لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
اغلۍ ځلا دولتزۍ لنډه شعرونه

((زه د ډېرو هغو خلکو برعکس چې مينه د ژوند مالګه ګڼي شعر د ژوند مالګه ګڼمه))
دا د نړۍ د دې ګڼې د شاعرې آغلې ځلا دولتزۍ خبره ده 
ځلا دولتزۍ د سرور خان دولتزي لور په ١٣٧٠ لمريز کال د لومړي ځل لپاره د نړۍ رنګ پر سترګو ليدلى ،هغه له آره د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده خو اوسمهالى ژوند يې د ننګرهار په سنديز او شاعر پاله ښار کې تېريږي.
ځلا سره له دې چې په سيمه کې په لويه کچه د يوې خوږ غږې او ډېرمينه والې وياندې په توګه پېژندلې کيږي خو له دې سره خوا کې شاعره هم ده او په خبره يې د دې هنر يوازينى لامل يې له شعر او شاعرۍ سره بې کچې ځانګړې مينه ده.
ځلا د شعر او شاعرۍ تر څنګ د ښوونځي زده کوونکې ده،او همداراز د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې هم ترسره کوي،د شعر او شاعرۍ د کتابونو لوست او په ننګرهار ملي راډيو تلويزون کې د وياندې او پروډيوسرې په توګه د دندې ترسراوى يې هم د ورځينيو بوختياوو له ډلې دي،ځلا که په دې دومره ډېرو شاعرانو کې بازمحمد عابد او اجمل اند د خپلې خوښې وړ شاعران ګڼي خو خپله مور بيا هغه څوک ګڼي چې پرې د نړۍ تر ټولو ډېره ګرانه څوک ده.
نوموړې د يو شمېر غزلو او نظمونو د ليکلو تر څنګ لنډې کيسې هم ليکي په دې هيله چې   لکه د وياندۍ د ترسره کوونکې چارې په شان يې د شعر په اسمان کې هم په رڼه توګه وځليږي

غزل
بېرته شاته