لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
کاروان او چنار
لیکوال: لطيف بهاند   نېټه: 29.12.2009   خپرونکئ:   سمسور  

کاروان او چنار

چوپ شمه،که ووايم چې دنگه ياره تاښيم
خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه معنى؟

کاروان د تصويرونو له لارې،کاروان د خيال په مرسته،کاروان  دتخيل او يا د کلموپه هنري کولوسره  له ساده ژبې   ښکلي افساني او يا کولی شو ووايو ان اسطورې جوړوي.داسې افسانې چې هغه د لوستونکو لپاره،په يوې ښکلې او مينه ناک زيري راوړونکې تصوير بدلېږي..لوستونکي او اورېدونکي له دغه تصوير سره مينه پيدا کوى،په هغه ميينېږي او کله کله خو له ډېرې مينې نه د هغه لمانځنې ته اړوزي، دا دوه لاندنې بېلگې خو زموږ ددي خبرو ښه تائيد دي:

بلبلان مې اوس  په سر کې ځالې نه کړي
اور مې واخيستو د بر کلي چنار يم
چې ديوان د بد رنگۍ راته گواښېږي
زه دښکليو ښاپېريو هغه ښار يم
ما چې سوځي خپل هډو کې يې ايره شي
خبردار زه دکابل د زړه ازار يم

کاروان په خپلو شعرونو کې،د کاروان،سندره،باگرام، ځنگل،ښاپيرۍ او چنار کلمې داسې نازولي،چې هر يوه يې دده په جوړو شويو تصويرونو کې په ابدي معبدونو او ځانگړو بڼو په شعر او نوښت بدلې شوي دي.
د ليکنې په دې برخه کې به دده په شعر کې،نه نه ،ښه  به دا وي  چې ووايو دده په ژوند کې د چنار دکلمې او له دې کلمې نه د جوړو شويو تصويرونو نندارې ته کينوو،ورته ځير شو،ورسره وغږېږو،خوند ترې واخلو او پر ې وغږېږو.
زه داسې تصور کوم چې د کاروان لپاره چنار هم تر هرڅه نه دمخه مينه ده،هغه هم انسانى مينه،دي وايي:
د کاروان دچنار د مينې دا لړۍ کولاي شو همداسې اوږده کړو،خو دا خبره  چې کاروان د خپلو خورا ښو ښو شعرونو  يو نه هېرېدونکې ټولگۀ د چنار خبرې کوى،په نامه نومولي،دا معنى لري چې چنار به کاروان ته څومره گران او تر کومې اندازې به هغه ده ته  ارزښتمند وي.
درې واړه پر ما ګران دي،اول يار زما دکلي
چنار زما دکلي او کوکنار زما دکلي

هو څوک چې  دا نوم اوري د کاروان خبره پوښتي چنار څه معنى؟ یوه معنی خو يې کاروان مخکې وويله.بله پوښتنه دا چې چنار څنگه خبرې کوي؟ولي چنار؟ولي نه ګلاب؟ ولي نه ټول ځنگل او يوازې چنار؟ د چنار خبرې کوي،تر خپرېدو نه وروسته خلکو له کاروانه، دا پوښتنه دومره کړي چې  پير دې ته  اړ شوی هماغه مصرعه ووايو چې مخکې مو ياده کړه،هغه دومره خوږه ده چې تکرار ته يې حسن تکرار وايو او ليکو:

چوپ شمه،که ووايم چې دنگه ياره تاښيم
خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه معنى؟

کاروان له چنار سره داسې د زړه خواله کوي لکه له رښتنی  دنگه ياره سره.هغه هغه سره خاندي،هغه هغه سره موسېږي،هغه هغه ژاړي،چغې وهي،ناري وهي،هغه سره غاړه په غاړه ټپې وايي،هغه ته غزلې ليکی او کله  لکه د بت په شان خاموش ورته ناست او د زړه راز ورسره کوي.په دې ټولو حالاتونو کې د کاروان په زړه او ژبه،د هغه په روح کې او د هغه په خيال کې يو پټ روح او روان په خوځون دى، داسې روحي ارمان چې غواړي يو څه ووايي او يوه لوی ارمان ته نه يوازې ځان بلکې ټول ورسوي. دی دا ټولې خبرې د چنار له ژبې کوي او وايي:

