لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
حق
لیکوال: نصیراحمداحمدي   نېټه: 22.01.2010   خپرونکئ:   سمسور  

پلار په خواشينی وويل:
_تا هيڅ هم نه دي زده کړي!
د ماشوم سر وځړېد.
پلار وويل:
_څلور مياشتي يو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهيږې!
د جامو د ګنډلو د ماشين غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_سړيه! تر اوسه خو  لا په اول صنف کې دی، زده به يې کړي.
د سړي تندی تريو شو،  لاسي بکس يې ور واخيست ، له کوره ووت او دفتر ته لاړ.
ښځې ماشوم ته وکتل، ورو يې وويل:
_ګوره زړګيه! ته بايد خپل درسونه ووايي، د پلار خبره دي درپه زړه  که، ويل يې چې که په سبقونو کې تکړه وي، نو يو ښکلی کوچينی  بايسکل درته اخلي.
ماشوم په حيرانی ورته کتل...
ښځې د ماشين لاستی تاو کړ، ورو يې وويل:
_هله ګرانه! د مکتب وخت دي دی !
هلک بکسې ته لاس ور وغزاوه، بوټونه يې په پښو کړل، د باندي ووت.
 هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندي روان ول، يو لاروی ورمخته شو، ماشوم يې تر لاس ونيو، د سړک تر بلې غاړي ورسره لاړ.
پاو وروسته ماشوم په ټولګي کې و، معلمې يې پر توره دړه د الفبا توري وليکل، په لوړ غږ يې وويل:
_خوب قندولکا!  الفبا را سه سه بار در کتابچه هايتان بنويسيد!
ماشوم په حيرانی سره خپلې کتابچې ته کتل...
شيبه وروسته معلمي وپوښتل:
_قندولک! تو چرا  نوشته نميکني؟
ماشوم  ورو وويل:
_څه ؟
د معليمې شونډې وخوځېدې::
_چه گفتي؟
هلک بيا خپله خبره تکرار کړه!
_څه وکم!
معلمې تندی تريو کړ!
_بچيم! مه پشتو ره نميفامم ! تو چه ميگي؟
ولاړه شوه ، د يوه بل ماشوم تر څنګ ودرېده، په خوشالي يې وويل:
_افرين بچي لايق، چقه زود نوشته کدي!
د تختې پر سر  پر يوه لوی کاغذ ليکل شوي و :
(( په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دی. ))
پای

 
بېرته شاته