|
|||||||||||
|
|
|||||||||||
|
هوډ دامینه دمجنـــون ده ، دریــــدلای ورتــــه نــــه شــــي یـــاتـــــوره دپښتــــون ده ټینـــــګیدلای ورته نه شي جنون دعاشـقــــي یــــې رهنـــــمـــــا دپلـــــټـــــون دی سنــــګــــر یــــې دی نیـــــولی راوتــلای ورته نه شي که هوډ دقربـانـــۍ دپـــــروانــــې درســـــره نـــــه وي عشـــق بـــلـــنده ډیـــوه ده کــــړیـــــدلای ورته نه شي دزړه له هــــره ټپـــه مـــو دویــــنـــــو فـــــوارې ځــــــي شــــعــــار دازادۍ دی تـــــم کیـــدلای ورتــه نــه شي د « خـــیــال » دزړه غوټۍ چې پرهرونه درته سپړي داښکو له باران ســره کتـــــلای ورتـــــه نـــــه شـــــي |
|||||||||||
![]() |
|||||||||||
|
|||||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||||