لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د سرو زرو غاښونه
لیکوال: علم ګل سحر   نېټه: 02.01.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د دوى پايكپ موټر دويم موټر و چې د جګړې د لومړۍ كرښې پر خوا په بېړه روان و، دوى ټولو سرونه له دوړو او يخنۍ نه په بړستنو كي پټ كړي وو.
جليل د موټر په مخكينۍ برخه كي ولاړ و، پر غوږونو يې خپله خولۍ ښه ټينګه كړې وه، سره له دې چې د جګړې تر سيمې پورې لا ډېر واټن پاتې و، خو ده يوه او بله خوا داسې څارله لكه چې د خپلو دښمنانو په منځ كي وي، دى پوهېده چې په شا و خوا كليو كي نېك خوا نه لري، شا و خوا يې په ډېر دقت څارله خو كله كله به يې له رحيم ګل سره چې هغه هم له بړستنې سر را ايستلى و يوه نيمه خبره وكړه، په كليو كي له يونيم ماشوم پرته هيڅوك نه ترسترګو كېدل، يو ځل په كلي كي يوه سپي د دوى په موتر پسې منډې كړې تر ډېره يې پسې غپل يو بل ډز پرې وكړې سپى پر ځمكه پرېووت او د موټرو په دوړو كي پټ شو، عبدالجليل له كلي سترګي بلې خوا ته نه اړولې، له هرې كلا به چې تير شو بېرته به يې مخ را واړاوه، تر هغه به يې ورته كتل چې له سترګو به الونيا شو، د زړې كلا پر بام يې د يوې پيغلې په ليدو سره دا سندره له خولې ووتله:
پر بام ولاړه يې نازكې وليلو، دا رنګ دې ولې ژيړ دى جا. . .
خو د رحيم ګل د خندا غږ يې سندره په خوله كي وچه كړه جليل چې هماغسې يې د زړې كلا بام ته كتل ورته وويل:
_ څنګه دې داسې په يټكي وخندل؟
_ ستا پر لېونتوب مې وخندل.
جنګ ته، ته په خوشحالي روان يې او ليونى ماته وايې؟
_ ما پر دې وخندل چې تا بيا د هغې رنګ څه وليد چې زيړ دى كه سپين او كه تور؟
جليل وخندل:
_ هى هى: ګله ساده ګله ته ووايه څوك چې زموږ دا موټرې او په موټرو كي دا د راكټو ګېډۍ او زموږ د ملګرو دا اوږدې اوږدې ګرګوټې څڼې ويني څنګه به يې رنګ ژېړ نه وي؟
جليل سوړ اسويلى وكيښ، چې هغه څه ونه ويل پسې زياته يې كړه:
_ هو ته رښتيا وايې، خو دوى زموږ په زړه څه خبر دي، چې څه پكې تېريږي؟
_ ته له مرګه نه ډارېږې كه څه؟
_ هى هى وايي په توره شپه كي هر څوك ډارېږي خو څوك حال وايي، څوك يې نه وايي، مرګ دې خداى ليرې لري، څوك به مرګ ته تيار وي.
رحيم ګل په خندا شو:
_ خداى دې خوار نه كړه پرون دې د امير صاحب خبرو ته داسې سر ښوراوه، ما ويل چې دا دى اوس به جنګ ته روان شې او نن بيا له مرګه وېرېږې.
ګوره رحيم ګله ما و تا خو پخوا هم ډېرې خبرې سره كړې دي. . .
جليل خپله خبره دلته پرېښوده سوړ اسويلى يې له خولې ووت، څه ووايم.
بيا يې د كلاشينكوف د ميل په څوكه خپله زنه وګروله پسې زياته كړه:
_ اوس مې دغه خوركۍ چې د بام پر سر وليده له تا يې څه پټه كړم، سترګو ته مې خپله كور ودانه (مېرمن) ودرېده، هغه به هم اوس زما لارې څاري له دې څوك خبر دى چې د دې ښځې ورور يا خاوند به زموږ د دښمنانو په ډله كي وي، او يا به زموږ له خوا نن ووژل شي څوك څه پوهېږي چاته.