چنار خبرې کوي

زه د بر کلى د گودر دغاړې
يو شين چنار وم،چنار
هر مازديگر به راته سلو نجونو
په سرو منگولو سلامونه کول
سحر وختي به مستانه پېغلوټو
زما پر ټيټو او خورو څانگو اوبه شيندلې
زه به په ناز لکه خوب وړى زلمى
څه غلى،غلى وبوږنيدم
له شينکي خوب  نه به دپېغلوپه خندا ويښيدم
 له ساړه باد سره به اخوا دې خوا
لکه دټال زنگېدم
او د گودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا
په شنه گېډي گېډي کميس کې گډېدم گډېدم
کله ناکله مې په غلي ماښام
له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اورېده
لکه غوږونه به مې
دڅانگو،څانگو په لاسونو کې نيولې پاڼې
ما به د دوو مينو
د بڼو گانو هر يو رپ اوريده
بيا به مې باد ته ښورول لاسونه:
غلى شه خداى ته گوره شور مه کوه!
خداى زده چې ولې به دباد  غمازگر
راسره رخه کېده
د دوو مينو ننداره يې په ما نه لورېده
لکه چې مست ښامار زنگېږي د چندڼ پرڅانگو
داسې په خرپ  به يې کړې ماتې رانه غبرگې څانگې
پاس به له ځالې نه جوړۍ بلبلې والوتلې
لاندې به هم غلې شوه
د تودو شونډو د مچکو خرپا
زما په زړه کې به وې څړيکې تر سهاره خورې
سهار به لمر راوخوت
نجونو به بيا په سلامونو باندې ونمانځلم
لمر به چې څو نيزې له غره راجگ شو
د گودر غاړې نه به وکوچېده
د مستو نجونو د منگيو کاروان
مهار د وړانگو يې په لاس کې و د لمر د څاروان
لمر به د وړانگو په تودولاسونو غوټه کړلې
زما د غبرگو ماتو څانگو له رگونو سره
خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو
لکه ماشوم به له خندا نه شين شوم وبه مې وې:
-اخ خدايه!بيا دچا ښکالو راغله؟
بيا مې په رگ،رگ کې خورې شوې څېړيکې
هغه دى بيا مين زلمى راغى
چې دا زما د ماتو څانگو خواکې څه لټوي؟
هغه دي ټولې يې کړې
ټوټې د ماتو بنگړو
او مرغلرې د شکيدلي اميل
هغه دي غوټه يې کړې
د سره دسمال په پېڅکه
ښايي چې دا دسمال هم
چا ورته جوړوي په وريښمينو گوتو
مابه له زړه سره پټ پټ وخندل:
خداى ماته هم مين زړگى راکړى
چې دمينو په راز ښه پوهېږم
زلمى به غلى،غلى
لکه ښکاري نه ترهيدلې غرڅه ماته راغى
اخ څه ښايسته و زلمى
اخ څه ظالم و زلمى
چې په تېره چاکو يې
زما په تاند او په غوښن ټټر کې
دخپل معشوق د نامه
شپږ  نه  اووه توري ژور وليکل
زما ټټر کې يې چاکو وښوييد
ښايي زماد ناز ښېرې وواهه
گوته يې هم شوه برسيرنه ژوبله
چې په تودو وينو يې
د خپل معشوق د نامه توري سره شول
په وينو سره توري يې
په مينه،مينه ښکل کړل
زما په رگ،رگ کې
د خواږه درد څړيکې خورې ورې شوې
خورې ورې څانگې مې
لکه د اور لمبې شوې
سيل د مارغانو رانه والوتو
ښايي په دې پټو لمبو باندې يې پښې وريتې شوې
هغه مين زلمي زما د وجود
دوې ماتې غبرگې څانگې کورته يووړې
بيا به مې ان له شفقي ماښامه
تر سپيده داغ پورې نغمې اوريدې
د سريندې له نري تاره،تاره
د مست رباب له مستانه شاتاره
څه په خندا به مې په غېږ وريده
دشنه آسمان د سپينو ستورو له رڼو سترگو نه
د پلوشو د اوښکو داره،داره
زما تر زړه به يې کړه نېغه تېره
د وړانگو سپينه لاره
پاس د ښايست پرښتو
راته نيولې وه رڼه هنداره
شينکى اسمان به مې د ځان سکه تصوير گڼلو
او راڼه ستوري مې د خپلو څانگو
سپينې مرغۍبللې
داسې زما د ژوندون
پېغلې شېبې تېريدې
لکه د پېغلو تکې سپينې ليچې
د شنو بخملو له لستوڼو راوتې تيريدې
داسې يو څو شپې وې د قدر شپې وې
چې ويښ به ناست وم،تر سهاره پورې
چې ټوله شپه به مې څارلې د مينو لارې
زما به پاڼه،پاڼه غوږ غوږ وه
د هغې مستې سريندې نغمو ته
چې په ليندۍ کې يې يو څو تاره د څڼو هم وو
له کاره ويستى ومه شرنگ د رباب
چې په سينه يې د درخو د لاس څونډي زنگيدل
پرون چې بيا لکه د ناوې زلمى
دنجونو منځ کې ناست وم
ناڅاپه کړيکې شوې، د واى مورې نارې خورې شوې
په ځان  خبر هم نه وم،څانگې مې ارې،ارې شوې
بنگړي ذرې،ذرې شول
منګي کودي،کودي شول
څڼې لمبه،لمبه شوې
شالونه باد يووړل
پاس مې آسمان ته کتل
زما پر خوا و په غړمبا را روان
لکه يو ستورى له مداره وتى
لکه يو غشى له پرهاره وتى
 د اور ابليس د ملايکو له کتاره وتى
پر جوماتونو پر حجرو پر گودرونو پريوت
پر سر د مستو چنارونوپريوت
***
زه د گودر په غاړه نه يم ولاړ
ما سل زلمي،سل جنيکۍ په غيږ کې ټينگ نيولي
زه د کنډو پر سر په لويه هديره کې ښخ يم
زما په هر تابوت کې
يو گودر وينې ښخې
يو گودر اوښکې ښخې
زما د هر تابوت پر هره تخته
دعاشقانو معشوقو نومونه
د گور چنجو خوړلي
زما له څانگې جوړه شوې،سرينده ده ماته
په تش گوگل کې يې د غم توره پيشو ده ناسته
خوله يې په وينو سره ده
د ژوند له ښکليو ماشومانو يې خوبونه وړي
د کښت د پېغلو پر سينو نه شته  د ږدونو څونډي
زموږ د کلي د بامونو دسر
روږدې کوترې وږې
زما د څانگې له رباب نه دشکيدلي ځونډي
وچې مرۍ تيروي
***
زه د بر کلي د گودر د غاړې
يو شين چنار وم،چنار
زه د گودر په طبع ښه پوهېږم
گودر  شاعر غواړي چنار غواړي
گودر د سلو منگو
رنگين کتار غواړي
گودر د غرونو،د ځنگلونو د پېغلوټو چېنو
کاروان مهار غواړي

