لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ارواښاد خاطر افريدي شعرونه

د خاطر  خپل نوم مصري  خان  وو. په قوم ذخه خېل   او  پۀ تپۀ  د خېبر  سدوخېل وو.  خاطر پۀ کال  1929 سنۀ کښې  د  اکبر خان پۀ  کور  کښې  پېدا شوی وو، او  په کال 24، اګست  1368 سنۀ پۀ  حق  رسېدلی ؤ. ده د يو اوږده رنځ ( دق) سره لس يولس کاله  سخته مقابله ؤکړه.

کله چې خاطر و 17 کالو خواه  و شا پۀ  عمر کښې ؤ ، پۀ دې وخت  کښې دحاکم  شاه  باصر د لواړ ګې  پۀ  بازار  ګښې  د قهوه خانې  د کان  ؤ. او  خاطر  ورسره  پېژند ګلو کړې وه زۀ  به هم  د باصر قهوه خانې  ته تلم، چي  يوه ورځ ئې  د خاطر پېژندګلو  زما  سره  ؤکړه - د خاطر نه مې  څه کلام واورېدو  بحرئې سم ؤ- د لوبو ، نيمه کو او قيصو ځني بندونه ئې ياد کړي وو.

مصري خان خاطر  په اول  کښي لوستي نۀ وو د خپل استاد لعل  زاده ناطر  شينواري نه ئې ليک لوست زده کړل   شاعري ئې  په وينه کښي راوړي  وه  خو د ناظر اصلاح  اخستې وه.

خاطر  أفريدی  او د پښتو  غزل  سره څه  داسې يو تر بله  شوي ده. چې د غزل د ټکي سره سم د خاطر  نو په ذهن  کښي  راځي . دا نوم  او دامقام  د پښتو غزل د سفر  په داسي پړاوخور سوي دی  چرته نه چې  د غزل  د ځوانۍ د شعور  ډېرې لارې  ګرځې.

 د پښتو د ځوانۍ غزل بابا ستر امير حمزه خان شينواري د پښتو  په ادبي ثقافت کښې غزل د ځوانۍ  تر دي  حدونو  راوستو ډېر  رياضت  کړي دي . او  په هغه  ادبي تهذيب  کښې ئې غزل  ته مقام  ورکړي دي ...

غزل راشه په کوڅو کې بيا دې سحي نکړم په خوشحال خټک باندي ته به ګرځې داسې ښکلی دا ستا په سترګو څو به له دې
بېرته شاته