لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د مور مينه
لیکوال: نصير احمد احمدي   نېټه: 02.01.2010   خپرونکئ:   سمسور  
د سپوږمۍ په رڼا كې وراوالې ښځې د ډول غږ ته نڅېدلې، خو په كوټه كې له دې ډلې څخه يوه ځوانه ښځه د يوه ويده ماشوم تر څنګ ناسته وه. د لمپې رڼا، د هغې له اوښكو ډكې سترګې ځلولې. دې په احتياط له خپل زوى څخه كمپله كش كړه، د څلور كلن هلك په ټول وجود كې، ضعف او ناتوانۍ ريښې غزولې وې، خو مور ته د خپل زوى دا خوار او بې سېكه وجود د نړۍ تر ټولو كوچنيانو ښكلى واېسېد. ښځې خپلې وړې شونډې د ماشوم بغور (اننګي) ته ورنژدې كړې، خو هغه يې ښكل نه كړ، دا ووېرېده، چې د هلك ژړا به د هغه ترڅنګ په ورا راغلې غزېدلې هډوره ښځه راويښه كړ.
ښځه دا وخت يو داسې بې لاسو او وږي بنيادم ته ورته وه، چې تر مخ يې خوندور خواړه پراته وي، خو خوړلاى يې نه شي.
دې نه شواى كولاى چې د خپل زړه ټوټه په خپل زړه پورې ونښلوي. يوازې د زړه نه پاكېدونكى غم يې په تړمو اوښكو مينځه...
اخر مورنۍ مينې پر زغم اوصبر پښه كښېښوده، دې بې اختياره ويده هلك په خپلې سينې پورې جوخت كړ. هلك وسونګېد، خو ښځې د خپلې خواښې له وېرې د هلك مخ په ښكولو لوند كړ. اخر يې په زړه كې د غم تړلې غوټه وسپړله. وړو سلګيو، چيغو او كوكو ته ځاى پرېښود....
يو ناڅاپه يې په زړه كې وينه له حركته ولوېده، د دې كوڅۍ په شدت سره شا لوري ته كږې شوې وې، يوه وېروونكي غږ يې د غوږ پرده وتخنوله:
"ته او دومره جرئت!!"
له دې سره دوو غښتلو لاسونو د مور له غېږې ماشوم بېل كړ. وروسته دا لنډې خو پياوړې ګوتې، د ځوانې ښځې په وېښتو ټينګې شوې او د ښځې موټ- موټ تور وېښته يې وشكول. د هلك غوښنه انا په ټول قوت سره پر ډنګره ښځه پرته وه او د وحشي ځناور غوندې يې د هغې پر ژېړ مخ او اوږده غاړه نوكراغې (نوكارې) لګولې.
په لږ وخت كې كوټه له وراوالو ښځو ډكه شوه، پياوړې ښځې ته لاسونه وراوږده شول او په ډېر زيار يې د غوښو او هډوكو دا دروند بار د ډنګرې ښځې له سينې څخه پورته كړ.
د هلك مور له اخ و ټوخه لوېدلې او سترګې يې رډې راختلې وې، له نريو ځګېرويو يې ښكارېدله چې ښځه ژوندۍ ده. دوو پېغلو په بيړه د هغې لاس او تلې موښلې، هډورې ښځې څو ځلې پرتې ښځې ته لاس وراوږد كړ، خو د دې لنډ لاس ته به په هوا كې لاسونه ورلوېدل...
د هلك د انا خوله لا له ځګونو څخه ډكه وه، چې يوې بوډۍ ورته وويل:
"خير دى، څه قيامت خو جوړ نه شو، اخر خپله وينه يې ده، پوره كال يې نه و ليدلى..."
ښځې له كاوړه (غوسې) وخوټېدله:
"ورستې! ستا يې څه، چې په پردي خيراته كې سپي په لوټه ولې؟!!"
په دې خبره د بوډۍ دوې لوڼې د بمبرو (مچيو) غوندې وبوټېدلې:
"له خولې سره دې پام كوه، خداى كه دې څوك سور او اوږده سره وپېژني.."
د هلك انا له وېرې خولې ته كونج وركړ:
"جار! پرېښې ښځه بېرته نه خپلېږي. تېر كار مې زوى پرېښوده، لكه چې په پوست چندانې پاكه نه وه.. دا حق نه لري، چې زما لمسي ته زوى ووايي. اخيستل خو يې لا پرېږده..."
څو بوټېدلو (راپارېدلو) ښځو په يوې خولې وويل:
"دا يو تور دى، موږ يې له پېغلتوبه پېژنو، له چا سره مو نيولې ده؟ هغه داسې پاكه ده، لكه نوى زېږېدلى ماشوم. د طلاق لپاره مو بله پلمه پيدا نه كړه، چې په خواركۍ پسې مو دومره لوى تور پورې كړ...؟"
د بوډۍ مشرې لور په كاوړ (غوسې) سره د هلك له انا څخه كوچنى ور واخيست او د مور په غېږ كې يې، چې همدا ګړى يې په تن كې وينه غوړېدلې وه، كښېښود.
غوښنې ښځې خپل خير په ولاړېدو كې وليد، خو د وره په چوكاټ كې يې نوك ونيو. د هلك مور ته يې په كاوړ سره وويل:
"خداى كه دې رانه زوى كړ".
مور، په ناباورو سترګو خپل زوى ته كتل... ناستې ښځې سونګېدلې، خو د هلك مور په چغو- چغو ژړل او د زوى له بغور (بارخو) څخه يې د خپل كميس په لستوڼي هغه وينه پاكوله، چې همدا ګړى د ښكلولو په وخت، د دې له خولې څخه څڅېدلې وه...
 
بېرته شاته