چنار، د کاروان د ژوند، دکاروان د ټولنې د بدمرغه ژوند او دده دلا  نه ملت شويو خلکو د اورني ژوند خبرې دي.په دغه شعر کې دغه لاندې خبرې :
 له شينکي خوب  نه دپېغلوپه خندا ويښيدم
 له ساړه باد سره به اخوا دې خوا
لکه دټال زنگېدم
او د گودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا
په شنه گېډي گېډي کميس کې گډېدم گډېدم
اويا:
کله ناکله مې په غلي ماښام
له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اورېده
لکه غوږونه به مې
دڅانگو،څانگو په لاسونو کې نيولې پاڼې
ما به د دوو مينو
د بڼو گانو هر يو رپ اوريده
بيا به مې باد ته ښورول لاسونه:
غلى شه خداى ته گوره شور مه کوه!
خداى زده چې ولې به دباد  غمازگر
راسره رخه کېده
د دوو مينو ننداره يې په ما نه لورېده
لکه چې مست ښامار زنگېږي د چندڼ پرڅانگو
او ياخو:
سهار به لمو راوخوت
نجونو به بيا په سلامونو باندې ونمانځلم
لمر به چې څو نيزې له غره راجگ شو
د گودر غاړې نه به وکوچېده
د مستو نجونو د منگيو کاروان
مهار د وړانگو يې په لاس کې و د لمر د څاروان
لمر به د وړانگو په تودولاسونو غوټه کړلې
زما د غبرگو ماتو څانگو له رگونو سره
خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو
لکه ماشوم به له خندا نه شين شوم وبه مې وې.

هغه څه دي چې نه يوازې شاعر په هغه تاريخ هنري کوي بلکې هغه په هغو کې خپل شعري قوت هم ازمايي او هم يې نورو ته ښيي.
که دا ومنو چې شعر د تفکر،هغه تخيلي بڼه ده چې دعاطفي تورو په جامه کې د خپل اغيز هڅه کوي.
که دا منو چې شعر د ژبې تر ټولو نه،غوره شوې،اميل شوې،عاطفي شوې، او په  وزن گاڼل شوې بڼه ده.
که دا ومنو چې شعرد يوې پېښې د تصور او وروسته د تصوير انځوريزه،انځور دی،نو ددغو خبرو له مخې  کولي شو د کاروان دا خبره تکرار کړو چې ويلي دي:

تور ديوان مې سلامي کړل،دښکلاوو ښاپيروته
غزلتوري د کاروان دي،که غمي دسليمان دي؟

ددې خبرو نه زموږ موخه دا وه چې کاروان نه يوازې دچنار له خولې نه د خپلې خداى ورکړې شعري ژبې اسماني نښې څرگندې کړي بلکې له دې لارې يې،خپله ژبنۍ پانگه،هغې سره مينه،ددې ژبې د سوچه کارونې، پردو خيالاتو، افکارواو کلماتوته  نه اړتيا،د ژبې دسندريزوالي توان او خپل فطري ښکلاييز قدرت هم پر نورو پېرزو کړی دی.
که شاعر خپله ښکلاييز ذوق ونه لري،که شاعردخپل ملت د ښکلاييز ذوق نه بې خبره وي،که شاعر د ښکلاييز ذوق ښاپېرۍ ځان پسې خپه نه شي کړای،هغه به هېڅکله د کاروان په شان چنار په خبرو راوستلي نه شي،هغه دچنار مینه په ځان کې رازرغونوي:
د اوبو په څېر يو څوک به ورته ګورم
راشين شوی مې په شعر کې چنار دی

که دې برخه کې خبره لږه اوږده کړو،کولاي شو ووايو:

دکاروان د شعر يو برى دادی چې د هغه ژبه لا لړل شوې نه ده.هغه لا د خپلې مور،خپل پلار او خپلې کورنۍ په ژبه خبرې کوي او شعر ليکي او ددې زياترو چارو وياند چنار دی.کاروان دی.اوس خو پوه شوي چې يارانو چنار څه معنی؟
 
