لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
بدل شوى سړى
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 21.01.2010   خپرونکئ:    

تر ډېرو ټلفونونو او ټينګار وروسته يو وكيل راسره ومنله، چې د ځانګړې مركې لپاره زما بلنه ومني او راډيو ته راشي. له وعدې سره سم، يو ساعت وروسته، د پارلمان له ودانۍ نه لږ څه وړاندې له موټر نه ښكته شوم او وكيل صاحب ته مې زنګ وواهه. هغه ډېر ځنډ وروسته ځواب راكړ: (( څوك يې؟))
-  وكيل صاحب! زه، هغه ژورنالست يم، چې دوه ساعته مخكې تاسو راته وويل، چې دوه بجې درپسې درشم.
-  اوهو! دا خو مې هیر و. زه دا نيم ساعت مخكې د يو وزير صاحب كور ته راغلى يم.
-  صاحب! زما او ستاسو مركه...
هغه زما خبره پرې كړه: (( پسې ګرځه مه، ځه يوه بله ورځ به درشم.))
-  صاحب! دا يوه ځانګړې مركه ده.
-  چې ځانګړې ده، وي دې، څه قيامت خو نه راښكته كیږي.
-  نه! صاحب بښنه غواړم، ما دا نه غوښتل، چې تاسو خواشينى كړم.
-  نو څه؟
-  صاحب! خبره داسې ده، چې دغه مركه بايد دا نن وشي.
-  چې نن ونه شي څه؟
-  صاحب! تاسو خو پوهیږئ، چې...
-  د تاسو ژورنالستانو هم څومره ياد دي، زه تلفون قطع كوم، ومې ويل، چې وزير صاحب سره ناست يم.
-  صاحب...
-  هلكه دا صاحب، صاحب پرېده، زه نه شم درتلى، بل څوك پيدا كړه.
- صاحب! له ډېرو وكيل صاحبانو سره وغږېدم، خو حاضر نه شول او ويې ويل، چې جلسې ډېرې مهمې دي او راتلى نه شي.
-  نو زما يې څه!
-  صاحب! هيله كوم، ما مه نهيلي كوئ. خير دى له وزير صاحب سره تر خبرو وروسته راشئ.
-  زه لكه، چې درته ښه اوزګار ښكارم، زه نور كارونه هم لرم، نه شم درتلى.
-  وكيل صاحب هيله كوم.
- زما خبرې ته پام نه كوې او همدا وايې هيله كوم، هيله كوم، پرې مې ږده، زه وزير صاحب نه شم خپه كولى...
په تلفون كې مې يو بل غږ تر غوږ شو، خو سم پرې پوه نه شوم. وكيل وويل: (( هلكه! ته يو شیبه صبر وكړه، چې وزير صاحب څه وايي.))
دوې دقيقې وروسته هغه وويل: (( زموږ مجلس دې راخراب كړ او پخپلو خبرو دې د وزير صاحب زړه هم تنګ كړ، بس د وزير صاحب په خبره دا يوه بله پياله چاى هم څښم او ستا په لور درځم، خو ګوره، چې ډېر وخت مې ونه نيسې.))
-  ډېره مننه، ډېره مننه وكيل صاحب. زه تاسو ته په تمه يم، په خير راشئ.
په ډېرې خوشالۍ دفتر ته راغلم. د راډيو مشر خپل دفتر ته وغوښتم. همدا، چې دفتر ته يې ننوتم، ويې ويل: (( ډېر ځنډ دې وكړ، میلمه دې څه شو؟))
-  صاحب هغه راځي.
-  راځی!؟ يعنې څه، ته خو په هغه پسې تللى وې، ولې ورسره يو ځاى رانغلې؟
-  هغه بل ځاى ته تللى و، ويل يې، چې له هغه ځايه سيخ زموږ دفتر ته راځي.
- څه وخت راځي، ورځ تیرېږي، ته به هغه څه وخت ايډيت كوې او ارزيابۍ ته به يې سپارې. سبا سهار د وخته بايد نشر شي.
-  بس لس پنځه لس دقيقې وروسته به راشي.
-  ته يو ځل بيا ورته تلفون وكړه او ورته ووايه، چې وخت كم او موضوع مهمه ده.
