لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د ميرمن كلتوري_ټولنيزبهيردیواویایمې غونډې رپوټ
لیکوال: جمیله ساپۍ   نېټه: 21.01.2010   خپرونکئ:   سمسور  

دميرمن كلتوري_ ټولنيزبهيریواویایمه اوونيز غونډه د۱۳۸۸ لمريز كا ل دمرغومي په ۲۶ نیټه د آغلې ښکلا مومندپه وياندويي دپوهني وزارت په  كلوپ كي تر سره شوه په غونډه کې زيات شمير خويندو ګډون كړی وو.دغونډې ریسه برښنا ساپۍ وه چې میلمانه یې آغلې رڼا محمدي ،ځلاند او شفق وې.
د غونډې په لومړۍ برخه كي د تيرې اووني ريپوټ ولوستل شو او د غونډي ګډونوالو پري خپل نظرونه  وركړل.
په دوهمه برخه كي د لوګر ولایت له یوه کلي څخه دآغلې خدیجې سحرشعر كره كتني ته وړاندي شو،دغه شعر دمخه دټیلفون له لارې لیکل شوی و،او بیا دټیلفون پر کرښه خدیجې سحرلوست چې دټیلفون دکرښې دخرابوالې له امله یوځل بیا آغلې اوږۍ امیل دیکلمه کړ،شعر دادی:
مینه زموږ ګل وه
داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور
ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور
ښکلې مې ځوانې وه ستا مینې رانه وخوړه
علاج مې کیدای نه شي خبر مې پلار او مور شو نور
څنګه ښه وختونه و،ما وتاچې سره لوبې کړې
رامعلومیږي نه،چې ستا راسره شور شو نور
مینه زموږ ګل وه دوه نیمې ورځې یې تیرې کړې
پاڼې یې رژیږي ویجاړ مودغه کور شو نور
زه په تمه تمه تیر له ما چې ګرځې لیرې ته
یاره بیا به نه وایې څنګه دې زړه تور شو نور
داداغ له لمنې نه مې لیرې په څه چل به شي
تیته هره خوا ده زموږ مینه لوی پیغور شو نور
آسمان کې ګرځیدلم چې به ستا راباندې خیال و
ځای مې ځمکې نه اوس ښکته راته ګور شو نور
دواړه لاسه غوږ ته کړه توبه په توبو وباسه
خدیجې وفا مې پاته په یار پور شو نور
دمیرمن بهیر غړوپه خپل وار سره دشعر دمختلیفو بیتونو په اړه نظر وركړ،همدا رنګه آغلې تورپیکۍ مومند ددغه شعر په اړه نقد لیکلی و، چې وروسته به په لیکه شي .
په دريمه برخه كي په كاري مسايلوباندي خبري وشوي ،آغلې ساهرې شریف له افغان کلتوري ټولنو جرګې سره دکارونو په همغږي ټینګار وکړآغلې شریف کاروان ،باختر او خانه نور پوهنتونونوته دمیرمن بهیر دځینو غړو دورپیژندلو مکتوب ولوست همدارنګه دانګیسي ژبې ځانګړي کورس ته د میرمن بهیر دغړو دمعرفي کولو په اړه خبرې وشوې. دغه راز د میرمن بهیر دویبپاڼې mirmanbaheer.org
 په اړه چې په نوې بڼه د محترمو وروڼو لودین او الهام له خوا جوړه شوې خبرې وشوې اود بهیر غړوته دندي وسپارل شوې.
دغونډې په بله برخه کې ښاغلي امیرجان وحید احمدزي دژورنالیزم دکور په برخه کې خپل په زړه پورې لکچر وړاندې کړ.
په اخر كي  د مشاعري برخه پيل شوه چي په كي اغلي ګلالۍ، برښنا ساپۍ، نظيفه نيازي ،مرضيه،رڼا،اوګي اميل،مينې، شګوفې ، لطیفې،پاریسې خزان او نورو خویندو شعرونه ولوستل.
په دې غونډې کې دغو خویندو برخه اخیستې وه خاطره شینوارې،ستورۍ معارج  ستانیکزۍ،کرشمه ساپۍ،مینامسعوده،ښکلا مومند،جمیله ساپۍ،زیتون شمس نوابي،عزیزه افغاني،رڼا محمدي،آریانا حقپال،ګلالۍ، برښنا ساپۍ،ساهره شریف، نظيفه نيازۍ ،نعیمه غني،وږمه فضلي،نجیبه زمان ،آرزو کبیري،پښتیانا،مرضيه،رڼا،اوږۍ اميل،ماریا،مينه،لیلماحامد صمیم، شګوفه ،سوله نیازۍ، لطیفه،پاریسه خزان
په غونډه کې ((دتاریخ ننداره)) په نوم داستاد اسدالله غضنفر ژباړل شوی کتاب دغونډې پر ګډونوالو وویشل شو،دغه راز په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به دآغلې سوسن نایل پر شعر کره کتنه کیږي او آغلې وږمه فضلي به پرې کره کتنه لیکي او په غونډه کې به یې اوروي.
غونډه دمازديګر په دری نیمو بجودمازدیګرنۍ په خوړلوسره پاي ته ورسيده. ياده دي وي چي د ميرمن بهيرغونډه دهرې شنبې په ورځ دپوهني وزارت په پنځم پوړكي ددي وزارت په كلوپ كي دماسپښين پر يوه نيمه بجه جوړيږي.

 
بېرته شاته