بلبلان مې اوس په سر کې ځالې نه کړي
اور مې واخيستو د بر کلي چنار يم

خو د تعجب وړ خبره خو داده چې کاروان دغه چنار په ټوله شاعرۍ او ژوند که په يو چا بدلولۍ شي،پوهېږي،هغه څوک ده،نه تصور یې هم نه شي کولاي،اوس به خپله درته ووايي:
پردنګو دنګو نجونو دی کاروانه پام په کار
بس بس مړه له لمنځې له چناره واخله لاس

د تورو تکرار
درياب کې د سندرو به څپې څپې څپې شي
 ټپې ټپې ټپې په يکه زار زما دکلي

کاروان په خپل شعر کې د تورو،کلمو او ترکىبونو له نڅا او تکرار نه ،د خپلو زياترو غزلو،قصيدو او ان د ازادو شعرونو،موسيقي او له هغه لارې وزن  جوړوي.
تاته به دعا دعا دعا ښکاري
پټې په دعا کې ستغې سپورې دي

دغه تکرار او له تکرار سره سره په ماهرت د تورو رنگينول،هغه ښکلاوې دي چې د کاروان د شعر سندريزې ځانگړتياوې پرې ولاړې دې.دغه سندريزه ځانګړتيا دده او دځينو نورو شاعرانو ترمنځ د جلاوالي خو ښکلاييزه کرښه راباسي.دلته د ش د توري او وروسته بيا د چ تکرار ولولئ:

شپه شوه،شنو لمبو اغوستى،د شيشو نازک لباس دی
شيخه پام کوه رانه وړې،بيا ډبرې ميکدې ته

د شيخانو پاچاهى ده چې چوپ چوپ يم
گني زه هم د ادم د رباب تار يم

غچ غچ په کې،چوپ چوپ دى،د کوچنيو چوڼ چوڼکو
را ځي چې غچ يې واخلو چا وژلي چنارونه

همداسې تر پايه:

غم دې غل دى،پسې غلى غلى راغى
پروت په زړه کې مې،غمى ستا د پيزوان دى

چې شومه دم شي، شپه پخه شي او ويده شي خلک
کاروان دې اوري،کنه دا يې دسندرو وخت دى

هغه لشې لشې باڼه د اشنا نه شته نه شته
د مرگي ژرندې ومرې،ډېر دې غنمرنگ خوړلي

ناست يم په خلوت کې يو ملنګ د زمانې يم
غلی غلی غلی له غوغا سره غږېږم

نه پوهېږم چې کاروان په خپله وينا کې دتورو تکرار لاسي کوي او که د الهام په بڼه په ده کې راخوټېږي،خو هر څنګه چې ده ،هغه دا څو چارې تر سره کوی:
-دده شعر لاپسې سندريز کوي.
-دده شعر لاپسې ښکلی کوي.
-دده موخې ته د ټينګار بڼه ورکوي او لاپسې پخه بريښي:

