لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې
لیکوال: علامه پوهاند عبدالحى حبيبي   نېټه: 14.12.2007   خپرونکئ:    

د پښتنوالي روح، لكه لمر داسي دى، چي هر وخت په برېگښ او ځلښت كي و او دى. د پښتنوالي اخلاق او د پښتنو روحي او عقلي مزاج او د دوى معنوي جذبات او غرايز، د دوى سپېڅلي مشاعر داسي دي، چي هيڅ وخت يې ځان نه دى پټ كړى او پښتون ته يې تاريخي لوړتوب او شهرت هم بخښلى دى، په زړو اّريانانو كي تقريباً درې تر څلورو زرو كالو د مخه هم پښتنو شهرت درلود. د هند په زاړه كتاب ريګويد كي د دوى نوم په "پكنه" سره راغلى دى. او په هغو لسو كامونو كي شمېرل سوى دى، چي دوى د اّريانانو زوړ تاريخي جنګ كړى و.
نينوس او سميلراميس د اّشور شاهانو د خپل عظمت په وخت كي هم پر باختر خپلي حملې كولې، اما د دې ځاى خلكو سخت جنګونه ورسره وكړه د اّشور د ميخي خطو زاړه اّثار چي پيدا سوي دي، دا ښيي چي 1100 كاله تر مېلاد د مخه يو اّشوري بريالى تګالات فالازار Tagalath Phalazar په دوڅلوېښتو قبيلو كي اراكوتو(ارچوتوس)، هراهوتي او نيسع او نيسا هم ذكر كوي، مګر دغو قبايلو دا فاتح بيوته مات كى او ځان يې اّزاد كى
اركوتو(ارچوتوس) خو د يونانيانو اّراكوسيا Arachosia يعني قندهار دى، چي په پهلوي رخوت وه او عربو رخج او رخد كړ
هراهوتي harahuate چي په اوستا كي هم راغلى او په ريګويد كي سوس وتي ذكر سوى دى، ارغنداو دى
اما نيسع يا نيسا غالباً اوسنى نېش دى، چي د قندهار شمالي مغربي خوا ته كاين دى او د زاړه مدنيت اّثار هم پكښي ښكاريږي، او مسعودي اسلامي موْرخ(332هـ) د بست او داور او رخج سره يو ځاى د(نېس) په ډول راوړى دى له دې څخه ښكاره سوه، چي پښتانه پخوا هم يو توريالى قوم و او د پرديو مريي توب يې نه مانه.
هيروډوټس د يونان زوړ موْرخ چي تر ميلاد د مخه (425-480) كاله اوسېدى، پښتانه د "پاكتويس" Paktves په نامه او د پښتنو اوپرېدي قبيله يې"اپاروتي" راوړې ده.
د موْرخينو پلار هيروډوټس وايي:
"هغه خلك چي د هند شمال ته د"پاكتي ايكي" په مملكت كي پراته دي، د هستوګي ډول يې د باكتريانو(بلخيانو) دى، دوى خورا توريالي او جنګيالي دي، چي د خشياراشا(486-465 ق م) هخامنشي فاتح سره وه او پوستينان يې اغوستي وه، لويي_لويي د غشو لېندۍ او خپلي وطني چړې(پېش قبض) يې درلودې"
هلبرانټ Hellebrandtr ليكي:
"په ريګويد كي راغلي دي، چي په اّراكوسيا(قندهار) كي يوه قبيله ده، چي (واسوديوا يې باچا او د ده زوى سوداس) و، دې قبيلې د سندهـ تر روده پوري برى وموند او جنګي كارنامې يې د افسانو او نقلو په ډول مشهوري وې تر ميلاد د مخه(329-327 ق م) چي مقدوني سكندر د افغانستان پر خوا هندوستان ته تېرېدى، پښتنو د دې بريالي سره خورا سخته مقابله وكړه، د قندهار خلكو د ده سره جګړې وكړې، د نورو پښتنو په غرو كي هم سخت زحمتونه پر ورغله، د صوات په لته كي د يونان دا فاتح چي ټوله اّشيا يې نيولې وه، ټپي هم سو .
