کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

ستړې مينه

ته که جفا راکوې زه به وفا لټوم
د خپلې مينې ياره ورانه دنيا لټوم
 

گڼو دوکو باندې دې ډېر غولولى يمه
ستا د سبا طمعې ته خپله رڼا لټوم
 

د پښتنو هېواد دى خلک به څه څه وايي
دې ليوني زړگي ته خلکو خندا لټوم
 

نه مې گناه کړې ده نه مې خطا کړې ده
گرځم تېريږي عمر ځان او اشنا لټوم
 

رقيب کړې ډلې جوړې ، يار او ارمان مې وژني
راغله نجيبه بلا؛ ميا او ملا لټوم

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.