غچ،غچ په کې چوپ،چوپ دی د کوچنيو چوڼ چوڼکو
راځۍ چې غچ يې واخلو.چا وژلي چنارونه

رنگ او د کاروان شعر
رود،دې د رنګونو کړم،رنګينه يې
رود نه يم د زړه د وينو داره يم

رنگ،د طبيعت د نورو اغيزمنو هستيو تر څنگ،د تل لپاره يوه دپام وړ او اغيزمنه پديده پاتې شوې ده.
دغه پديده د طبيعت له زړه نه راپيدا شوې ده،په هغه کې يې وده کړې ده،په هرچا او هرڅه يې په خپل ډول اغيز لاره او لري يې.
انساني ليدنه او انساني طبيعت د نورو زياترو پديدو په پرتله له رنگ او دهغه له بېلابېلو ډولونو اغيزمن بريښي.
دا اغيزکېداي شي،روحي،رواني،فزيکي او ټولنيزه بڼه ولري.رنگ په انسانانو او په ټولي توگه په انساني ټولنه کې دښکلا، دخوښيو،ناخوښيو، د هوسونو ، د څرگند و نو ،د وير،دکرکې،دسينگار او مينې له غورو نه پر غورو او يا بدو شيبو خپل اغيز په مخامخ او غير مخامخ توگه پرېږدي.
که څه هم رنگ د احساس او درک نه وروسته  دپوهېدو پړاو ته رسېږي،خو دهغه اغيز خورا چټک او زياتره تلپاتې وي.
په ورځني ژوند کې،له ډاره يې درنګ الوتل،له قهره شنه کېدل،له شرمه سره کېدل،له درده ژېړېدل،له رنځه تورېدل او نورې بېلگې د ټولنپوهنې له مخې هغه څه دي چې په هغو کې رنگ د يو چا يا کومې پېښې د کچې او اغيز اندازه لگوي.
همدا راز د وير او غم په وخت کې د تورو جامو اغوستل،د پېغلو سور ټکری، د روحانيت سپينې جامې او نور بېلگې دپام او يادونې وړ دي.
له لرغونو زمانوراهيسې، دټولنو په سياسي ژوند کې،د هر هېواد،هرې سياسي ډلې،قامونو او يا مذهبي ډلو ځان ته  د پېژندنې او نښې رنگ لرلی دی.د ساري په توگه په وروستيو زمانو کې د نړۍ چپي ډلو سور رنگ،اسلامي ډلو شين رنگ او هم ځينو ډلو سپين ، تور يا ژيړ رنگ د خپلې نښې لپاره کارولی دی.
په نننې ټولنه کې، د رواني ناروغيو او رواني ناروغانو د تداوي لپاره د رنگ کارونه ، خورا لوى هنر او ماهرت بلل کېږي.
په اوسني ژوند کې د دود، مود او ديزاين خبره او په هغو کې د رنگ کارونه،په تېره بيا د کال په بېلابېلو موسمو کې د کاليو د رنگ ټاکنې د يوې خورا وړ اړتيا او پوهې بڼه پيدا کړې ده.
په پښتني ټولنو او ټولنيز ژوند کې،د ژوند د اړيکو د لږوالي،يا ښاري دود دستور نه د لري والي له امله، د رنگ د ډولونو کارونه او هغه ته پام خورا لږ دي.
په دې ټولنو کې زياتره هماغه  طبيعت ته نېږدې ،شين،سور،تور،سپين او ژيړ رنگونه زيات يادېږي او په ورځني ژوند کې يې يادونه کېږي.
رنگ پېژندونکي زياتره وخت رنگ په درې ډوله ويشي او وايي چې لومړې ډله يې: سور،اسماني او ژيړ دى.ددوی د وينا له مخې نور رنگونه د همدې لومړۍ ډلې له يو ځاي کېدو نه رامنځ ته کېږي او نور رنګونه بيا دلومړې او دوهمې ډلې له يو ځاي کېدونه جوړېدوکي رنگونه دي.
خو دلته خبره د رنگونو په فلسفه او د هغو دودي په تگلوري نه ده،دلته يوازې دکاروان له خوا په خپل شعر کې د رنگونو دکارونې او په خپل شعر کې دهغه  په لفظى مهارت او معنوى ارزښتونو کې ده.
کاروان په خپلو شعرونو کې د هر ډول رنگونو يادونه کوى،دهغو له ارزښت نه د خپلو شعري تصويرونو په جوړولو کې کوډگره گټه اخلي،خو دده دشاعرۍ تر لوستلو به د هر لوستونکي دې ته پام شى چې دده په شعر کې شين رنگ، ځانگړى ځاى او يوه ځانگړې کارونه لري.
شين رنگ دده لپاره دهر څه نښه ده،کله د بري،کله دنوغي،کله دعقيدې او کله هم د شين سترگي دښمن:
دخداي شين کتاب،شين قران،شين زړه،شين اسمان،شين سهار، شين سمندر، شين ستورى.شين بگرام،شين لستوڼى، شين نښتر، شين سترگى هوا باز، شين ځنگل، شين درياب، شين جام،شين طوطي،شين زرغون طوطي، شين گل،شين دستمال، شين همزولى، د شعرشين کتاب،د غزلې شين تورى، د شعرونوشين همزولى،شين لباس، شين شال،شين لباس،شين د بوډۍ ټال، شين بام،شين چنډن، شنې بنفشې،شنې ټکې، شنې درې،شنه ښامار، شنې اوبه، شنې درې، شنې جامې، شنې ځيږې وزغنې، شنې ونې، شنې سترگې، شنې لښتې، شنې بڼکې،ترشعر نه  شنې بورې ونې، شنې بڼکې، شنې لمبې:

سرې او شنې لمبې پر تورې شپې کړه بلې
شنه پياله په سرو منگلو کې مشال کړه

،شنې غونډۍ، شنې ويالې، شنه خوبونه، شنه غرونه، شنه لستوڼي، شنه دعا، شنه ژبه، شنه پرښته، تکه شنه خندا،شنه غېږ،شنه بنگړي،شنه وينه،د زړه شنه کوتره، شنه پرښه،تکه شنه خندا، شنه غنم، شنه لښته، په شنه چپن کې ناست پير،شنه لاره،شنه ونه، دشنو ميو ښيښه، شين خوب،  شين بخمل او نورو شنو څيزونو،حالتونو او تصويرونو يادونه.
ما چې په دې اړه هرڅه فکر وکړ او دده دښکلو شعرونو په نيلي مې هرې خواته ودانګل ومې نه شو کړاي ځانته ددغو ترکيبونو او خيالاتو موخه څرګنده کړم،نو ځکه مې  له خپل د خوښې شاعر پيرمحمد کاروان سره د زړه خواله وکړه،خو بياهم قانع نه شوم،بيا مې دا پوښتنه په ليکنه بڼه ده ته وسپارله چې تر څو مياشتو وروسته يې راته وليکل،کاروان ليکي:
د استاد بهاند د يوې پوښتنې په ځواب کې:
ښاغلي استاذ بهاند صاحب رانه پوښتلي چې له کومو رنګونو سره مې ډېر زړه تړلی دی؟
ډېره سخته پوښتنه ده.په سر کې به دا عامه مفکوره او نظريه وړاندې کړم چې وايي:
"هر رنګ ښکلی دی خو چې په خپل مناسب ځای کې وکارول شي"غني بابا يو وخت ويلي وو:
-((له لک هازره کتابه     
ما دا يو ټکی زده کړی
چې دا تورهم ښايسته شي
چې ديار په زنه خال شي))
ويل کېږي چې کله محمد (ص)معراج ته وخوت،نو په آسمان کې دجنت حورو پوښتنه ترې وکړه چې پيغمبره موږ ته دې له دنيا نه کومه تحفه راوړې ده؟ وايی پيغمبر  (ص)موسک شو او ورته وې ويل:
-ستاسو د ټنډو او زنو دخالونو له پاره مې د بلال تور رنګ راوړی دی.))
انسان چې دنيا ته سترګې غړوي،له رنګ سره آشنا يی پيدا کوي.د رنګونو ترڅنګ يې،خوند لمس او احساس هم همدغسې در واخله.وايي اوبه بې رنګه دي او خوند نه لري.خو که موږ پر خپلو حافظو او حواسو زور راوړ د اوبو خوند او رنګ هم پيدا کولی شو.حمزه بابا وايي:
-دا بې کاري ګوندې څه کار نه دی.
زه به دلته دحمزه باباپه تقليد ووايم:

دا بې رنګي ګوندې څه رنګ نه دی؟
دا بې خوندي ګوندې  څه  خوند  نه دی؟
استاد بهاند!
زه چې په ماشتوب په کوم کورکې اوسيدم،زموږ دهغې کور مخې ته د اوبو شنه وياله بهيده.زه فکر کوم چې اول ځل به د همدې يکې شنې ويالې د رڼو اوبو رنګ زيات زما په زړه کې ځکه ناست وي چې اوبه يې ډېر تيزې او خطرناکې نه وې.ما به ډېر وخت په همدې اوبو کې لاسونه او پښې وهل،په کې لمبېدم به او کټ کټ به په کې خنديدم.د اوبو همدا شنه وياله زما دپاره دلوبو ګوډۍ وه.زما د ماشتوب ملګرې وه او ورسره لوبېدم به .داسې انګېرم چې د رڼو اوبو همدې شنې ويالې ماته دا احساس راکړی وي چې ګوندې زه هم يو څوک يم.يعني د يو کار کولو توان لرم ،په اوبو کې لامبم او وړي مې نه.اوبه په وړو لاسونو وهم خو نه مې لاسونه خوږوي او نه څه راته وايي.نو د نورو رنګونو تر څنګ مې د اوبو دا بې رنګه او مهربانه رنګ هم په زړه کې ناست دی.
کله چې لږ غټکی شوم په جومات کې مې سيپاره ويله.د جومات تر څنګ بياهم د هماغه غځېدلې ويالې پر غاړه د ګلابو څو بوټي وو.کله به چې ګلاب ګل شول،سره ګلونه به يې وکړل،نو وږمې به يې جومات ته راتلې او دا وږمې به د سيپارې له الف او بې سره راته ګډيدې او په ذهن کې مې کېناستې.ماشتوب ؤ،کله کله به مې په غلا له همدې ګلابونو يونيم ګل هم راشکاوه.يونيم اغزي به مې هم وړې ګوټې خوږ کړې.دې ګلابونو ته به موږ په کليواله لهجه د تورې مرغۍ ګل وايه.د تورې مرغۍ له ګل سره تورې شپې رايادې شوي.
د روژو په مياشتو کې به مې پلار تر پيشلمي وروسته جومات ته تلو.زه به هم ورسره تلم.له ستورو ډک شينکی آسمان راباندې ډېر خوږ لګېدو.ما به چې ستورو ته کتل ،نو داسې به مې انګېرل چې دا هر يو ستوری ماته څه وايي،خو زه ماشوم يم او په ژبه يې نه پو هېږم.
زموږ کلی دغرونو په لمن کې و او خړ خاورين کورونه مو وو.دا خړ رنګ مې هم بدې نه راته ،لا راته ګران و.ځکه دهمدې خړو کورونو د ديوالونو دننه د مور په نوم د ځمکې دسر پرښته وه.د پلار او خويندو په نوم د مينې موجودات وو.د کور په برينډه کې د توتکيو ځاله وه.تورې توتکۍ راباندې ګرانې وې.له دوی سره مې يو ډول زړه تړلی و.مور راته ويل چې دا به ولې هم نه،د دوی ويشتل ګناه لري ،دا فقيرې مرغۍ دي.
کله چې د ژمي وروستۍ شپې به شوې،نو يو سهار به ناڅاپه  زموږ انګړ ته دا تورې توتکۍ راغلې.غچ غچ به يې وکړ.
په آوازکې يې يو عجيب خوند و.اخ چې اوس يې هم يادوم يو ډول  ورک او هېر سرور احساسوم.د هغوی دبچو تکې ژېړې تنکۍ مښوکې مې اوس هم په زړه کې خوږې خوږې مښوکې وهي. او په زړه کې ورکې  سندرې راپيدا کوی.هر کال به چې زموږ د کور انګړ ته توتکۍ راتلې،نو مور به مې ورته ويل:
-توتکۍ ستړې مه شی.زه به په زړه کې خوشاله شوم.ما به ويل چې زما مور د توتکيو په ژبه هم پو هېږي.پلار به مې د شاتو مچۍ ساتلې.په ځنګلونو کې به پسې ګرځېده.کله کله به يې زه هم له ځان سره ګرځولم.د ځنګلونو له يو ډول شنه له غباره ډکه فضا مې خوښېده.رنګ رنګ ګلونه او وحشي وحشي بوټي دا ټول راته ښکلي وو.دشاتو د مچېو ملکه ،اخ چې څومره ښکلی زرين رنګ لري.چې په ګوتو کې يې ونيسې،داسې پسته مسته ده چې د پوستوالي احساس دې آن زړه ته لاره کوي.
زموږ د کور مچېو به له شا وخوا غرونو رنګا رنګ ګلونه په خپلو وزرونو کې راوړل .دا رنګونه به ټول په ماخواږه لګېدل.پلار به مې چې په  شاتو پسې د شاتو د صندوق ((ټمبکې))تخته خلاصه کړه،نو کتار کتار دشاتو تختې به په کې وې.د شاتو پر ځينو تختو به تورې مچۍ ناستې وې.له شاتو به خوږ بوی لټېده.د رنګ او بوی دا منظره هم راته ښکلې ښکاريده.پلار به مې ماته دشاتو شخوندپه خوله کې راکاوه.پلار مې راته دخوږوالي او مهربانۍ سمبول ښکاريده.زموږ د کلي چاپېره د شنو غنمو،وربشو او جوارو کروندې وې.هر يوه موسم به يې بيل خوند او رنګ درلود.دا ښکلا به هغه وخت يو په دوه شوه چې لمر به په غرونو او درو  ولګېده.
زموږ په کلي کې باغونه خو يا نه شته،که وي هم بس يو نيم دی.دا ځکه چې خلک ډېر دي او ځمکې لږې.خلک د ميوو او ګلونو پر ځای غلې دانې ته ډېر اړ دي.هغه ګل چې تر نورو غرنيو ګلونو يو څه ډير دی،د غوجره ګل ورته وايي.د غوجره د ګل رنګ تک ژېړ دی.يو مخصوص بوی لري.کله چې ګل له بوټي راوشکول شی،بيا يې بوی هم مړ شي.دغه د غوجره تک ژيړ ګل مې ،تر نورو غرنيو او صحرايي ګلونو ډېر خوښېده.دغوجره بوټي  زموږ د کلي په دښته کې داسې لښکر لښکر ولاړ وي.له يو متر نيولي،تر دوو درې متر ځواني(قد)لري.دغرونو په لمنو کې هم ډېر دي ،په پسرلي کې ددې ژېړو ګلونو څپې يوه عجيبه ښکلا راولي.د غوجره د ګلونو په وجه دې ژېړ ي رنګ هم زما په زړه کې ځای نيولی دی.
د غوجره  دګلونو په موسم کې ديوې مور یو زوی چا وژلی و،نو کله به چې د غوجره د ګلونوبل موسم راته،بوري مور ته به خپل شهيد زوی ورياديده.دغه لنډۍ له هماغه وخته پاتې ده:
د غوجره په ګل يې مړ کړې
چې غوجره په وطن ګل شي وژاړمه
د غوجره د ګل په باب څه نورې لنډۍ هم شته،وايي:
خدای به دې بيا راته موتاز کړي
د غوجره تر ګل نه ژېړه خوله لرمه

