لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ښاغلي حاجي پير محمد کاروان شعرونه

 

نه پوهيږم چې څومره شاعر يم او څومره نه . زه چې اوس د خپل تير ژوند په خاص ډول د ماشومتوب شېبې را يادوم ، نو خپل ځان له اوس نه زيات په ماشومتوب کې راته ښه شاعر وبريښي . همدا اوس هم د اوسنيو شېبو ، تراژيديو ، خوښيو او ښکلاوو د ښې انځورونې لپاره د خپل تير ژوند په تيره بيا د ماشومتوب رنګينې شېبې په پور را اخلم او د خپل شعر د کورګي سندريز ديوالونه ترې جوړوم . په ماشومتوب  کې چې د تورو او کلماتو خاپيرۍ مې په حکم کې نه وې ، نو د ماشوم شاعرانه کيفيت  خو مې په حکم کې و . د ښا پيريانو کيسې مې دومره ريښتيا ګڼلې چې د شپې به مې په خوبونو ليدې . په خپل ماشوم ذهن او خيال کې به مې يوه ښاپيرۍ جوړوله  او ما به وې چې د اوسپنې څپلې به ورپسې زړوم . په ځنګل کې يو ناست ملنګ به اسم اعظم را ښيې ، دعا به راته کوې او بيا به د ښاپيريو جامې په لاس راځې .
په ماشومتوب کې له فطرت او تخيل سره له تصنع او عقل نه پاکه مينه کيږې او همدا مينه د سړي راتلونکې هم جوړوې .
کورنی چاپيريال هم د ماشوم په راتلونکي اغيز لري . که څه هم نه مې پلار شاعر و او نه مې مور شاعره وه ، خو بيا هم مور او پلار مې ماته ډير شاعرانه کيښتونه را بښلي دي .
زما د مور د ماشومتوب او ځوانۍ ټول ژوند په غمونو او تراژيديو کې تير وشی دی . تراژيدي مې له مور نه په ميراث وړې ده او تر ننه د تراژيدي هنر سره مينه لرم . تراژيدي موسيقې مې خوښېږي، تراژيدي فلمونه ، افسانې ناولونه او شعرونه مې خوښيږي . زما د مور څلور ورونه  يو په بل پسې مړ شوي وو . کله چې زه لږ غټی شوم ، نو مور به مې د نورو افسانو تر څنګه د خپلو ورونو د مرګونو کيسې راته کولې . له کيسې وروسته به مې مور وژړل  ، ما به مې مور ښکلوله  او زارۍ به مې ورته کولي چې بس دی ، مورې مه ژاړه . کله کله به مور د  خپلوورونو په ياد يوه نيمه لنډۍ په غلي اواز ويله . د مور اواز به پر ما خوږ لګيده او ما ته به يې ژړا راوسته  . ما مخکې وويل  چې زه په ماشومتوب کې په تورو او کلماتو لاسبری  نه وم ، کنه کنه ډير کيفتونه به مې د تورو او او کلماتو په زور شاعرانه کړې وای . يوه خاطره درته ليکم چې شعر ته ډيره ورته ده :
_ مور مې ددويم  پوړ په کوټه کې را ته ټال جوړ کړی و ، زه به په ټال کې زنګيدم . د دويم پوړ د کوټې  له کړکۍ نه به مې مخامخ غرونو ته کتل . مخامخ غرونه به هم زنګيدل  . زه نه پوهيدم چې دا غورنه څنګه زانګي ؟
کله به چې زه له ټال نه را کوز شوم . دوی به هم ځای پر ځای و دريدل . يوه ورځ نری نری باران وريدلی و . زه په ټل کې زنګيدم . نا څاپا مې مخامخ غرونو ته پام شو . د غرونو پر لمن د بوډۍ ټال ( شنه زرغونه ) غوړيدلی و . غرونه زنګيدل . ما له ځانه سره وويل چې دا به د غرورنو ټال وي او غرونه به په دې ټال کې زانګي . پر غرونو را خوره شنه زرغونه مې د غرونو ټال باله .
