکوال په توګه په تېرو شلو کلونو کې ګڼ شمېرفرهنګي او ټولنيز خدمتونه ترسره کړي،په ګڼو چاپي، راديويي او ټلويزيوني مرکو کې يې د و اقعيتونو او حقايقو د څرګندبيان له امله د خلکو په زړونوکې ځاى نيولى دى. که څه هم ډېر خلک د يون ليکنې، مرکې او نظريات خوښوي، خو يو شمېر داسې خلک هم شته، چې د يون سرسختي مخالفين دي. د هغه ملي او ګټورو نظرياتو ته هم غلط رنګ او تعبير ورکوي، دا ډول اشخاص، چې اکثره يې زورواکي او د سياسي ډلو ټپلو غړي او مشران دي، د استاد يون نظريات خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته خطر بولي، نو ځکه يې په ټينګه مخالفت کوي. زه ددې شاهد يم، هر کله چې يون کومه ليکنه او مرکه کړې، نو دده پر وړاندې يې مثبت او منفي غبرګونونه دواړه راپارولي دي، منفي غبرګونونه اکثره وخت د هغو اشخاصو او ډلو له خوا وي، چې په تېر کړکېچن سياسي بهير کې يې ډېرې نامشروع ګټې ترلاسه کړي او ځانونه يې مطرح کړي دي.
مثبت غبرګونونه اکثره د ولس دمشرانو، روښنفکرانو او نورو مخورو له خوا وي، خو استاد يون په دغسې سختو اغزنو او تنګو شرايطو کې بيا هم خپل فرهنګي، سياسي او ټولنيز کار ته دوام ورکوي.
دا اوسنى فرهنګي کار، چې تاسو يې اوس په مسلسل ډول ګورئ، دا د تېرو شلو کلونو کارونه دي، چې له تېر يو نيم کال راهيسې پرې په منظم ډول کار شوى، اوډل شوي او دادى ستاسو مخې ته ايښودل کېږي، په داسې يو دولتي دفتر کې چې بوختياوې په کې ډېرې وي، د منظم او ستر فرهنګي کار سرته رسول اسانه کار نه دى.استاد يون پر خپلو فرهنګي کارونو سربېره د ګڼو فرهنګي ټولنو د غړي، همکار او موسس غړي په توګه هم خپل فرهنګي رول ادا کړى،په پېښور کې يې د دوو المان مېشتو فرهنګي ټولنو (دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې) او(د پښتني فرهنګ د ودې پراختيا ټولنې) د همکار په توګه د بېلابېلو ليکوالو په لسګونو اثار، ايډيټ او چاپ کړي دي. دغه راز يې په سلګونو کورنيو مشاعرو، ادبي غونډو او سيمينارونو کې ونډه اخيستې ده، خپله يې هم په لسګونو مشاعرې،سيمينارونه او علمي ورکشاپونه جوړ کړي دي.
سربېره پر دې، په يو زيات شمېر، ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې يې په ښه ډول د خپل هېواد استازي کړې ده.

د ماضي عشق مټکور پرهري اميد مړاوي اننګي سوى ګودر د سيند په منځ کې د جنګ باج د اسرافيل شپېلۍ مېږتونخور کاڼو ونه ژړلې يادګارونه يادګارونه د احساس لوخړه سندرغاړي ارام سمندر ته د خوږو مکر د اوښکو سمندر له جېل نه... ګيله د وينو رود نيل لېوني کليزه اوښکه او خندا ارمان ستوري لمرونه
بېرته شاته