د سكندر سره د پښتنو مقابله خورا شهرت لري، د پښتونخوا يو غر په يونانيانو كي خورا مشهور دى، چي د يونان زوړ افسانوي پهلوان"هركول" هم دا غر نه و نيولى، مګر سكندر پر دې غره يرغل وكئ او پښتنو ډېر يونانيان پكښي مړه كړه.
سكندر په پاى كي مجبور سو او له بېري پر شا سو، وروسته چي پښتنو دا ځاى تخليه كئ، نو سكندر ځني تېر سو، يعني سكندر په خپل قوت پښتانه نكړه مات.
اّريان او كنټ كورث د دې غره قوم Arne (اّرن) مګر يو بل موْرخ ډيوډوره يې Arnas ليكي چي دا غر په تاريخ كي "عجيب غر" بلل سوى، چي د پښتنو د مېړاني په سبب چا نسواى مسخر كولاى او سكندر په خورا زحمت او داسي تلفاتو تر "پښتونخوا" تېر سو، چي ډېر سپاهيان يې مړه او نور خورا په ستونزو سوي وو.
د ډيورډور موْرخ په قول، نو ځكه سكندر د پښتنو له بېري بېرته هند ته پر دې خوا نه راغى، ناچاره سو چي د بحيرهْ عرب پر خوا ځان ايران ته ورسوي، او ډېر عسكر يې د لوږي او تندي څخه د بلوچستان په ريګو كي مړه او په 324 ق، م كي يې ځان فهرج ته ورساوه، تقريباً درې كاله يې د پښتنو له لاسه ناورينونه وليدل.
البرمالي موْرخ ليكي:
چي د پښتونخوا په خاورو كي د يونان سپاهيانو داسي بدي ورځي وليدې چي دوى به دا خيال كاوه، چي د خپلو زړو پهلوانانو عمليات نوي كوي، دلته په دوى كي هم چمونه وسوه، لكه دوه ويشت پېړۍ وروسته چي په دغه ځاى كي پر انګرېزانو راغله
له دغو تاريخي بياناتو څخه ښه څرګنديږي، چي پښتانه له پخوانو پېړيو څخه دغسي مستقل او اّزاد او په مليت مغرور او توريالي او ګړندي وو او د دوى د پښتنوالي روح په هغه وختو كي هم ځلېدى او شهرت يې درلود، چي ټولو موْرخينو د دوى ښېګړي ذكر كړي او د اّريانانو په زړو كتابو كي يې نوم هم ذكر سوى دى.

د ګريكو بوديك مدنيت
صنايع د هر مدنيت او هر ثقافت نمايندګي په ښه ډول كوي، حتى ډېر ځله پوهان په صنايعو څخه د مللو افكار او روحيات هم معلوموي پر صنعت باندي، محيطي عوامل او سياسي او تاريخي حوادث هم اغېزه كوي.