په همدې ډول له عجيبو شاعرانه کيفتونو سرا را لويدم . پلار مې ډير دينداره او امانتداره سړی دی . ډير وخت به په نيمه شپه کې د تهجد لمانځه ته پاڅيده . کله کله به يې زه هم له ځان سره پاڅولم .  دنيمې شپې چوپتيا او د ستورو ځلا به را باندې ډيره ښه لګيده . کله کله به يې په اسمان کې هغه نژدې شوي ستوري را وښودل  . يو ستوری به غټ  تک سپين و . پلار به مې ويل چې دا ليلا ده . بل ستوری به د سپين غټ ستوري نه لږ وړوکی او سوربخون رنګ يې و . پلار به مې ويل چې دا مجنون دی . دوی دواړه يو پر بل مين وو او دواړه د خدای په قدرتونو اسمان ته ختلي دي  . دوي په کال کې يو ځل سره غيږې ورکوي او که چا غيږ په غيږ يو ځای سره وليدل . چې هر سوال يې له خدای پاک نه وکړ ، سوال يې قبلوي . ما به هم په زړه کې ويل چې ښه که غيږ په غيږ يې ووينم . نو کوم سوال به له خدايه کوم ؟ سوال به مې نه خوښيده . په دې سوچونو کې به خوب وړی وم.پلار به مې د شاتو له مچيو سره ډيره مينه  لرله. کله به چې ژمی تير شو. زموږ کډې به د غرونو بانډو ته تلې . زموږ غرونه د څيړيو په ګڼو ځنګلونو پټ دي . ځيني د نښترو ځنګلونه هم لري . پلار به مې د ځنګل په لمن کې د اوبو پر غاړه د شاتو مچۍ څارلې. د اوبو غاړې ته به يوه يوه مچۍ راتله اوبه به يې په خوله کې اخيستې او د څيړيو په ځنګل به ور ننوته  . پلار به مې هغه ځای معلوم کړ . بيا به د څيړيو په ځنګل کې پسې ګرځيدو.
کله نا کله به مو څيړيو په يوه لويه ونه کې د شاتو د مچيو کور پيدا کړ . مچۍ به د لمر د وړانګو په غيږ کې لکه ګرځندې سپرغۍ د لويې ونې سوري ته ننوتې او ځينې به ترې راوتې . دا انځور اوس هم زما په ذهن کې ژوندی دی او اوس هم دا ښکلا په لفظونو کې نه شم نغښتلای . پلار به مې د څيړۍ لويه ونه د شاتو پسې سوری کړه  . تختې تختې شات به پکې وو . د شاتو د مچيو په ټوپکي کې به يې ګوتې وهلې يوې نيمې به پر ګوتو او لاسونو و چيچه ، خو د پلار به مې هيڅ چرت هم نه خرابيده . کله به يې چې پر مخ او يا د سترګو سره نژدې وچيچه . نو ماته به يې ويل چې دا لشې يې را وباسه . ما به لشې ترې  را وويستې . کله به چې زه د شاتو مچيو وچيچلم ، نو ما به ژړل . پلار به مې راته ويل چې ستنه يې درته ولګوله . دا د هر مرض دارو دي .پلار به مې د مچيو په مينځ کې يوه اوږده زرينه مچۍ پيدا کړه ماته به يې راکړه ويل به يې چې ورو ورو يې په ګوتو کې ونيسه دا ملېکه ده او چيچل نه کوي . ما به ملېکه ورو په ګوتو کې ونيوه . څومره  پسته وه  . زړه به مې يو ډول پرې خوږ شو . پلار به مې د واسکټ له جيبه کوچنۍ بياتي را واخيسته  او د ملېکې وزرونه به يې يرې کړل . بيا به يې د شاتو کندو ته واچوله . د شاتو د کندو سر به يې خلاص پرېښود . مچيو به د شاتو د کندو پر سر ګرځنی کول او ډلې ډلې به د کندو ګيډې ته ورننوتې . په يوه شېبه کې ټولې مچۍ د شاتو کندو ته ننوتې . د شاتو د کندو سر به يې وتاړه . د مچۍ له کور نه به يې د شاتو تختې را پرې کړي . ماته به يې يوه کوچنۍ تخته شات را کړل . چې دوه دري ټوټې به مې وخوړل . موړ به يې کړم . يوه شيبه وروسته به شاتو تږی کړم . د ځنګل په لمنه کې به پر يخه چينه څملاستم او يخې اوبه به مې وچښلې . پلار به مې له شاتو ديګی ډک کړ او له ځنګله به رووان شوو. پر لاره به خوشحاله خوشحاله را تلو . زما مخ به د شاتو  د مچيو له لشو نه پړسيدلی و ، سترکې به مې تنګې شوې وې . پلار به مې مخ ته هنداره راته ونيوه . ما به د ځان پورې خندل . د هر څه په باره کې به مې له پلاره پوښتنې کولې. له پلاره به مې پوښتنه وکړه چې د شاتو مچۍ شات څنګه جوړوي ؟ پلار به مې راته وويل : مچی ګلان په څانګو کې راوړي . دننه په صندوق يا کندو کې يې پاڼې پاڼې ږدي . د ګلونو د پاڼو د پاسه ملکه ورو ورو ګرځي . له کومو ګلپاڼو نه چې ملکه تريږې ، هغه ګلپاڼې په شاتو بدليږې.
