لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد۶۷ غونډې رپوټ
لیکوال: صالحه سروري   نېټه: 14.12.2009   خپرونکئ:    

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اووه شپیتمه اونیزه غونډه دیکشنبې په ورځ د قوس په یویشتمه چی برابره ده د دسمبر له دولسمی سره د ۲۰۰۹ لمریز کال د پوهنی وزارت په شپږم پوړ کې د ګڼ شمیر خویندو په ګډون تر سره شوه غونډی د اغلې صحابه خروټې په ریاست او د اغلې نعیمې غنی و ویاندیي پر مخ ولاړه دغونډې میلمه ښاغلی جاوید اوربل او اریوبي تکړه لیکوال او شاعر وه غونډه د قرآنکریم د څو مبارکوایاتونو په تلاوت پیل شوه د غونډې  په دوهمه برخه کې په کاری مسایلو خبرې وشوې او په دې لړ کې دمیرمن بهیر غړې داغلې پاریسې خزان په مسوول مدیریت د( مروه) په نوم مجله چاپ ته رسیدلی ده د بهیر غړو ته یوه یوه وویشله شوه او دې ته لا بریالیتوب هیله وشوه له خویندو هیله وشوه چې دراتلونکو ګڼو لپاره دمطالبو په چمتو کولو کې ورسره مرسته وکړي.
دغه راز دمیرمن بهیر له خوا دیوه بل کتاب دچاپ دبهیر په اړه دښاغلي آریوبي رپوټ واوریدل شو.دغه کتاب دمیرمن بهیر غړې نعیمې غني لیکلي دکتاب نوم(( هغه دبابا خبره)) ده.په غونډه کې دکتاب پشتي او دکتاب پروف وکتل شول ،تایید شول او وپتییل شول چې ژر تژره چاپ شي.
داوسمهالو افغان ښځینه لیکوالو دلنډو کیسو دراټولولو دبهیر په اړه داچې وږمه فضلي نه وه راغلې ندا ساپۍ رپوټ وړاندې کړاو له ټولو افغان ښځینه لیکوالو هیله وشوه چې خپلې کیسې ،ژوند لیکونه او عکسونه دمیرمن بهیر او وږمې فضلي په برښنالیکونو راواستوي او یا دې یې دهرې شنبې په ورځ دپوهنې په وزارت کې دمیرمن بهیر غونډې ته وسپاري.
د غونډې بله برخه د کره کتنې وه چې په کې د اغلې خور آرزو کبیري د((اختر)) په نوم یو شعر کره کتنې ته وړانډې شو دشعر په اړه توپیکۍ مومند،ندا ساپۍ،مدینې سحر،سولې نیازۍ،ښکلا،مرضیې امین او نورو خویندو خبرې وکړې شعر د بهیر د غړو له خو وستایل شو او ارزو ته یی د لا بریالتوب هیله وکړه د وخت د کموالی له امله د غوټی امیر خیل داستان له کره کتنې پاتې شواو دا فیصله وشوه چې راتلونکې اونې کې به کره کتنی ته وړاندی شي   .د غونډې په دریمه برخه کې د ښاغلي استاد احمدزي له خوا د ژورنالیزم دکورس په برخه کې درپوټ لیکلو او خپرونې چمتو کولو په برخه کې په زړه پورې لکچر وړاندې شو. د غونډې وروستۍ برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په کې مینې یوسفزۍ،شکریې خروټې،نعیمې غني،مینا نظري،نجیبې وفا،ګلالۍ عمرخیلې،عاطفې اشنا،سولې نیازۍ،لیلما،آرزو کبیري،نظیفې نیازۍ او ګڼ شمیر خویندو برخه واخیسته او خپل شعرونه یې وویل چې له ټولو ښه خبره دا وه چی اغلی خور شپنې شپیلۍ له غزني ولایت څخه د ټیلیفون په کرښه خپل شعر ګډون والو ته واوراوه .وپتییل شوه چې په راتلونکو غونډو کې به دمیرمن بهیر هره غړې دیوې موضوع په اړه معلومات ورکوي،چې دراتلونکې اوونۍ په غونډه کې به مینا نظري دیوه لوستل شوي ناول په اړه معلومات ورکوي.په غونډه کې په ګډونوالو د(دسپوږمۍ ترکلي کتاب) او (مروه) او (کابل بانک) مجلې وویشل شوې.
د غونډې په اخر کې د اوونۍ بختوره نجلۍ آرزو کبیري وټاکل شوه او چمتوشوی سوغات ورته ډالۍ شو  او غونډه د مازیګر په څلورو بجو دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده.
هیره دی نه وی چی د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر غونډه هرا یکشنبه د ماسپښین په یوه بجه د پوهنی وزارت په شپږم پوړ کی جوړیږی.

 
بېرته شاته