په تورو غرو کې دې بندي کړم
نور مې را پرېږده غوجره ګل شوي دينه

استاد ګله!
زما د خوښې د رنګونو کيسه اوږده ده.کله راته يو رنګ دښکلا پر څوکۍ کېني کله بل.هغه دپښتو لنډۍ ده:
مخ دې په سپين کې سرخي وايي
لکه خاسه چې پر ګلاب وغوړوينه

يا زما شعر دی:

زموږ دکلي هغه دنګه جينۍ
هغه په سپين کې غنم رنګه جينۍ

لنډه داچې دا ټول رنګونه د خدای د کايناتو د ښکلا څرګندوی دي.مختلف رنګونه په مختلفو حالاتو کې ځانونه ښيي،ځينې حالتونه رنګونو ته ښکلا ورکوي.
لنډه دا چې په دې ټولو رنګونو کې مې د مينې رنګ خوښ دی.مينه چې له هر يوه رنګ سره لاس يو کړی،بس هماغه رنګ د رنګونو پاچا ښکاري.که په مينه چا يوه شنه پاڼه هم راکړې  دګلاېو او نرګسو تر سلامتې باغچې په کې ډېره ښکلا پټه ده.مينه که د اوبو په بې رنګۍ کې ده،که په تکو سپينو اوښکو کې او يا په رنجو لړو اوښکو کې،بس مينه چې د هر رنګ تر شا ولاړه ده،هغه رنګ نو داسې رنګ دی چې په زړه،ذهن او اروا خوږ لګېږي.هغه ږموږ دخلکو شعر ته ورته متل دی چې وايي:
خوب چې درشي،بالښت نه غواړي
زړه چې مين شي،ښايست نه غواړي.