زموږ د کور په هره کوټه کې دوه يا درې د شاتو صندوقونه چې موږ يې ټمبکي بولو وو . زموږ کورته به له سهاره تر مازديګره  مچيو په وزرونو کې رنګا رنګ ګلان راوړل . ګلپاڼې په څانګونو کې مچۍ ډيرې ښکلې ښکاري . زه د دويم پوړ په کوټه کې ويده کيدم .، او زما کټ د شاتو د مچيو له ټمبکي سره جوخت ايښی و . د شپې به مې له کړکۍ نه د ستورو ډک اسمان کوت . د ليلا او مجنون ستوري به مې کتل چې څومره سره نژدې شوي دي ؟ بيا به مې د شاتو د مچيو زمزمو ته غوږ کيښود .
کله کله به مې د ټمبکي تخته ورو په څپيړه ووهله . د شاتو دمچيو زوږ او زمزمې به لا پسې ډيرې شوې . ما به زړه کې ويل چې اوس به په ډيرو ګلپاڼو له پاسه  ملېکه تيره شوې وي او اوس به ډيرې ګلپاڼې په شاتو اوښتې وې . په زړه کې به مې را وګرځيدل ، کاشکي زه د شاتو ملېکه وای چې ګلپاڼې مې په شاتو بدلولای.
پلار مې د شاتو د مچيو په باره کې دا هم راته ويلي وو چې دوی ډيرې اصيلي دي . په کوم کور کې چې بې دينې او بې اتفاقي راشي اويا ظالم پاچا پر وطن واکمن شي ، نو دوی له هغه کوره ځنګل ته ځي . د شاتو  مچيو د ښکلي پيغمبر(ص)  د ژړا تاب نه درلود . د پيغمبر  (ص ) اوښکې يې وځبيښلې او لوی خدای (ج )  د شاتو جوړول پرې ولورول. پلار مې ويلي وو چې د شاتو د مچيو د ساتلو لپاره بايد په زړونو کې پاکي او تقدس وساتو . دا خبرې مې  له پلاره اوريدې او زما په ياد کې پاتې کيدې ؟ زما د ژوند شېبې لکه ګلپاڼي په غيږ کې مچۍ تيريدې . او اوس نو زه زلموټی شوی وم او ورو ورو د بلوغ درشل ته ور نږدې کيدم . اواز مې لږ ډډ شوی و . خو لا تر اوسه مې هم هغه ډول خوبونه نه وو ليدلي چې د بلوغ په باب مې په منيه المصلی کې لوستي وو . يوه ورځ مې پلار د مچيو د ټمبکې ( کندو ) تخته خلاصه کړه . د شاتو د سپينو تختو د پاسه تورې مچۍ ګرځيدې . په يوه لويه سپينه تخته کې دوې غوټې وې . پلار مې ويل په دې هره غوټه کې يوه نوې ملېکه اوسيږې . که چيرې دا غوټې داسې پاتې شې په دې کور کې به دوې نورې ملېکې هم پيدا شې  او بيا به  د دې کندو نظام خراب کړې . نوې را پيدا شوې ملېکې به يو يو ټولی مچۍ له ځانه سره وباسي او دا کندو به کمزوری شي. پلار مې چاړه را واخيسته . په داسې احتياط يې غوټې غوڅې کړې چې په غوټه کې د ملېکې چينجی زخمې نه شي . پلار مې د کندو له تختې نه را تويه شوي خاوره لمده کړه  . لمدې خاورې خوږ بوی وکړ . پر ما د شاتو بوی او د لمدې خټې بوی ډير خوږ لګيده. پلار مې د کندو پسې تخته بنده کړه . د تختې پر درزونو يې لمده خاوره وموښله.
