د خدای په پار يوه ـ کره پښتو
(پوهاند دوکتور م.ا.زيار)
| ناسم | سم |
|---|---|
| څو، ترڅو | چې( يا: په دې توګه، په دې ډول) |
| د کابل څخه کتنه، ملاتړ، دفاع... | د کابل کتنه، ملاتړ، دفاع... |
| په هکله، په حقله، په حق کې | په اړه، په تړاو |
| کوم چې(چي)، چاچې(چي) | چې |
| د سنګين ولسوالي يي ونيول | د سنګين ولسوالي يې ونيوه يا ونيوله |
| دا دما جی ده، دا زما ځای دئ | دا زما ځای دی |
| خپرونکی، خپرونکئ | خپروونکی |
| ډوډۍ وخورۍ! | ډوډۍ وخورئ |
| کښې، کښي | کې |
| چي | چې |
| داښځي ښوونکي دي | دا ښځې ښوونکې دي |
| دا سړی ښوونکئ دئ | دا سړی ښوونکی دی |
| په کوټې کې | په کوټه کې |
| په خوني کي | په خونه کې |
| لامِل | لامَل |
| دوهم | دويم |
| و(بود) | وو |
| وو(بودند) | ول |
د خدای په پار يوه ـ کره پښتو
دويمه برخه :
اکسفورډ،10-1-08
له پارسي ـ اردو (ترڅو، د- څخه کتنه- ملاتړ...کوم چې...) او خپلو سيمه ييزوګړدودو (د سنګين ولسوالي يې ونيول...)
|
ناسم |
سم |
| مونږ-زمونږ | موږ- زموږ |
| دپاره، له پاره | لپاره |
| حالت، وضع، وضعيت | اکر |
| حال احوال |
اکربکر |
| حق، حقوق | رښته، رښتې |
| توشيح | لاسليک، ښکلنه |
| د وياندله قوله، په قول | دوياندپه خبره، په وينا |
| د وسپنې پټلۍ | پټلۍ، د اور ګاډي پټلۍ |
| عسکر، مامور | سرتېری، کارمند |
| قربان، قرباني | بلهار،بلهاري |
| شواهد، اسناد | لاسوندونه |
| وضاحت، توضيح | څرګندونه |
| اثبات، ثبوت(- ول) | زباد، زبادول |
| اعتراف، اقرار |
منښته |
دشخصي معلوماتودورکېدواعتراف د ځانګړوخبرتياوو منښته
| انکار | نمښته |
| اختلاف، اختلافات |
اړپېچ، اړپېچونه |
| ضدونقيض، تناقض |
اړوپېچ |
| استراحتګاه، استراحتځای | هوساينځی |
| لرغوني اثار | لرغونتوکي |
| خوراکي توکي |
خوراکتوکي |
| د اړتياوړ توکي |
اړتياوړتوکي... |
| دکمه، بټن |
تڼۍ(کېکښل، کېکاږل) |
| نامِ خدا | خدای دې لري، څومره ښه... |
| خدا نکرده، خدا نخواسته | خدای مکړه |
| مناسب | وړ، وړنده |
| لاسته راوړنه، لاسته راوړنې | بريا، برياوې |
|
په ګڼ شمېر کې |
ګڼ شمېر، ډېر |
| د کرزي په مشرۍ کې |
د کرزي په مشرۍ |
| عامه يا عمومي پوهای | ټولپوهاوی |
| ناسم پوهاوی، سوء تفاهم | ورانپوهاوی |
| بحث | خبرې اترې، ښکالوه(ښکال-وه) |
| موضوع | سکالو |
| اوج، قله |
ستونځ |
| کړکېچ لوړې څوکې ته ختلی | کړکېچ لوړ يا هسک ستونځ ته ختلی |
| ياداښت، يادداښت، يادداشت | يادښت |
| اقدامات په لاره اچول | هڅې پيلول |
| تقريباٌ | نژدې، څه نا څه |
| د پېښې د محل نه کتنه | د پېښې د ځای کتنه |
| د کرزي څخه ملاتړ | د کرزي ملاتړ |
| د هېواد څخه دفاع | د هېواد دفاع |
| کار وکړه ترڅو موټر واخلې | کار وکړه چې ګاډی واخلې |
| دوهم، دريم، دوه دېرش... | دويم، درېيم،دودېرش، دو څلوېښت... |


