لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه
 
ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی

نوم يې عبدالروْ ف تخلص يې قتيل او په قام خوږياڼى دى او له همدې كبله له خپل تخلص سره خوږياڼى يو ځاي ليكي. پلار يې محترم محمد سرور دى او په ١٣٠٨ ل كال د خوږياڼيو په كږه كې زيږيدلى دى .لومړنۍ زده كړې يې د كږې په لومړني ښوونځي او ثانوي او لوړې زده كړې يې د پغمان د شرعياتو ابو حنيفه مدرسه او د شرعياتو په پوهنځي كې ترسره كړې دي.

دى په مدرسه کې زده کوونکى و، چې له شعر او شاعرۍ سره يې نه يوازې مينه وه، بلکې مدرسې په کنفرانسونواو سټيچ ډراموکې به يې هم گډون کاوه. ان ، چې په يوه کنفرانس کې يې د سيدالمرسلين د هجرت پېښه يوه منظومه کې ليکلې او په يوه کنفرانس کې يې د کنفرانس د تنظيموونکي ښاغلي جمال عمار مصري ښوونکي له خوالومړۍ درجه جايزه و گټله او د عظيم الشان قرآن تفسير د جايزې په توگه ورکړ شو، چې بيا يې هماغه شعر د محترم محمد هاشم مجددي له خوا عرفان مجلې ته ورکړ شو. له چاپ وروسته د ((افندي )) صاحب له خوا ، د مجلې مدير و، د وخت لوړه جايزه ٣٥٠ افغانۍ ور کړ شوې. دغه جايزه د هغه وحت د ټيټ رتبه مامور له مياشتنۍ تنخوا سره برابرا وه .

دغه راز قتيل خوږياڼي د اميه بن خلف په ډرامه کې ، چې مصري ستر ليکوال او په پغمان کې د شرعيه علومود مدرسې استاذجمال عمارليکلې او تمثيل کړې وه، خپل رول په غوره توگه لوبولى ، چې له هماغه وخته يې له ډرامو او افسانو له ليکلو سره مينه پيداشوې او تر اوسه يې شل افسانې او لس ډرامې ليکلي دي. يوولس افسانې يې د ارمان په ټولگه کې چاپ شوي او ډرامې يې خورې ورې په کابل مجله، اصلاح او انيس ورځپاڼو کې چاپ او خپرې شوې دي.

قتيل خوږياڼى په هنري او فوكلوري ادبياتو كې لوى لاس لري او په ډرامو كې يې انتباهي او انتقادي پله ډېره درنده ده

ده دکږې د لوى ولسوال ارواښاد عبدالقادرد ولسوالۍ پر مهال ((بدرگه)) نومى ډرام پر ستيج او دريځ ولوباوه، چې په خپله يې په کې د سود خور رول لوبولى دى. ددغه رول په سرته رسولو کې دومره جالب او بريالى و، چې په نندارچيانوکې يو سړى پرې تر دې بريده احساساتي شو، چې يو ناڅاپه يې ورته له خولې ښکنځلې ووتې .

قتيل خوږياڼى هغه وخت، چې د ننگرهار د عالي ليسې تدريسي مرستيال او د پښتو ادبياتو استاذ و د جلال آباد د ښار والۍ په سينما كې يې ننگرهار ننداره د ارواښاد گلشاه ساپي په مرسته جوړه كړه، چې دى د ننگرهار نندارې موسس هم دى او دلته به يې خپلې ډرامې تمثيلولې، چې ساير هراتي هم ورسره كار كاوه.

د ((جامعې مکروب)) ډرامه يې، چې په ((ننگرهارننداره)) کې له ښاغلي ساير هراتي سره يو ځاى نندارې ته وړاندې کړه؛ د وخت والي په ١٣٣٩ ل کال بندي کړ، چې د والي په تبديلېدو او د تنظيمه رييس په توگه د مرستيال خان محمد خان په مقررېدوپه لومړۍ شېبه په ١٣٤٠ ل کال کې له بنده خوشې شو.

دى مجبور شو چې ځان د ابن سينا ليسې ته تبديل كړي. د خپل ماموريت لومړي لس كاله يې په معارف كې د ښوونكي، سرښوونكي او مفتش په توگه كار كړى او په ١٣٤٢ ل كال د پښتو ټولنې د زيرې د اوونيزې د مدير او بيا د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې رياست، د پوهنې د مجلې مدير او چلوونكى ټاكل شوى دى .

په ١٣٤٣ ل كال د اطلاعاتو او كولتور وزارت په وړانديز هغه وزارت ته تبديل او د هېواد ورځپاڼې د تدقيق او څېړنې د مدير په توگه يې په كار پيل وكړ، د ١٣٤٧ ل كال د سنبلې په مياشت كې د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او كولتور د لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې د مسوول چلوونكي په حيث مقرر شو.

په١٣٥٠ ل كال كابل ته تبديل او د اصلاح ورځپاڼې د پښتو څانگې د مدير په حيث وټاكل شو.