يوه اونۍ وروسته د همدې ټمبکې له سوري ګڼې ګڼې مچۍ راوځي او په هوا کې ګرځني کوي . له ټمبکې نه يو لوی ټولی مچۍ راووتې . مچۍ په هوا کې تاويدې . غوښتل يې چې دهغه لرې ځنګله په لوري لاړې شې خو پلار مې د هغوی مخه ونيوه . دوړو شګو ګوزارونه يې پرې وکړل.
مچۍ يې زمونږ له کور سره نژدې د توت ونې ته وګرځولې.  مچيو د توت په يوې هسکې څانګې پورې ټوپکی جوړکړ . يوه مچۍ د بلې مچې پورې نښتې وه . د لمر شغلې پرې لګيدلې او دوی وزرې رپولې . ډيرې ښکلې بريښيدلې . کله به باد ټوپکی و ښوراوه . ما وی چې اوس به د ماشومانو د شګو د کوټنۍ غوندې د مچيو دا کور هم ړنګ شې . خو نه پوهيږم چې ولې نه ړنګيده . پلار مې له وچ او تش کدو نه جوړ شوی د مچيو د را ايساريدلو لوښی د ځان سره توت ته وخيژاوه . زه هم توت ته پاس ور وختم . پلار مې د ډيرو مچيو په منځ کې ملېکه لټوله . تر لږې شېبې لټون وروسته يې د شاتو ملېکه پيدا کړه . ورو ورو په ګوتو کې ونيوه . ماته يې وويل چې له جيبه مې بياتې دروباسه . ما يې له جيبه بياتې راوايسته  او د ملېکې وزرونه مې پرې کړل . پلار مې ملېکه له کدو نه جوړ شوي تش لوښي ته واچوله .  بيا يې ورو ورو په لپو لپو مچۍ  تش کدو ته پسې ور واچولې . د مچيو ډک لوښی يې له ځان سره را کوز کړ. د نوې ملېکې دا لوی ټولی مچۍ يې په يوه بله تشه تومبکه کې سمبال کړې . څو تختې شات يې هم ورته کيښودل . چې څو دوي خپل شات جوړوي . په دې شاتو به څو شپې ور تيرې کړې . ما مې له پلاره پوښتنه وکړه چې تا خو څو ورځې وړاندې په هغه ټومبکه کې د ملېکې دوې غوټې غوڅې کړې، نو دا دريېمه ملېکه له کومه را پيدا شوه ؟ پلار مې په خندا کې راته وويل چې: دا ملېکه ما پريښې وه . ځکه چې هغه ټمبکه ډيره زوروه وه  ما وې چې بله ټمکه هم ترې جوړيدای شې . په دې ﻻ دوې ورځې پوره نه وې تيرې  . هماغې اولنۍ ټومبکې بيا شورش وکړ . يو کوچنی ټولی مچۍ ترې را بيلې شوې او نژدې ديوال پورې پنډې شوې . پلار مې ملېکه پکې ونيوه . دا ځل يې وزر پرې لنډ نه کړل . ماته يې راکړه او راته يې وويل چې په ورغوي کې يې ورو ، ونيسه چې درنه مړه نه شې .ځکه چې د ملېکې مرګ د يوې پاچاهۍ مرګ دی . ما ملېکه په ورغوي کې ورو ونيوه . زما په ورغوي کې يې ورو وزرونه رپول . د وزر د رپولو سره يې ان زما زړه تخناوه . پلار مې راته وويل چې دا ملېکه يوسه او د غنمو په شنه کرونده کې يې خوشې کړه . زما په زړه کې يوې پوښتنې غځونې کولې . پلار مې نور څه هم راته ويل . خو ما نورو ويلو ته پرې نه ښود او ترې ومې پوښتل : پلاره تا هغه ځل ويل چې هغه بله ملېکه ما پرېښې وه چې نوی کور جوړ کړې . نو دا ملېکه ولې نوي کور جوړولو ته نه پريږدې ؟ پلار مې مسکی شو . ويې ويل چې ته څومره ډيرې پوښتنې کوې . بيا يې په ځواب کې راته وويل : ځکه چې يو خو دې ملېکې ډير کم شمير مچۍ له ځانه سره ملګري کړې دي . يعنې يو پاچا بايد ډير رعيت ولري . او ددې ملېکې رعيت ډير کم دی . بله دا چې هغه پخوانۍ ټمکه کمزورې کيږې . ددې ملېکې غوټه ما نه وه ليدلې. کله کله د ملېکې غوټه په پټ ځای کې وي. له سړي نه پاتې شي .