1

افغانیت

 

2

ا ی ګرا نو ما شومانو

 

3

ای زما وطنه

 

4

 د ا لله مينه

 

5

دنيا شوله بدله

 

6

حقيقی  مينه

 

7

انسا نيت

 

8

نه  دی  افغانيت  

9

شکایت

 

10

طوطی دافغانستان

 

11

غوږ شه ته کـــــــــرزیه

 

12

مسلمان به مې وژنې

 

13

تش په نوم مسلمان

 

14

ټـــــــــولــــــــــې ژبې

 

 

 

 

 

 

دښاغلی سليمان شاه صوفی ژوندليک

ښاغلې سليمان شاه صوفی زاده د شهيدډاکتر محمدشاه صوفی زاده زوی په ۱۳٥٢ لمريز کال  کښی دکابل ولايت دبګرامی ولسوالی دبتخاک په کلي کې زيږيدلی دی .

 لومړنی او منځنی زده کړې يې دپېښور په بېلابېلو ښوونځيولکه : دمدينه المنوره دارالايتام،دحضرت عمرفاروق (رض) عالی ليسه او الانصارماډل سکول کښی، اولوړې زده کړې يی دحضرت خالدبن وليد(رض) په معهد کښی داسلامی علوموپه برخه کښی په عالی درجو سره سرته رسولی دی.

د١٣٧٧ لمريز کال راهيسی په هالند کښی دمسافرت ژوند تيروی او سره له دی چه دخپلی پلرنی ټاټوبی څخه لری اوسيږی،دوطن مينه يی دبدن په رګ رګ کښی مستی کوی چه په هيوادکښی او دهيواده څخه بهر په بيلابيلو مطبوعاتی څانګو کښی يی شعرونه او مقالی دوطن سره دزياتی مينی بيلګی دی.

دښاغلی سليمان شاه صوفی زاده دبعضی شعرونونه چه خپله يی کمپوز کړی هم دی دهيواد بعضی سندرغاړی سندری هم جوړی کړی چه په همدی ويب پاڼه کښی دساغر پويان دوطن په نوم سی ډی  يی يوه ښه بيلګه ده.

شعر ليکنه يی د١٣٧٣ لمريزکال راهيسی چه دژوند دټولونه زياته سخته او دکړاوونونه ډکه دوره وه ،پيل کړی چه دژوند لومړنی شعر (شکايت) يی هم دژوند دحالا تو ښکاره څرګندونکی دی.

په نژدی راتلونکی کښی به يی د(حق ويل ګناه نده) په نوم دشعرونو ټولګی خپره اوګرانو هيوادوالو ته به وړاندی شی .

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.