لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ارواښاد ملنک جان شعرونه

ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال  د ننګرهار دبهسودو  په چميار كلي كي وزيږيد٠    

پلار يي  ملك عبدالشكور  نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم  پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم  دناوړو   دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠

صلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو

په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠

اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠

شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠

بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠

پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠

پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل  راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠

ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه 

چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان  ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠

د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک  لوست لپاره  يو ښونکی و ګوماره او له هغه  څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠

چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده  کاوه٠

له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه  اود  ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت  اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠

افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠

چې  وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او  دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر  ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠

دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي

چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي

څه پېژنم رايادوئ د ميرويس خان وختونه مقام مقام مقام اي وطنه ستاپه عشق کي غزل چې بې ننک اوبې پښتو وي مقام بې غم کله د ازادۍ شمال ما درته پېشکش ملنګ شم ورځ مــــــــــې شــــــــــــوه لوګی شمه له تانه وژنی مې خپل ورور ژړوي مــې لــکــه شــمــعــه غزل
بېرته شاته