يو صنعت چي له يوه محيطه بل ته نقل سي په دې نوي محيط كي نوى رنګ مومي او د دې محيط پر تقاضا ځان سم كي، لكه د مخه چي مو وويل د سكندر د فتوحاتو پر وخت په پښتونخوا كي ډېر يونانيان پاته سوه او چي سكندر ولاړ نو دوى په باختر كي يو سلطنت جوړ كى، دوى خپل يوناني ثقافت او مدنيت ورسره راوړى و، وروسته 600 كاله تر ميلاد دمخه د هندوستان د بودا دين هم دې خوا ته راغى، دا دوه مدنيته سره ګډ سوه، د پښتنو روحي تجليات وو، چي دلته يې يو تاريخي مدنيت چي نه د هند و، نه د يونان ايجاد كئ، دا مدنيت او صنعت چي د پښتونخوا د خلقو قريحې او د دوى محيطي او اجتماعي او روحي عواملو منځ ته راوړى و، د اسلام تر راتلو پوري دلې و، په باميان، باختر قندوز او د كابل شمالي خواوي، هډه، پېښور، ټكسيلا او د اټك ها خواته يې ډېر ښه_ښه اّثار اوس هم موندل كيږي. د دې صنعت نفوذ اوسنيو موْرخينو لكه: هاكن فرانسوى، فوشه، جون مارشل انګليس، ګوډار او نورو په ښه ډول پلټلى دى او دا را ښكاره كوي، چي د پښتنو تاريخي عظمت د صنعت او فكر او فلسفې او سياست له خوا هم خورا ټينګ و. او اغېزې يې په هند كي تر كشميره پوري تللي وې، لكه د كشمير د ډورك او ټكسيلا د اولي اونك ستونونه چي دا اغېزې ښه ښكاره كوي

د عربو او اسلام برى
موږ د مخه د پښتنو د روحياتو په بحث كي وويل، چي دوى زاړه مبادي ښه ساتي او چي نوي مبادي يې ومنل بيا يې نو ژر پرېږدي.
د اسلام مقدس دين چي پښتنو ته راغى، نو دوى لومړى د مسلمانانو سره ډېري سختي مقابلي وكړې، مګر وروسته چي دوى دا مقدس دين قبول كئ، نو يې داسي فداكارۍ ورته وكړې، چي يو لوى مملكت، لكه هند د دوى په توره د اسلام په دين مشرف سو.
احمد بن يحى بغدادي اسلامي موْرخ چي په بلاذري مشهور دى په(255 هـ) كي ليكي:
"د هجرت په 30 كال ربيع بن زياد بن انس حارثي د سيستان له خوا په هرمند او داور راغى او وروسته يې بست او زابل(قندهار) فتحه كړ، مګر د سيستان د رزنج خلكو خپل اسلامي امير ايستلى و، نو حضرت علي(رض) بېرته د جمل تر جنګ وروسته ونيوى، د حضرت معاويه(رض) په عصر كي بيا مسلمانانو هغه ځايونه ونيول، چي خلك يې له اسلامه بېرته اوښتي وه، كابل هم په دغو كي و، وروسته بيا د كابل پاچا رتبيل مسلمانان و ايستل، مګر بېرته مسلمانانو كابل، بست، رخج، داور ونيول، د عبدالملك بن مروان(65-86 هـ) په عصر كي بيا د رتبيل سره جنګونه وسوه او دا خواوي له 30 څخه بيا تر 100 هـ كاله مسلمانانو څو واره فتح كړې"
په دې ډول پښتنو لومړى د مسلمانانو فاتحينو سره كلكي مقابلې وكړې، مګر وروسته چي د اسلام په پاك دين سو، نو بيا يې دې دين ته ښې فداكارۍ وكړې، هغه وخت چي د سند اسلامي فاتح محمد بن قاسم د 90 هجري كال په حدودو كي ملتان او سند فتح كول، د دې اسلامي بريالي سره پښتانه هم وه او پر هغه خوا يې اسلام خپور كئ .
په (375 هـ) كي د پښتنو لوديانو څخه يوه بريالي شېخ حميد په ملتان كي د سلطنت اساس كېښود، دې پښتون او د ده كورنۍ تر ډېره په پښتنواله خپله پاچهي وچلوله او د هندوستان د راجګانو څخه يې ځان وساتى.
وروسته چي امير ناصر سبكتګين په 367 هـ كي د غزني پاچا سو، پښتانه د دې پاچا ملګري سوه او دې پاچا هم د زابل(قندهار) له پښتنو سره خپلوي وكړه، ځيني موْرخين وايي، چي د ده په لښكر كي چي د هندوستان د حملو دفاع يې كوله، دوه زره يا لس زره ، پښتانه وه د ملتان له لوديانو سره هم د سبكتګين د خپلوۍ له امله دوستانه روابط درلوده.
