لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
لرغونې مېنه يوه تل پاتې او ګړندۍ هڅه
لیکوال: همت الله امين زى   نېټه: 20.12.2009   خپرونکئ:   سمسور  

لرغونې مېنه دهغه كتاب نوم دې چې دهېواددقلم دډګرتانداو هڅاندستوري،پياوړي اوځوان ليكوال ښاغلي مطيع الله اباسين ليكلى او په دې وروستيوكې دافغانستان داطلاعاتواوكلتوروزارت په مالي لګښت په خوراښايسته سپين كاغذ،ښكلي صحافت اوښې رنګېنې پوښتۍ له چاپه راوتلى دى .
په دې شتمن اثر (لرغونې مېنه) كې خورازيات مالومات دافغانستان دطبعي مناظرواوتورستي سيمو په هكله راغونډ شوي دي . چې ګرځندويان اوتاريخپوهان داړتيا پر مهال له له دې اثرڅخه كاراخيستلى شي.
په دې كتاب كې دهېواددګڼوتاريخي سيموپه اړه مالوماتي او انځوريزه ليكنې راغلي دي، چې دافغانستان داطلاعاتواوكلتورد درانه وزير ښاغلي عبدالكريم خرم له لنډې يادونې او دليكوال له سريزې وروسته په :