که څوک په سرو جامو کې ښه ښکاريدلي،په سره رنګ يې مين کړی يم،که څوک په سپينو ،تورو،شنو،ژيړو او نورو رنګونو کې ښه ښکاريدلي،له همهغو رنګونو سره مې مينه پيدا شوې ده.دا رنګونه يوازې په څوک او چا پورې محدود نه دي،تر موسمونو،مکانونو او وختونو پورې هم ورغځېدلي دي.
که څه هم زما سر په دې خبره خلاص نه شو چې ولې د کاروان شين رنګ خوښېږي،يا ولې هغه ډېر کاروي،خو په دې پوه شوم چې دی که وغواړی د هر رنګ له رنګه دخپل شعر د رنګينۍ لپاره کار اخستي شی:
ستا له رنګ مې ډکه لپه واخيسته
خيال مې د رنګونو ژرندګړی دی

تاريخ په يوه جمله کې:
دلته خو دسپينو جامې تورې دي
مه راځه دې چم ته قيصې نورې دي

که دپښتو دنوي او ننني دنوښت او نوي کېدو لپاره آن ديوه تن نوم هم واخستل شي،هغه به هرو مرو دکاروان نوم وي.يا کولاي شو ووايو چې هغه دپښتو شعر د نوي پيل پيل دی.دهغه نوم دشعر هرلېوال ته ښه شاعر او ښه شعر وريادوي.که څه هم کاروان دخپلې روحي پياوړتيا او ذهني پوخوالي په پړاو کې لاس په لاس له هغو ستمونو او وحشتونو ځان ژغوري چې دده پر هېواد يې دپردي پوځونو يرغل او دخپل هېواد دعقايدو او تش په نوم مقاومت ولجه کوونکو راولي.دده دغه ټولې هلې ځلې او خيالونه ،پر ده او دده پر ولس باندې دغه ټولې راغلې بدې دده دشعر په کرښو کې پاتې کېږي او دده دملت په تاريخ بدلېږي.
نو له دې کبله ويلی شو چې دکاروان شعر هم احساس دی او تفکر،دهغه شعر هم تصوير دی او تصور او په پای کې دهغه شعر هم شعر دی او تاريخ:
هغه د شنې غونډۍ نښتر دې په ياد؟
چې يې ټټر کې توغندی ښخ و
هغه چې سپين ټټر يې لوټ لوټ و
چې يې پرو کې سور څونډي ښخ و

زه د وطن د مهاجرو کاروان
هم له ملا هم له الحاد راغلم

اوس موږ په زړونو کې سجدې کوو،لمونځونه کوو
جومات مو ویشتی الوتکو او محراب نه لرې

د کاروان شعر سره له خپل ټول نازک خيالۍ نه،پخپلو تورو اوکلمو او ترکيبونو کې ،دخپل مهال،د خپلو همژبو د تېر مهال،نه يوازې خپل،دخپل ملت،د طبيعت او تاريخ جبر په لنډه هنري بڼه رانغاړي.کله خو دى هڅه کوي د خپل ملت د بدمرغيو گونگه او جړه غوټه،نه دتاريخى ديالتيک،نه دنوي ټولنپوهني،نه دفزيک د بهير دقوانينو په رڼا بلکې ددعاگانو،لمونځونو او د لوى خداى د لوي  دربار په لويو مرستو پرانيزي.
کله ناکله خو بيا دا کار د خيال او عاطفې په ملگرتيا،دښکلو تصويري اندازونو او پښتني دود ودستور په مرسته اوارول غواړي.
دده دغه جړه غوټه،دده دغه راز،دده دغه نه رارسېدونکي خپلواکي،دده په خپل کور ،دهغه په دېرو حجرو او دخلکو په ژوند کې د جگړې او نفاق د اور جړه غوټه ده.
دده لپاره ددې غوټې يا معما اواري ،دومره لرې ده،لکه زموږ په کيسو کې د قاف غرونه او دهغو ښاپېرو ته رسېدل.
دی داټولې خبرې د تقدير په غاړه ور ارتېږى،کله يې د کوډگرو کار گڼى،هغه کوډې چې لا د خوشال بابا لاس او پښې پرې تړلي و او پاړو گانې ورته نه شول موندلي او لرې لرې يې په پېښور يا هندوستان کې ورته لټول.
د کاروان په شعر کې غزل،چې دښکلاوو غرونواو دعاطفې درمندونو ته ورته دی،د خپل هېواد د تاريخ زياتره بهير داسې انځوروي چې کله کله دتاريخ نه په کې  زيات رښتيوالي موندلی شو.
دده غزل، دده د زمانې د هيروشويو حماسو.وياړنو،پېغورونو او تراژيديو هينداره ده.
دهغه غزل،دپخواني غزل په بڼه کې د نوې ساه،داسې بڼه ده چې هم مينه ناک او هم غم لړلې شېبې تغزلي کوي.
که څه هم دده په غزل کې ځينې داسې ښکلايزې نښې،انځورونه او خيالونه سر راپورته کوي چې کېداي شي.هغه د غزل په اړه د منل شويو پخوانو،بنسټونو په وړاندې ناسم وبريښي،خو د کاروان سندرمار يې د ښکلاپه بڼۍ کې داسې رنگوي چې هر اوريدونکي دهغه په اوريدلو سره حيرانه وي.

شپه ده لمر په ولجه راوړه،چې زموږ دسحر تاج شي
دصابر په لاس به وږی،ورک احمد ته دسرتاج شي

 
بېرته شاته