تر دې وروسته د سبكتګين زوى زابلي محمود چي مور يې د كندهار پښتنه وه، د غزني شاهنشاهي لوړه كړه، پښتنو د خپل خوريي سره ډېر كومكونه وكړه ، د هندوستان فتوحات او د بخارا، ايران برى ټوله د پښتنو په تورياليتوب وه، يميني د غزنوي عصر موْرخ وايي: چي پښتانه د اجل په څېر يا د وږي زمري په ډول پر غليم ورتله، پر كوتلو خاته، لكه برېښنا پر زنګلو ننواته، لكه هوسۍ پر غرو لوړېده، لكه سېل په غرو كي شېوه كېده"
يو پښتون د هندوستان په فتوحاتو كي د پښتنو مېړانه په دې بيتو كي په فخر او حماست بيانوي:
تــــر كـــو نامردو داسي ودنګل له نام و ننګه
زه يو پښتون وم چي ولاړ وم د سلطان تر څنګه
توره په لاس په ســـــــره اور د عرصات وختم
له بت شكن ســـره بـــــه دژ د سومنات وختم
پښتانه موْرخين د پښتنو جنګي مشرانو او ملكانو نومونه، چي د سلطان محمود په لښكر كي وه، بيانوي، يو جنرال يې خالو خان و، په دې لنډۍ كي هم له ګومله د دې جنرال د لښكرو راتګ ښوول سوى دى:
چي د خالو لښكري راســــــــي!
زه به ګومل ته د خپل يار ديدن له ځمه
دغه د پښتنو كومك و، چي د محمود زوى مسعود د ايران په فتوحاتو كي موْفق او وروسته يې وغوښته چي ولاړ سي، بغداد هم فتح كي او د اسلامي خلافت مركز غزني ته رانقل كي او غزنوي شاهان د ايشيا او اسلام په پاچهۍ ومنل سي
تر غزنوي پاچهانو وروسته د غور پښتانه بريالي سوه، دوى هم د پښتنوالي د روح په بركت ټوله هند فتح كئ، د غوري سلطان شهاب الدين مېړاني د قطب الدين ايبك برياليتوب او بيا په هند كي د پښتنو پاچهانو كارنامې تاريخ نسي هېرولاى، د سوريانو پښتنو شاهي، خو په هند كي د عدالت او عظمت او مدنيت دوره وه، د شېرشاه سوري عمرانات او د ثقافت او تمدن خدمتونه د تاريخ په زرو ليكي تر اوسه هم د هند په مختلفو رياستونو كي د دغو پښتنو كورنۍ حكمراني لري.
د كورګانيانو په پاچهۍ كي چي لومړى پښتانه د بابر په ملاتړ ودرېدل او هند يې ورسره فتح كئ، وروسته د ډهلي ګورګانيانو وغوښته چي د دوى خپل فطري حق يعني اّزادي ځني سلب كئ، مګر پښتنو خو مريي توب نه مانه، نو په دې دوره كي پښتانه ټوله پر خپله ننګه ولاړ وه، چي تر پايه يې خپله اّزادي له لاسه ورنه كړه.
د پښتنو ملي پهلوان او نامتو سردار او اديب خوشحال خان خټك د دې ملي جنګو سردار و او د پښتنو ملي اديبانو د خټكو كورنۍ او د مومندو تورياليو د پښتنوالي د استقلال غوښتنو روح ښه ښكاره كئ او د ګورګانيانو پر خلاف يې په خپل ملت كي داسي تبليغات وكړه، چي په پاى كي د پښتنو له مريي توبه ناكامه سوه.
پخپله په افغانستان كي هم پښتانه د برم او جلال خاندان وه، د هوتكو او مرحوم حاجي ميرويس خان مېړانه او د ده د كورنۍ محمود او اشرف فتوحات خو ښكاره دي.
بيا د نادر افشار په مقابل كي د پښتنو ټينګار د پښتنوالي يوه ننداره وه، د هرات د ابداليانو جنګونه د دې فاتح سره مشهور دي، يو كال د قندهار ښار محاصره وه، په دې په پافشاري كي د پښتون شاه حسين او سيدال خان ناصر سپه سالار مېړانه زموږ نه هيريږي.