دهرات زوړ ښار
اختيار الدين كلا
دهرات دښاراوشاهي ارګ برم
دهرات مصلا
دهرات جامع جومات
دهرات لرغونى جومات په اور كې
په هرات كې دلوى پير زيارت
بُست
لرغونى كندهار
زوړ ښار چېرته و ؟
دبودايي او اسلامي تمدن مركز
دغزني كلا
غزنى په اور كې
شابهار معبد
دشابهار اوسنى  حالت
دغزني منارونه
دكابل په غرونو غځېدلى دېوال
دكابل بالاحصار
دكابل څلور مشهور څلي
ظفر تاق
ددهمزنګ څلى
دخپلواكۍ څلى
دعلم جهل منار
دالغتا لرغونې نښې
په باختري بګرام كې هندوګريك تمدن
دپروان دوپيا اسندا
تر ټولو ستر يرغلګر
دزړې كاپيسا په حدودودكې درۍ پرغوني  يادګارونه
شالو كيا معبد
خم زرګر
توپ درره
پكتيا او پښتانه
لرغونې ګندهارا او مشهور مدنيت
په اوښ غونډۍ كې دبودا هډونه
دهندوانو چينې
دكټاريانو لرغونى كلى
دلغمان تاريخي مركز
عقل تمامه كلا
دنړۍ دويم ښار
نوبهار زردشتي معبددى  ، كه بودايي؟
(سمنګان)دتاريخ په اوږدو كې
(رستم تخت)دلرغوني هنر نښه
تخار او تخارستان
(آى خانم) داكسوس پر څنډو داكسوس سكندريه
له لرغونې آى خانم څه پاتې دي ؟
كندزو دتاريخ په اوږدو كې
(بغلان) دكوشانيانو فرهنګي مركز
دكنشكا دويم معبد
اودشمرخ تاريخي يادګار،ليكنوښكلى شوى دى،دكتاب پښتۍ دژكفرحسيني له خواطرحه شوې اوكتاب دپوښتيودننه يوسلواوه شپېته مخه لري . 
له کومه ځايه چې ماته مالومه ده،زه ديوه واقيعت اوديوه ريښنيتي حقيقت له مخې په سيمه كې ديوه ليكوال اودپښتوادب قلموال اوداوسنيوګڼ شمېرځوانان په څيرځان پوروړى بولم،چې په دې اعتراف وكړم اوداخبره راڼه ميدان ته راوباسم،چې ښاغلى اباسين ډېراوچت اوپياوړى ليکوال دى اوپه ځانګړې توګه يې وروستيوهڅو او دهېواددلرغونوشتمنيواو ګرځندوي په برخه كې په خپلو نه ستړي كېدونكو هلوځلو سره دايقين باوري كړ او ډېره ښه بېلګه يې هم بېرته دده خپل همدااثر دې چې لرغونې مېنه نومېږي .
كه زموږهېوادوال دخپلې سېمې په هکله کره او سم مالومات ولري،خپله سيمه او خپل تاريخي او له ارزښته ډكې سيمې او ځايونه وپيژني اوپه سمه توګه وپوهيږي چې هغوي څه ډول ژوندکوي دڅه څخه رنځيږي اوڅرنګه په ستونزواوناخوالوبرلاسى پيداکوي،نوباورلرم چې زموږدځوانانوپه فکرکې به هم بدلون راشي اودناهيليواو ناخوالوڅخه دتېښتې پرځاى به دهغوسره دمبارزې اولاس اوپنجې دنرمولولاره پيداكړي .
داکارهغه وخت سم او ډاډمن ترسره کېداى شي چې ځوانان دځانګړيوهېوادونودځوانانواودهغوي دناخوالواو برياوو په هکله سم مالومات ترلاسه کړي . په همدې ترتيب دخپل هېواد په اړه سم او كړه مالومات نړيوالوته وركړي چې افغانان څوك دي څرنګه ژوند،تاريخ،سيمه،كلتور،ادب اوديادومسايلوپس منظرلري، چې دغه سم اوکره مالومات دليدلواو ياهم دلوستلواو ځينونورولاروترلاسه کيداى شي.
له کومه ځايه مې چې دښاغلي اباسين داخپورشوى اثر وليداو وکوت په ډېره روانه پښتوليکل شوى اوهغه مالومات پكې راټول شوي چې دهېواددتاريخي سيمواو مناظرو په هكله ډېرښه لارښوداوښه سرچينه کيدلى شي او دا روان والى اوپوره مانااومفهوم يې دښاغلي اباسين اثر(لرغونې مېنه) ارزښت لانور زياتوي .
له شك پرته ترپرونه موږ په دغه برخه كې داسې څه درلودل چې داژوره خاليګاه دهمداسې خورو ورومالوماتو دراټولولوپه مت پوره کيداى شي چې کره مالومات مينه والواو په ځانګړې توګه لرغونپوهانو او مورخينوته په مورنۍ ژبه دمطالعې لپاره واوسي.
لكه څرنګه چې  ګرځندوي په لويه كې ګڼ مفاهيم افاده كولى شي، چې داټول په وارسره دلرغونې مېنه دكتاب اهميت او ارزښت لوړوي .
ښكاره ده چې ګرځندويي او ياهم له لرغونومناظروڅخه ليدنه كتنه يوسلسله معيارونه لري، چې يوشخص  په څه منظور ليدنه كتنه ترسره كوي، منظوريې اقتصادي كتنه دى، كلتوري دى، ټولنيزه اوطبعيت دى، صحى ارزښت دى او داسې نورې موخې  حتماً  ترې منظور كېدلى شي، چې له هر يوه څخه منظورهمغې موخې ته رسيدل دي،چې ددې لپاره لرغونې مېنه اثرګرځندوى ته ډېر ښه لارښود او رهنمادسيمې په اړه دلومړيو مالوماتو دوركولوپه اړوند كېدلى شي .
دود دستور،هنر اوادبيات،موسيقي ،كليوال كړه وړه اودغه رازبرخوردونه، داټول په كلتوري لحاظ يوارزښت دى، چې زموږهېوادترې برخمن دى.
ګرځندوي په نورو هېوادونو كې داقتصادستره منبع بلل كيږي اونړيوال هېوادونه له دې اړخه پراخې لاسته راوړنې لري په هره برخه كې چې وي بېرته دهغه هېواد پر اقتصاد هم اغيزه شيندي، په نوره نړۍ كې له دې سرچيني څخه زياته اقتصادي ګټه هم اخيستله كيږي. په دغه لړكې تېر كال دتركيې هيوادته ۲۹ مليونه ګرځندويان تللى ول،چې ۳۲ ميليارده عوايديې لرلي دي،مصرله ۳۶ مليارده زيات عوايددرلودلي،هسپانيې د ۵۰ مليارده په حدودو كې له دغې سرچينې څخه عوايدترلاسه كوي، چې دچين په ګډون ډيرنور هېوادونه په دې هڅه كې دي چې ډېر ژر خپل عوايد د ګرځندوي په برخه كې ۱۰۰ مليارده ډالره ته ورسوي .
افغانستان هم دلرغونواثاروسرپټى موزيم دى ،په دې موزيم كې داسې څه هم شته چې نړيوال تاريخپوهان او څېړونكي ورته هركله اړتياپيداكولى شي . داسې چې داموزيم ديوډېرښه ماخذپه توګه دهغولرغونوشيانو او سيموپه هكله چې په هېوادنۍ كچه له خوراارزښت څخه برخمن دي،بللى شو .
هيله ده دالړۍ دوام پيداکړي اوداسې ډېري نورې هڅې او لاسته راوړنې ښاغلى اباسين دخپلو راتلونكو كړو په پايله كې هم ولري اوهمداسي وړ نور څه دنننۍ نړۍ اوداوسنى عصرپه هكله وليکلي اوهمداسي دچاپ په زرينوپاڼو راشي اودمينه والوترلاسه ورسيږي .
زه دخپلو كړيو خبرو پاى او وروستيوكې يوځل بيادرانه ليكوال،څېړونكي او لرغونپوه ښاغلي اباسين ته ددې له مانااوله مفهومه ډک اثر (لرغونې مېنه) دخپرېدومبارکي وايم . اووايم چې ليكوالۍ او قلم خوځولودلړې لاره اوږده اوستونزمنه ده، ډېرې ستړياوې اومنزلونه لري. خودهغه ليکوال لپاره لکه دښاغلي اباسين صيب په څېرچې دعمرله پلوه كمكى وي هېڅ ستونزه نه ګڼله کېږي، ځکه چې  ښاغلى خوبه لاپسې ډېرمنزلونه ووهي، ځکه اباسين خولاډېرتنکى دى،ستړياوې به وزغمي،خولې به تويې كړي،زه په پوره ډاډسره ويلى شم چې ښاغلى به لانورګړندي ګامونه واخلي،اوږده واټنونه به لنډکړي اوضروربه خپلې سپېڅلې موخې اوهېواداوټولنې ته دخدمت په لاره کې خپل مرام ته ورسېږي .
په همدې هيله

 
بېرته شاته