د ١٣٥١ ل كال په وروستيو مياشتو كې د دوه يم ځل له پاره د ننگرهار د اطلاعاتو او كولتور د لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې د مسوول چلوونكي په توگه مقرر شو.

په ١٣٥٣ ل كال د فراه ولايت د اطلاعاتو او كولتور د مدير او د سيستان جريدې مسوول چلوونكى شو او د ١٣٥٤ ل كال د عقرب په مياشت كې د كندز د اطلاعاتو او كولتور د مدير او د كندز جريدې د مسوول چلوونكي په توگه وټاكل شو، چې دا دنده يې تر ١٣٥٦ ل كال پورې تر سره كړه.

په همدغه كال د جمهوريت د اخبار د پښتو د تدقيق مدير او وروسته د هيواد ورځپاڼې مرستيال او د ١٣٥٩ ل كال د سنبلې په مياشت كې د انيس ورځپاڼې د مسوول مرستيال په توگه وټاكل شو. بيا د هېواد ورځپاڼې د ادب او فرهنگ د څانگې مسوول شو. په هيواد كې يې مافوق رتبې ته ترفيع وكړه او بيا په (١٣٧٩ ل) کال کې تقاعد وركړ شو.

لومړى شعر يې هغه وخت ويلى، چې د علامه سيد جمال الدين افغان مزار له تركيې نه كابل ته راوړل شو. د ده په خپل اواز له كابل راډيو څخه خپور شو او لومړنى شعر يې د ننگرهار په ورځپاڼه كې په ١٣٢٨ ل كال كې چاپ شوى، چې مطلع يې دا وه:

د وطن خدمت كومه څومې ساه وي په بدن کښې

ورنه سر قربــانومه څومې ساه وي پـه بدن کښې

د ده كتابي اثار

الف : چاپ شوي اثار :

١- دوه ياران ناول په ١٣٣٦ ل كال د اتحاد مشرقي د ادارې له خوا چاپ شويدى.

٢- ارمان د لنډو كيسو ټولگه ده ،چې د اطلاعاتو او كولتور د وزارت له خوا يې د ١٣٤٣ ل كال د كانديد شويو ادبي اثارو په جمله كې د رحمان بابا دوه يمه درجه جايزه گټلې او د خپرونو د لوى رياست له خوا په كتابي بڼه په همدې كال خپور شويدى. او بيا په دوه يم ځل په ١٣٨٤ ل كال په پېښور كې چاپ او خپور شو

٣- ټنگ ټكوردتغزلي شعرونو ټولگه ده، چې د ننگرهار د اطلاعاتو او كولتور د لوى مديريت د ننگرهار ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده.

٤- انقلابي نغمې د شعرونو ټولگه ده ،چې په ١٣٥٩ ل كال کې د ليكوالو او شاعرانو د اتحاد يې له خوا چاپ شوې ده.

٥- دا حسن دا لمبې شعري ټولگه په ١٣٧٠ لكال د اطلاعاتو او كولتور وزارت د كتاب چاپولو د موسسې له خوا چاپ شوې ده.

٦- ارماني رازونه، شعري ټولگه ده ،چې په ١٣٧٤ ل كال د ليكوال په خپل لگښت په پېښور كې چاپ شوې ده.

٧- ادبي ليكونه د نثري ادبي ليكونو ټولگه ده، چې په ١٣٨٢ ل كال په پېښور كې د ختيځ بيا رغونې ادارې (كور) له خوا چاپ اوخپره شوې ده.

٨- گلان د ښاغلي نوابي د كتاب ژباړه ده، چې داريك كتابتون له خوا خپره شوې ده.

ناچاپ اثار:

1- د پښتو لغوي پانگه: د زيري په جريده او ننگرهار مجله كې پرله پسې خپره شوې ده.

2- ادبي موضوعگانې په زيري، ننگرهار او كندهار مجله كې پرله پسې د ١٣٣٦ ل كال څخه را په ديخوا د مقالو په بڼه خپرې شوې دي.

3- سندريز پيغام: شعري ټولگه

4- د محبت پيغام: شعري ټولگه په دوه ټوکونو كې.

5- د وحشتونو ننداره: شعري ټولگه.

6- فرياد: د شعرونو ديوان د الفبا په ترتيب راټول شوى دي.

7- خاطره: شعري ټولگه.

8- ملي دردونه: حماسي او وطني شعرونه

9- د جونگړې ملنگ: د ډرامو ټولگه

10- د غزلونو كليات: لومړى ټوك شعري ټولگه

11- جرس شعري ټولگه

12- لوڅه څنگل: ناول

13- څلى او نرخونه په پښتو ادب كې : د پكتيا په مجله كې پرله پسې خپاره شويدي او په سوونواو زرگونو مقالې او سرمقالې، چې په ورځپاڼو، جريدو او مجلو كې خپرې شوې دي.

غزل روژه؟ غزل غزل نظم مورې! خټك بابا ښه دی غزل پېژني له جنگ سره جنگ غزل غزل غزل غزل غزل غزل
بېرته شاته