د مشر له دفتر نه ووتم، مبايل مې له جیب نه راوويست، چې وكيل صاحب ته زنګ ووهم، خو ژر پښیمانه شوم، چې هسې نه له غوسې نه هيڅ را نه شي. تر يو ساعته څو ځلې تر وره پورې لاړم او راغلم. رخصتۍ ته نږدې د ارزيابۍ د مسوول دفتر ته لاړم او هيله مې ترې وكړه، چې زما په خاطر لږ وروسته كور ته لاړ شي. راسره يې ومنل. لس دقيقې وروسته همدا، چې د دفتر كاركوونكي كور ته د تګ په خاطر يو يو له خپلو شعبو راووتل او زه د دفتر له وره سره ولاړ وم، د ارزيابۍ مسوول راته زنګ راوواهه: صابره! چیرته يې؟ میلمه دې لكه، چې معلوم نه شو.
- نه صاحب هغه راځي، خير دى فقط يو څو دقيقې نور هم.
هغه په كړس كړس وخندل او ويې ويل، چې د میلمه تر راتګه پاتې كیږي، خو دا اندېښنه يې په زړه كې راواچوله، چې كه وكيل صاحب هيڅ رانه شي بيا به څه كیږي؟ دې اندېښنې سره سل زړونه مې يو كړل او وكيل صاحب ته مې زنګ وواهه. دا ځل هغه غوږۍ ژر پورته كړه: (( هلو! شله ژورنالسته څنګه يې؟ بس دا دى ستاسو د راډيو په كوڅه كې يم.))
دا ځل د هغه په اواز كې ډېره مينه او خواخوږي وه. لكه بیخي، چې بدل شوى وي.
بيا بيا مې ترې مننه وكړه او په بیړه كوڅې ته ووتم. هغه له يو لكسس موټر نه راښكته شو او زما په ليدو يې وويل: (( ته لكه، چې هماغه شله يې؟ هغه په ما، چې ډېر زورور دى؟
ما په خوشالۍ ستړي مشي وركړه او دواړه د ستډيو په لور روان شوو. هغه په تګ تګ كې وويل: (( ستا خبره خو په ځمكه نه شم غورځولې خو ګوره، چې مركه لنډه ونيسې، زه د شپې يوځاى میلمه يم، كور ته هم بايد لاړ شم، چې جامې بدلې كړم.))
-  بس لس دقيقې وخت مو نيسم، زيات نه.
د راډيو د مشر او د ارزيابۍ د مسوول دفترونه ستډيو ته نږدې وو، د میلمه په ليدو دواړه وغوړېدل. زه او وكيل صاحب ستډيو ته ننوتو. مركه لږه اوږده شوه. زما پوښتنې لنډې وې خو وكيل صاحب د هرې پوښتنې لپاره اوږده ځوابونه وركول. غوښتل مې ځينې نورې پوښتنې هم ترې وكړم، خو د وكيل صاحب د میلمستيا او د ارزيابۍ پر مسوول د نه ناوخته كیدو په خاطر مې د مركې د ختمولو لپاره ځان چمتو كاوه، خو وكيل صاحب ګرم راغلى و او هر وار، چې ما ويل وكيل صاحب ډېره مننه، چې زموږ راډيو ته...، خو هغه به سم د واره راغبرګه كړه، چې رښتيا ته صبر، چې يو څه مې راپه ياد شول. په همدې همدې كې ښه ځير وم، چې د ارزيابۍ مسوول هر پنځه دقيقې وروسته راته او خپل لاسي ساعت ته به يې اشاره وكړه. مركې پوره  ۴۵ دقيقې دوام وكړ. كله، چې ووتو د ماښام خړه لګیدلې وه. زړه كې مې تیر شول، چې وكيل صاحب ونه وايي راباندې ناوخته دې كړه. خو نه، هغه څه ونه ويل. وكيل صاحب د وره په طرف په تګ تګ كې موسكى شو او ويې ويل: (( ښه سړى راته ښكاره شوې، له همدې خاطره يوه خبره درسره شريكوم.))
- مهرباني وكړئ صاحب، دا ستاسو شفقت او اعتماد دى، خو وبښئ، چې مركه لږه اوږده شوه.
- نه پروا نه كوي خو ګوره نن خو دې هغه خبر واورېد؟
- كوم خبر؟
- د انتخاباتو كميسيون اعلان كړى، چې د ولسي جرګې انتخابات به په خپل وخت وي. نو مقصد فكر دې وي، هم مې مركو ته راغواړه او هم نور بايد مرسته راسره وكړې!

د لونګو دريڅې

 
بېرته شاته