د هند له خوا چي نادر افشار بېرته راځي، دې فاتح د خپلو غنايمو د ساتني لپاره د خيبر پښتنو ته د لاري ججه وركړه، نو ځني راتېر سو ، ځكه چي ده ته د پښتنو د توري بريښ ښه ښكاره و.
تر نادر افشار وروسته چي اعليحضرت لوى احمدشاه بابا د پښتنو باچا سو، نو دې ښاغلي پښتون د پښتنو د پښتنوالي لياقت او كشوركشايي ښه وچلوله، احمدشاه بابا د خپل ښاغلي پښتون ملت په ملګرۍ او توره اووه اته واره پر هند يرغلونه وكړه، د هند مسلمانان يې د كفارو له تسلطه وژغورل د مرهټو جنګ د هندوستان له لويو جنګو څخه دى، چي پنځوس شپېته زره پښتانه تقريباً لسو لكو تنو سره وجنګېدل، ټوله يې مات كړه، تر دوو لكو تنو پوري يې مړه كړه او مرهټيانو ملا يې ور ماته كړه اې مارسډن انګليسى موْرخ وايي:
"احمدشاه په اّسانۍ سره د ډهلي پاچا سو او لكه محمود غزنوي او محمد غوري څو واره يې پښتانه په هندوستان راوبهول . . . "
كرانټ ډفه انګليسى موْرخ ليكي:
"د پاني پت جګړه د هندوستان د مهابهارت تر جګړې وروسته لو جګړه ده، په درو ورځو كي پښتنو لويه فتحه وګټله"
يو پښتون شاعر برهان خان چي په دې فتوحاتو كي د احمدشاه بابا سره و، د دې جنګ سببونه د پښتانه شهنشاه له خولې داسي بيانوي:
احـــمدشاه بادشــــاه په جارو وويله
د غـــــزا په نيــــت ووزمه له كابله
يا به قتل كړم كفار په هندوستان كي
يا به پرې كړمـه كله پرې باندي خپله
په دې ډول احمدشاه بابا د پښتنوالي په ننګه هندوستان ته څو وارې ولاړ، او د خپلو اسلافو محمد او محمود ياد يې تازه كئ، د پښتنو لويه لمن له دې ښه ښكاريږي، چي احمدشاه بابا كه څه هم هند فتح كئ، بخارا يې ونيوله، پر خراسان يې تسلط وموند، مگګر په دغو سرو هيوادو كي يې د هغه ځاى بادشاهان بېرته په شاهۍ كښېنوله او د پښتنوالي لوړ همت او عاليجنابي يې ثابته كړه، تر احمدشاهي دورې وروسته هم د پښتنوالي روح مړ نه و، ډېر ځله يې شاوخوا بريښ كاوه، وزير اكبرخان غازي د كابل او جلال اّباد جهادونه او د سردار محمدايوب خان غازي د ميوند غزا او بيا د غازي محمدنادر شاه شهيد د ټل او جنوبي خوا جهادونه نه هيروي.

تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو كي ښكاري كړې، دا خو يوه لنډه تاريخي كتنه وه، كه مو مفصل ليكلاى، نو د پښتنو د توري او اخلاقي اقتدار پرته، د دوى مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم ډېر دي، چي ليكل يې بېل_بېل كتابونه غواړي، په پښتنو كي علما او د فن او پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي، لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندى او نه مړ كېدونكى روح دى، چي نن ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده، چي خپل مفاخر او د پلرو او نيكو د پښتنوالي ښېګړي را ژوندۍ كي او د خپل مليت په روڼ تاريخ ووياړي، ما دا څو كرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه كي اوس وكښلاى سوې او خپلو پښتنو ته مي وړاندي كړې، ګوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو لپاره د پښتنوالي درس وګرځي.

 
بېرته شاته