رحيم ګل يې خبره پرې كړه:
_ هغې د چا لاره نه څارله، د تاوخانې مورۍ يې پټوله ځكه پر بام ولاړه وه، او تا ته بيا خپله كورودانه در په ياد شوه، لكه چې دېره درباندې ګرانه ده ها؟
_ ورك يې كه په زخمو مي مالګې مه دوړوه، دا دى درې ورځي وروسته اختر دى، ما په كور كي ويلي و، چې له اختره مخكې راځم، له بل چا سره دې ګډه قرباني نه كوي، زه به له ځان سره له بازاره د قرباني لپاره پسه راولم.
رحيم ګل وخندل:
_ لكه چې كوم ځاى دي ښه ونډ منډ لګېدلى دى چې سږ كال پسه قرباني كوې؟
_ زه د ونډ لپاره نه يم راغلى.
_ له طلايي غاښو خو دې دغسې مالومېږي، د چا چې ونډ نه وي لګېدلى د سرو زرو غاښونه نه ږدي.
_ دا ډېر پخواني دي، ان په دوبۍ كي مې ايښي وو.
يره جليله نن داسې بل ډول. . .
خبره يوه هيبتناك اواز پرې كړه، موټر په شدت سره بريك شو، شا و خوا دوړې او دودونه پورته شول ټول له موټرو څخه را كوز شول، يوې بلې خوا ته يې منډې كړې،لومړى موټر ماين وهلى و، څو تنو هغې خواته منډه كړه، څو د خپلو ملګرو غوښې او هډوكي چې يوې او بلې خواته پراته و راټولي كړي، خو د كارېز او ورته نژدې باغ له خوا د ګوليو باران پرې جوړ شو، دوى ټول د سړك په يوه بله خوا كي په كروندو كي پټ شول او بې له دې چې ځاى مشخص وي يوې او بلې خواته په ډزو پيل وكړ.
عبدالجليل په يوه كوچني لښتي "وياله" كي ځان په ډيره سختي ځاى كړى و، ده ډزې نه كولې، سر يې ښكته نيولى و، خپل كلاشينكوف يې هم داسې د پښو په منځ كي ټينګ نيولى و، لكه چې له چا څخه يې پټوي.
مخامخ ولاړ واښه سره وښورېدل ده لږ ځان سره سم كړ، كلاشينكوف يې را پورته كړ، قيد يې ووهه او هغې خواته ځير شو، د كلاشينكوف قيد ته يې وكتل په ضربه يې ودراوه او د مخامخ ولاړو درګو او واښو په لوري يې نښان برابر كړ، داسې معلومېدل لكه د وښو په منځ كي چې څوك پټ وي، خو دا مالومه نه وه چې خپل دى كه پردى.
جليل ځان نور هم په ځمكه پورې ونښلاوو، د كلاشينكوف په ماشه يې ګوته كېښوده فكر يې وكړ:
څه وكم، ويې ولم، كه ډزې وكم نو. . . نه نه، زه څوك نه وژنم، ولي څوك مړ كم، د چا په مرګ كي زما څه ګټه ده ګنا لري.
ورته نژدې واښه وښورېدل داسې معلومېده چې څوك د ده خواته رانژدې كېږي.
له ځان سره يې وويل:
اوس نو څه وكم كه غږ پې كوم زما ځاى ورته مالومېږي او ډز راباندې كوي.
شا و خوا ډزې نورې هم پسې زياتې شوې، دوى يو له بله ورك شوي وو، دا مالومه نه وه چې خپل كوم دى او پردى كوم دى، له هرې خوا د ډزو غږونه راتلل، يوه نيمه ګولۍ به د جليل له سره تېره شوه، جليل له ځان سره سوچ وكړ:
ولم يې توكل په خداى،كه نه ما وژني.
بيا تلولى شو:
اوف خدايه! څه وكم په اومر (عمر) مې څوك نه دې وژلي، اوس يې څنګه مړكم.
نژدې درګي او واښه بيا وښورېدل جليل ورته ځير شو، خو واښه دومره ګڼ و چې څوك نه پكې مالومېدل، كوښښ يې وكړ چې په وياله كي ځان وښويوي او ځان ترې لرې كړي خو وياله تنګه وه، شا و خوا يې وكتل كه بل پټ ځاى پيدا كړي او ځان په يوه منډه ور ورسوى، خو هيڅ داسې ځاى يې پيدا نه كړ، له ځانه سگره يې وويل:
نشته داسې لورى، چې ور وتښتي كمزورى، توكل مي دې په خداى وي ولم يې، كه دى و نه ولم ما وژني، كلاشينكوف يې د وښو په لوري برابر كړ.
