لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ښاغلي بشير احمد ګواښ شعرونه

بشير ګواښ د ١٩٨٢ کال دفرورۍ په څلورمه نېټه د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په خويزو(خواجه زى) کلي کې دوکيل صېب حاجي روح الامين بشير په علمي کورنۍ کې زيږيدلى دى. هغه، چې کورنى نوم يې بابک دى، د خپل مور پلار په نهه اولادونو کې پنځم تن دى.
بشير ګواښ د شاعرانه فطرت د درلودلو او په خپل کورني غني کتابتون کې د مطالعې له کبله له لومړي سره د ادب او ليکلو سره مينه پيدا کړې وه او دغه مينه به يې په ښوونځي کې د مشاعرو او ادبي ناستو د جوړولو او اوډلو په ترڅ کې په  زبات رسوله. که څه هم بشير غوښتل چې خپلې لوړې زده کړې په ژورناليزم او ياهم ادبياتو کې پوره کړي خو د وخت د غوښتنې سره سم يې د غاښونو طب ولوست. نوموړي د خبر او ادب سره اړيکې ماتې نه کړي او د زده کړې پر مهال يې د مشرق مجله چلوله او د سولې او جنګ راپور ورکوونکې نړيوالې ادارې سره يې خبريالي هم کوله. د زده کړو له پوره کولو وروسته هم په ژورناليزم کې پاتې شو. نوموړى که څه هم هيڅکله د رنځيدلو غاښونو درد ته درمل نه شوخو د ژورناليزم په ډګر کې يې د خداى ورکړې وړتيا له برکته د پژواک خبري آژانس او څانګې مجلې له لارې ډېرې ستونزې او ريښتينولۍ راوسپړلي.
بشير ګواښ نه يوازې سپين سترګى او زړور ژورناليست دى بلکې يو ډېر خوږ طنز، لنډه کيسه او ناول ليکونکى هم دى. شاعري يې بله هغه وړتياده چې خپل دردونه پکې زمونږ مخې ته ږدي، پخپله هم ورته ژاړي او نور هم ژړوي.
د هغه ټوله شاعري د هغه شاوخوا چاپيريال انځوروي.که څه هم بشير هر وخت موسکى او خندان ښکاري خو د مور مرګ او ځينو نورو ناوړه دودونو چې هغه څومره کړولى او دردمن کړى دى، د هغه په شاعرۍ کې يې ليدلى شو، ښايي همدغه درد يې زړه دومره نازکه کړى دى چې په نه خبره مروريږي، ژاړي او غصه کيږي خو هيڅکله کينه په زړه کې نه ساتي.
نوموړى چې د تېرو پنځوو کلونو په شان اوس هم د ژورناليست په توګه دنده ترسره کوي، د ((ستا ياد، زما ملګرى)) سربېره يې څو نورو هنري کتابونه هم چاپ ته سترګې پرلاره دي.


د بشير د ښو ډېرو برياليتوبونو په هيله
جاويد هميم
کابل، افغانستان

زما خوږه مور بې موره يم که ته راشي ګوړه چې له هرې ډډې.. غاړه راکوي له دې معلومه شوه غزل درپسې وژاړم
بېرته شاته