|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
غزل بېګاه خو وکړه راته ستورو د لــــــــوګــــــــــــرو کیسه زمــــــــا د ښــــــکلي وطـــــــن لـــــــرې مساپرو کیسه
د حسن خال یې ورتـــــــــه وړی د ښکـــــــــاري مرمیو ځـــــالـــــــــې دي ورانـــــې په ژړا شوه د کوتروکیسه
وایي چې نه مري د قاتلو لـــــــــه کـــــــــوڅـــو راغلي داسې یې وګڼه جــــــانـــــــانــــه د کــــــــوډګرو کیسه
څومره سخت زړي دي د خپلې مورپښې پءې کوي د هوسۍ خوله کې وچه شــــــــوې د نښــــترو کیسه
مایې قامت د سیوري ولید چې لــــــــه غره نه دنګ و دلته کېدله په دې کلي کـــــــــــــې د زغـــــــــرو کیسه
خدایه دا څومره توپـــــــــاني بــــــــــادونه راغلل دلته اوس خو څوک نه کـــــوي پـــــه لاره د ګور ګرو کیسه
موږ یې د هیلو په غــــــوټیـــــــــــو کې ماښام تېر کړی د سین څپو کې هم اوس نــه شـــــــــته د سندرو کیسه |
|||||||||
![]() |
|||||||||
|
|||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||