لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
پردیسه مینه
لیکوال: محمدظریف عنایت زی   نېټه: 21.01.2010   خپرونکئ:    

نن مې له ډیرې مودې وروسته کلک هوډکړی وچې هرومروبه خپله دزړه خبره ورته کوم ،هغه نن له څوکلونووروسته له موږکره راتله، زه له خوښۍپه جاموکې نه ځاییدم ځکه چې خپله ورکه مینه مې بیاموندلې وه له ځان سره مې ویل اوس به ډیره لویه شوې وي ،اوهوچې زه یې هیرکړی نه وم ؟که یې له بل چاسره ګوتې خوږې کړې وي زه به بیاڅه کوم ،که مې یې مینه هیره کړې وي ،که ...که ...
خوبیابه مې په خپله زړه ښه کړاوویل به مې، نه هغه بې وفانه ده ،هغه  زماژونددی ،زما مینه ده داسې به هیڅ کله ونه شي ،په همدې وخت کې مې دکوچنۍ خورغږزمادسوچونولړۍراغوڅه کړه چې ویل یې هغه ده راغله، ما ناڅاپه ترې پوښتنه وکړه څوک راغله ؟
ــــ  ترورمې ،هاغه ده
ــــ کومه ترور؟
ــــ ولې ،زموږدپخواني ګاونډي دسپوږمۍدوي مور
ــــ  بل څوک دي ورسره؟
ــــ  سپوږمۍهم ورسره ده ،اودهغوي مخې ته یې ورمنډه کړه .
تردې ګړۍخومې دهغې دلیدولپاره شیبې شمیرلې خوکله چې ریښتیا وخت راغی اوپه هغې مې سترګې ولګیدې زړه مې په درزاشوتردې حده چې دخپل زړه آوازمې په خپله اوریده ، زماسپوږمۍاوس له پخوا څوچنده ښکلې شوې وه دهغې ښکلو غټوغټوسترګو، نریو سرو شونډو،سپینې هسکې غاړې توروویښتانولوړې ونې ،تکې سپینې لکه دپینځلسم سپوږمۍ،سپوږمۍداسې بې سده کړم چې که رایښتیا راباندې وایئ دهغې ښکلاپسې واخیستم، ستړي مشي رانه پاتې شول هک پک شوم له ځان سره مې وویل داسې نه چې دابل څوک وي تیروتلی به یې  ؟ ځکه هغه وخت خودومره هم ښکلې هم نه وه ! کله یې چې راسره خبرې پیل کړې له ځان سره مې وویل نه داهماغه زمامینه ده ، زماخپله سپوږمۍده .
سره وغږیدوپخوانۍکیسې موسره وکړې دماشومتوب یادوه موتازه کړل،هغه وختونه چې دواړه یوځاي ښوونځي ته تلو،یوځاي به مولوبې سره کولې، کله کله خوبه زمااودهغې میندې راپسې سرګردانه وې شاوخوابه یې په موږپسې نارې وهلې خوموږبه په یوځاي کې ناست واودماشومتوب مینه ناکې لوبې به موکولې .
اوس دسپوږمۍدوي کډه له شپږوکلونووروسته یوځل بیاله پردي وطنه راغلې وه مایوځل بیاخپله مینه موندلې وه، هغه وخت چې دواړه دنوې ځوانۍپه پړاوکې څوځله مې وغوښتل چې له هغې سره دخپلې مینې رازشریک کړم خوزړه مې ونه شوکړاي دخداي کارونه وزموږپه سیمه کې دجنګ جګړوله په ناڅاپي پیلیدوسره دسپوږمۍکورنۍله هیواده کډه وکړه .
له هغې وروسته غمونواودهغې دبیلتانه تورې تیارې زماپرزړه خپل پیڅول وغوړاوه ، هرڅه راته  تورتم ښکاریدل ،دژوندخوښۍراته پیکه شوې ،له هیچاسره مې دزړه خواله نه غوښتل ،ډیروخت به مې دهغې له یادونوسره په یوازیتوب کې تیراوه ،له ژونده مې ړه تور شوی و،نورمې دمینې اومحبت دنیاګۍلولپه شوې وه،ځکه زه سپوږمۍیوازې پرې ایښی وم مادسخت یوازیتوب احساس کاوه .
شپږکاله مې هره شیبه دهغې دراتلولارې څارلې کله خوبه سخت دهغې له بیالیدونهیلی شوم خوبیابه مې ویل نه ناامیدي ګناه ده دنیاپه امید خوړل شوې ،یوه ورځ به هرومروبیاراشي اوزه به داځل په لومړي لیدو خپل دمینې اومحبت رازونه ورسره شریکوم  .
هغه اوس پوره پیغله وه نه پوهیږم دپردیسۍژونددهغې ښکلاڅوچنده کړې وه اوکه به زماسترګوراته دوکه راکوله ،دومره راته  ښکلې ښکاریده چې دهغې له بیالیدوراهیسې هرڅه راته ښکلي ښکلي ښکاریدل په هرڅه کې دمینې اومحبت احساس راپه برخه کیده ،نن د هغې په لیدوهرڅه راته بدل شوي و،ته وانوی ژوندمې پیداکړ،اوس مې له ځان سره هوډوکړچې نورنوهرومروخپله دزړه خبره ورته وکړم .
دواړه یوازې په کوټه کې سره ناست وپخواني یادونه موتازه کول ،یو ناڅاپه دڅوشیبولپاره دواړه پټه خوله شوو،په مینه مینه مویوبل ته کتل تابه ویل چې په سترګوکې مویوبل ته دزړه مینه بیانوله ،په سوچونوکې ډوب شوي و،په دې وخت کې مې له ځان سره وویل  همدایې وخت دی بایدورته ووایم اوخبره مې داسې پیل کړه ، سپوږمۍنن غواړم چې خپله دزړه خبره درته روښانه کړم داسې خبره چې له  څوکلونومې په زړه کې درته ساتلې وه .هغې په ځواب کې راته  وویل زه هم غواړم چې نن یوه پټه خبره درته وکړم .
ــــ ښه ده چې تاداخبره رابرسیره کړه ځکه ماخوزمااوستا دمینې خبره نه شواي پیلولی نه پوهیدم چې له کومه یې درته پیل کړم ،
خوناڅاپه د سپوږمۍله ښکلوبادامي سترګواوښکې روانې شوې ،په داسې حال کې چې په پلویې اوښکې پاکولې وې ویل :
ــــ کاشکي زمااوستامینه په وصال بدله شوې واي
ـــــ داڅه وایې ،په ماخودې اوربل کړژرووایه څه پيښه شوې ؟
بیایې په ژړغوني آوازوویل :
ــــ زه مې پلاریوازې په دې خاطریوه څلویښت کلن سړي ته ورکړې یم  چې په خارج کې اوسیږي 

سپرغه

 
بېرته شاته