لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
09.09.2013 د ښاغلي طاير ځلاند شعرونه 27.08.2013 د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه 27.05.2013 د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه 14.02.2013 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 11.10.2012 ښاغلي مصطفی سالک شعرونه 30.07.2012 د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه 10.07.2012 د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه
 
دنغمو په باغ کې د پير محمد کاروان شعر او شاعري لومړۍ برخه
لیکوال: لطيف بهاند   نېټه: 10.12.2009   خپرونکئ:   سمسور  

د اژدهـــــــا پر ژامه ژوند تــېروو
د شېبو زهر څه په خوند تــېروو
زړونه مو ړنګ لکه ماڼۍ دکــابل
عمر په تــــــــمه د اوربند تېروو
لکه طوطيان وهو پنجرې په وزر
د آزادۍ په مـــــينه بنــــد تېروو

چنار خبرې کوي

منتظر ستا دګفتار دی شـیدا بزم
چې بل امر شیدا نه کا بې قلقله

کاظم خان شیدا

زه داسې تصور کوم چې شعر دطبیعت د سندریزو انګازو پژواک دی.هغه لمسوونکی،خوځوونکی او پارونکی پژواک چې دطبیعت د اضدادو د دایمي اخ وډب دپایلې،دخوږې پایلې نه زېږي.دغه پژواک هرڅوک احساسولی او اوریدلی نه شي.ددغه پژواک اوریدل داسې یو احساس ته اړتیا لري چې تر نه بیانیدونکې کچې پورې هغه احساس کړي او هغه واوریدلای شي.
د روسیې یو شعر پېژندونکی،ویکتور رشکولوفسکي،شعر دتورو او کلماتو پاڅون او او ښتون ګڼلای دی.
د پیرمحمد کاروان د شعر تر لوستلو دهر ځیرک لوستونکي دېته پام ور اوړي چې دغه شاعر د الهام د ځان ورکې دنیاګۍ له لارې دخپلې ژبې د ښکلایزې پانګې او دهغې د رازونو د راسپړلو هڅه کړې ده.نو ځکه هغه ته د کاظم خان شیدا دا وینا پر ځای ګڼو او وایو:

انتـــظار ستا د ګفتار سخن فهمان دي
خاموش مه اوسه شیدا شرین سخنه
شیدا
داسې بریښي چې کاروان ددې سخنفهمانو وینا اوري او دخپلې نازکخیالۍ په برکت او ملګرتیا وایي چې:

کاروانـــــــــــه دخبرو له بیابانه کوچ په کار دی
را درومه چې دمستو سندرمارو منځ کې کېنو
زه خپله چې د کاروان شعر لولم،بیاهم ماته دشعر او شعری کوډو په اړه دکاظم خان شیدا له ویناوو نه یوه وینا رایادېږي چې وایي:

چې تسخیر د پریزاد کا په خبـــرو
د شیدا فکر کم نه دی تر افسونه

شیدا
د کاروان شعر په غزلو کې غزل دی.هغه په شعر کې شعر لیکي.هغه خپله غزل دی.دی خپله پوښتنه کوي: ته پوه يې چې دا څنګه شو کاروان غزل غزل؟
ځواب دادی:
مست دې کړم،دروددې کړم،سرود دې کړم
عشقه زه ګونګی وم غزلبول دې کـــــــــړم
دهغه د شعر انګازې او سندریز ترنم کولای شي په هر غره او کمره کې،په هره دره،دښته او شیله کې او دانسانی روح په هره کرونده کې،دنغمو زړي وکري.هغه نغمې چې انساني روح تسل کړي،هغه ونازوي او آرام او یا یې ولمسوي.
دکاروان خیال،ددغه خیال  نه زېږنده شعر،هغه باریکي لري چې د پښتودپخوانی او نننی شعر ټول دهغه منت داره کېږي.
خبره به رالنډه کړو او دا پوښتنه به وکړو چې په خپله دکاروان لپاره شعرڅه معنی لري؟

دکاروان لپاره شعر

روح مې لوی ګړنګ دی دنغمو له ازانګو نه ډک
ښايی کوم غيبي لوی سندرمار ته مخامخ يمه
تر هرڅه دمخه شعر د کاروان لپاره مينه ده.دى شعر د معشوقې په نامه يادوى او وايي:

ته معشوقه هم لرې؟!
ووايه نوم يې څه دى؟!
ماوې زما معشوقه شعر نومېږي
دمور له مينې آن د خداى ترپولې
ورسره مينه کوم
آسمانه ته ووايه
داسې عاشقه معشوقه به هم وي؟
چې لکه شعر خوږ ه وي
د مور له مينې
آن د خداى تر پولې
راسره مينه وکړي.
هغه په ځان باور لري،هغه په ډېرې اسانۍ سره ،ډېر کيفيتونه د تورو او کلماتو په زور شاعرانه کوى.
دى په خپله ليکي:
((زموږ دشاتو مچېو به له ټولو نه ښه شات د کوکنارو له گلونو جوړول.شاعر د شاتو د مچېو په شان له يوې لويې بدرنگۍ نه هم د ښکلا ذرې راټولولى شي.دکوکنارو په همدې يوه بوټي کې شات هم شته،خو چې د شاتو د مچېو په لاس ورشي.دواهم شته چې د يوه لوى طبيب په لاس ورشي.همدا بوټى مرگونې شېبې هم لري چې د پېښور د چمنونو تر ونو لاندې ډېر پودريان ورسره لاس او گريوان دي.))١-کاوران،پيرمحمد،چنار خبرې کوي،د سريزې لومړي مخ.
د کلمو شعري کول او يا دا چې ځينې پوهان  کلمې شعري او ځينې شعري نه گڼي،زما خپل نظر دادى چې ټولې کلمې شعري توان لري،دا د شاعر واک او تخيل پورې اړه لرى،چې هغه څنگه سره اميل کوى او هغو ته څنگه خپلمنځي اړيکي ور بښي او علت يې هم دادي چې هغه ښکلا سره همژبی دی:
خدای چې راکړه برخه د ښار ياره مه کړه رخه
خوار غريب اوښبه يم له ښکلا سره غږېږم

ايراني مشر پوهان،شيمسا ليکى
په هره ژبه کې شعري کلمې خپل ځانگړي تاريخ او برخليک لري...د انگليس د اتلسمې پېړۍ په اويايمو کلونو کې ورځنيوخبرو او شعري کلموتر منځ توپير خورا زيات و.توماس گري نومى پوهان هم يادونه کړې او ليکلي يې دي:ورځنۍ ژبه هېڅکله د شعر ژبه نه ده.هغه عقيده لرله چې يوازې د ولسي  ژبې يو نيم لغات کولاى شي،شعري ژبې ته لاره پيدا کړى.پوپ، نومي شعر پېژندونکي چې ددغه اند خورا لوی تند لاری  دی ،ليکلي دي :
د يوې قصيدې لغتونه بايد د يوه شپانه له سندرې نه ډېر توپير ولري.))که څه هم په پښتو ادب کې دغه ستونزه کله ليدل شوې او ليدل شوې نه ده،خو دلته مود هغې يادونه ځکه وکړه چې کاروان ددې ټولو پاسنيو خبرو او دلايلو سره سره په خورا ښکلي او ښه ډول هره کله او ورځينۍ خبرې شاعرانه کوى او د شعر په ډولۍ کې کله ترې د غزل ناوې،کله د وياړ قصيدې او کله هم هسې د وير ټوتې جوړوي،وبه گور چې د پاريس او بدخشان توري دلته څنگه کارول شوى دي:

د وطن پېغلې مې په غاړه وړي د اوښکو اميل
د پاريس پېغـــــلو ته غمي له بدخشانه رسي

خوشالخان خو شعر کله حيض الرجال،کله د خداى له خوا دده پر غاړه ايښودل شوي پور او يا:
طبيعت مې عطايي نه د تحصيل دی
که خبريم د امــــــــــــلا په استعمال

او يا :

د الهام غوندې خبروي چې را درومي
چې زمــــا په زړه نــــــزول کا لا يزال

حميد بابا بياهغه  ديار دشونډو خوند بولي او وايي:

که يې لب دشکرزبېښلي نه دي
د حميد زبان په څه شه شکرريز
 
او يا خو هغه دفکر توره ګڼي او داسې يې انځوروي:
اوس دفـــــــــکر تـــــــــــوره واچوه حمیده!
چې دې نه شته په پښتو کې اوس حريف

 خو پير محمد لکه د خپل د شعر د ډېرو خيالزه خيالو په شان د شعر د معنى او په ده ددغه نعمت د نزول په اړه خورا زيات خيالونه لري چــــــــې يو څو بېلگې به يې را واخلو.
تر هر څه دمخه خوپيرمحمد شعر د خداى پېرزو گڼي او وايي:

خداى مې ناست په زړه کې دی،باران په گلو ځي راځي
ټول ټپه ټپه يم،يـــــــــکه زار تــــــه مخامخ يمه
روح مې لوى گړنگ دى،د نغمو له ازانگو نه ډک
ښايي کوم غيبي لوى سندرمار ته مخامخ يمه


د خداي لــــــه تـــــــرنم ځنې مو غېږې ډکولې
نغمې مو ښکلولې په غزل کې سره ناست وو
 او يا داچې:
ښکاري په زړه کې مې سندرې کرې
دغزلونو له مولا راغلې
کله کله دی شعر د مينې  او الهام   او هغه د تخيلي زېږنده او کله خو بيا دی هم يا نه پوهېږي او يا تجاهل عارف کوي او ليکي:

ووايه کاروانه موکل د کوم يو راگ يمه؟
خو بل ځاي بيا د الهام د ښاپېرو په پېرزوينه کې خورا پټ  رازونه په خورا اسانۍ سره په شعر بدلوي:
بس د زړه په مراندو څو ملا ماتي لغات وتړه
گرانه شاعرى څه ده؟اسان غوندې هنر دی
کله بیا د انساني هستۍ پراخ ډګر ته،دټولو ښکلاوو اصلي ادکې ته ،فطرت ته  د درناوي سر ټيټوي او دخپل شعر ادې يې ګڼي او وايي:

چې پټې راته ساتي هميشه دنغمو غوټې
کاروانـــــــــــه مهربانه ده پر ما دفطرت مور
هغه په همدې باور کې په شاعرانه اسانۍ د بلبلانو او د ځنگلونو جادوگر سره د زړه تر خوالې وروسته ،هغوى او نور هر څه د  عاطفې په نري تار تړي او له هغو نه گنهگارې نغمې جوړوي:
د کاروان د شعر او الهام يوه بله سرچېنه ځنگل دى، ونې دي او نښترونه.شين ځنگل،تور ځنگل،دکلي ځنگل،دغرونو ځنگل،دمينې ځنگل ،گڼ ځنگل او دده دچاپېريال ځنگل.ان دا چې ځنگل ده ته يو ليک ليکي او ليک ده ته وايي:

درته کافرې ترانې لرمه
راشه يو څويې  مسلمانې خوکړه
خير دی يو څو به ملکې شى درته
ځينې يې  وينځې،غلامانې خو کړه

راشه پخلا شه مروره اشنا
چوپو بلبلو ته سندرې راوړه
د پرښو پرښو پنجرې ماتوه
بندې طوطيانو ته شکرې راوړه

درته به راولم شاعره اروا
د ورک ارم دښاپيرۍ په بڼه
درته د لمر زرين تارونه اوبم
بس د  سندرو د کېږدۍ په بڼه

د ښکلا داسې جزيرې در ښيم
چې د شاعر سړي په خيال کې نشته
ستا د يوې ټپي په زړي کې شته
د نورو ژبو په جوال کې نشته

 راشه د شپې،راشه شاعر به دې کړم
په شنو اوبو کې راڼه ستوري گرځي
دوی پر زرين مازديگر لوړه کړې
چې ټول به ستا د غزل توري گرځي
کاروان،هم د يو زيات شمېر نورو شاعرانو په څېر له ځمکنيو انساني ښکلا نه ځان ژغورلی نه شي.دښکلا زور يې  دې ته اړ باسي چې په هغې ايمان راوړلو ته گونډه شى او له خپلو ټولو اسماني الهامو سره سره د نجونو په دعاگانو کې خپل ټول توان وګوري:

چې ترانو راپسې درستو اقتدا کړې ده
ماته د کلي د گودر نجونو دعا کړې ده
خود به لفظونو ته د سرو زرو اوبه ورکوم
ما پيروي ستا دلاسونو دکيميا کړې ده

کاروان خو يو نيم  وار د خپل شعر ليکل خورا اسانه گڼي او دخپل شعر د الهام د سرچېنو داسې يادونه کوى:

په ويښه وينم،لکه خوب ښاپېرۍ
په مايې زېرى د غزل کړی دى
د چا اواز لکه د شاتو خوږو
خدايږو په ما خو يې څه چل کړی دى
وې:ته خبرې کوه چوپ يې ولې ؟
کاروانه!چېرې دې مزل کړى دي؟