زما د پوښتنې ځواب وشو . اوس نو زه په خوشحالی له کوره را ووتم . ماته ځان ډير غټ برېښيده.ځکه له ما سره د مچيو پاچا ملګری شوی و . زه د غنمو تکې شنې کروندې ته ورسيدم.په يبلو پښو په تکه شنه کرونده ور ګډ شوم . شنه او تنکي غنم زما په چاودو او يبلو پښو زخمي شول او خوږ بوی يې په هوا کې خپور شو . دا بوی هم د شاتو او لمدو خاورو په څير پر ما خوږ ولګيد . ورو ورو مې ورغوی پرانيست. اوږده زرينه او وريښمينه ملېکه مې په ورغوي ګرځيده. ورزونه يې هم جوړ وو.خو خدای زده چې ولې نه الوته .زما ډير زړه پرې وخوږيده.ورغوي ته مې ورو پوکی ور وکړ او په پوکي سره مې د شنو غنمو غيږې ته والوزوله  . کور ته په خوشحالۍ راستون شوم .بيا مې له پلاره پوښتنه وکړه چې ولې دې ملېکه له کوره شنې کروندې ته را باندې يوړه ؟ پلار مې بيا په مسکا کې راته وويل : ځکه چې له کوره او  نورو ټمبکو لري وې . که دلته نژدې مو ازاده کړې وای،بيا به کومې ټمبکې ته ننوتلې وای او يوه جوړه پاچهي به يې خرابه کړې وای . بله دا چې د ملېکې مرګ لويه ګناه ده . بس د پاچا مرګ دی .ما وې چې ملېکه ډيره تنکۍ وې په شنو او تنکيو غنمو کې به بل سپيره ځای نه خوشحاله وي او تر ټولو لويه ارزو مې دا وه چې ګوندې د مچيو يو داسي لښکر پرې راشي چې ملېکه يې مړه وي او يايې ملېکه نه وې ، نو دا به يې ملېکه شي او ورانه پاچهي به پرې جوړه شي.
زه اوس هم داسې انګيرم ، چې زما د شعرونو او سندرو لفظونه هغه مچۍ دي چې د ښايست او شعر په شنه کرونده کې يې زرينه ملېکه ورکه کړې ده . زه تل ددې زرينې ملېکې په لټون کې لالهانده ګرځم زما همزولې ښاپيرۍ راته ويلي دې چې دا ملېکه ما ليدلې ده ما هم د خپل خيال او خپل شعر د ښاپيرۍ لمن نيولې ده . د خيال او ښکلا په ډيرو جزيرو يې وګرځولم، خو لا مې موندلې نه ده . تر هرې پلټنې وروسته ښاپيری کټ کټ وخاندي او د يو نوي پړاو د پلټنې بلنه راکوي . کله کله مې شک پيدا شې چې هسې نه ملېکه زما د همزولې ښاپيرۍ په ورغوي کې وي . که خدای کول سبا به د ښاپيرۍ ورغوی پرانزم . ګوندې زرينه ملېکه په لاس راشي او د سندرو يوه کوچنوټې پاچهي راته جوړه کړې .

په مينه
کاروان

غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل پسرليه راشه راشه ديوچاغوندې سندره غزل غزل لږ راتم شه لارویه ! لکه زېړه زرغونه یو شاعر وژنمه یو قتل کوم ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې شین همځولی په ټپو یې ژبې واکړئ شاعر ته لیک د ځنګل ښكليه څاروان مې شه كاروان به دې شم غزل غزل وېره غزل غزل غزل غزل زړه غزل د اوښکـو ډيـوې دشمعو کرونده تږی غوښتنه سـاقي تـه د لته د ياقوتو چينه د درد سکه ځانه ستړى معشوقه غزل مـنمه څلوريزه د لوی خدای په نامه غزل غزل راشه يو وار راشه سپرليه لږخوراشه ا سويلي
بېرته شاته