ماشې ته يې ګوته ورنژدې كړه، سترګې يې پټې كړې، په ماشه يې ګوته ټينګه كړه خو ډز يې و نه كړ، لكه چې لاس يې سوځېدلى وي، ژر يې ترې ايسته كړ، له سر نه يې خولۍ ايسته كړه، ځان يې نور هم له ځمكې سره ونښلاوو كلاشينكوف يې هماغسې د وښو په لوري نيولى و، بيا يې ماشې ته ګوته ور وړه او چېغه يې كړه:
څوك يې؟ كه نه ومې ويشتې.
له هغې خوا په بېړه پرې غږ وشو:
_ مه مه زه يم جليله زه يم رحيم ګل يم.
جليل په غوصه وويل:
_ زوى مړې اوس خو مې غلبېل كړى وي ولې دې غږ نه كاوو.
رحيم ګل رانژدې شو په زګېروي يې وويل:
_ چېغې مه وهه، نه وينې چې شا و خوا ټول دښمنان را تا و دې، او له دې سره د جليل په لوري په سينه را وښويېده د جليل پام شو چې د رحيم ګل له كيڼ لاس څخه وينې بهېږې په خواشينۍ يې وويل:
_ او هو ته خو زخمي يې، لكه چې وينه دې ډېره زايه (ضايع) كړې ده دا څنګه؟
_ اوه پوښتنې مه كوه.
جليل پخپل دسمال د رحيم ګل لاس و تاړه، خپل ځاى يې ورته خوشې كړ ورته و يې ويل:
ته دلته څمله زه به د هغې پولې تر څنګ كېنم، جګړه تر پخوا سړه شوې وه، خال خال ډزې روانې وې د جګړې د بل لوري، ډزې له لرې اورېدل كېدې، خو دوى بيا هم ښايي له وېرې يوې او بلې خواته ډزې كولې، څه شېبه وروسته د دوى د موټرو او زر پوښونو غرهار اواز هم واورېدل شو جليل په خوښۍ وويل:
لكه چې حركت دى، ځه چې د سرك خواته ولاړ شو چې هسې له دې لانتي "لعنتي" ځاى نه ځانونه وباسو خو رحيم ګل زړه نا زړه و، جليل بيا وويل:
_ لكه چې زړه دې نه كېږې كه څه؟ كه تلاى نه شې ماته را په شا شه.
_ نه نه ښه يم، پخپلو پښو تلاى شم.
جليل يو ځل بيا شا و خوا وڅارله، د كوچني ديوال تر څنګ د سړك پر لوري يې منډه واخيستله.
خو د رحيم نا څاپي غږ ځاى پر ځاى ودراوو.
ودرېږه، چېگرې منډې وهې؟ دا زما كلاشينكوف هم ته واخله زما لاس ډېر خوږېږي.
جليل بيرته د ده په لوري روان شو، رحيم ګل چې د كلاشينكوف ميل د ده په لورې نيولى و په ماشه ګوته كېښوده.
جليل په وارخطايي ورته وويل:
مه مه دا څه كوې څه . . .
او له دې سره په ځمكه ولوېده.
موټرونو هارنونه كول، قوماندان موټرو ته د مړو او زخميانو د پورته كولو امر وكړ، د لومړيو مورچلونو جنګياليو ډزې كولې او نورو مړي او زخميان په موټرونو كي ځاى پر ځاى كول، رحيم ګل د جليل د جسد تر څنګ خواشينى ناست و سوړ اوسيلى يې تر خولې ووت.
اوه، لكه چې ټولې ګولۍ يې په خوله كي لګېدلي وي، ټول شاجور يې په خوله كي تش شوى دى غاښونه يې ورك دي.
اخ غاښونه، دسرو زرو غاښونه، لكه چې د دواړو له خولې ووتل!!!

كابل شېر على خان واټ
12/4/1376

 
بېرته شاته