په ټولي،ډول د شعر لومړۍ ځانگړتيا لمسون دی.زياتره پوهان دهغه دوهمه ځانگړتيا احساس او دريېمه هغه يې اغيز يادوي.
کاروان د احساس له پلوه داسې پانگمن دى،لکه د خپلې سيمې له ونو نه ډک غرونه،لکه په دې غرونو کې د ناسپړشويو لعلونو زېرمې،دی دشعر ليکلو لپاره څه نه د موضوع لټولو،نه دقافيې اميل کولو،نه د رديف رديفولو او دتخيل خيال پسې منډو ته اړتيا لري،دا ځکه چې ده سره هر څه په ګوګل کې دي:
چې بادشاه به یې دشعر سلام ته راشي
دکاروان په زړه کې داسې سندر مار دی
شعر،سندره،ټپه،يکه زار،سرود،سرودونه،نارې ،ترانه، څپه، سندرې ...او نور ډېرې دې ته ورته کليمې او ترکيبونه چې کاروان يې دشعر دمعنى دشعر په معنى او دشعر لپاره کاروي.
تر کاروانه مخکې او لا تراوسه وروسته په پښتو ادب کې هېڅچا د شعر،غزل،سندرې،ترانې،څپې .يکه زار او ځينې نور ددې معنى د څرگندولو کلمات په داسې رنگينې توګه نه ياد کړي او نه يې انځور کړي دي.
دکاروان د همدې لړۍپه دوام او دغو کلمو ته په پاملرنې سره ده  چې هغه د خپلوشعرونو، غزلو ،ترانو او څپو نه هېرېدونکي جونگ ((چنار خبرې کوى))داسې ډالۍ کوى:
(( دسېلابونو دڅپو ژبې ته!
د ملاليو د ټپو ژبې ته!
د چنار خبرې کوي،شعري جونگ چې د غزلو،قصيدو،دوايزو او نورو شعري ډولونو نه جوړ شوی دى،د((يکه زار)٠ په نامه يوه شعر نه پيلېږي.
هغه يوازې په همدې يوه غزل کې دوه ځله د ټپې کلمه،يويو وار دنغمې،سندرمار،تار،ستار او موکل کلمات راوړي دي.ددې  ټولو کلمو راوړل د شعر،د غزل او د ترانو بيان  کوي .
يا يوازې په يوه غزله کې د سندرې،سندرمار،د سندرو،د سندرو دکاروان،د غزل،د لنډۍ، د زار زار،شاعر،شاعرۍ،خبرې او قصيدې د کلماتو کارونه  ددې معنى لرى چې زموږ شاعر څومره د دې تورو لېوال او څومره د زړه له کومې په دې خبرو،په دې لاره،په دې فن او په دې مينې.مين دی، دی پخپله وايي:

کړه ولجه يې قصيدې به درته وايي
له باگــــــرامه دسندرو ځى کاروان

که کتاب ،دسېلابونو دڅپو ژبې ته!د ملاليو د ټپو ژبې ته!ډالۍ کېږي،خو شاعر،شاعرۍ،سندرو او ترانو سره مينې دې ته اړ کړي دی چې ددې او نور شعري جونگونو ځينې شعرونو ته داسې نومونه خوښ کړي:
يکه زار،شاعرې اروا ته،سروش ته،د غزل د بېړۍ نوح ته،د شعر د اسمان يوې پروين ته،توري او لفظونه،د کابل زخمي سندره،شينکی طوطي،د شاعر د خوب مړى،زما مين تخيل،شاعرانه ارواوې،د خدای د غزل اورېدونکى،خدای ښامار بېرته شاعر کړ، د درد غزل،په هنداره کې تصوير،د شعرونو سيمرغ،شاعر ته ليک دځنگل،يو شاعر وژنمه يوقتل کوم،په ټپو يې ژبې واکړئ،د ځنگل د ليک ځواب،لېونيه سندرماره،ارواښاد اسحق ننگيال ته !.
په دې شعرونو کې،په دې ترانو کې اوپه دې ټپو کې کاروان په لسگونې وارې،دشعر،داحساس،دعاطفې،دبيت،دالهام،دټپې،دترانې او  قافيې   ...خبرې،سپړنې او انځورنې کوي.
هغه په دې شعرونو کې د غزلونه،قصيدو نه او سندرونه،د خيال او رښتينو رنگينو سمندرونونه،د تخيل مرغلرې راباسې.
هغه په دې شعرونو کې د غزلونه،قصيدونه  او سندرونه وېرنې او ستاينې راباسي.
هغه په دې شعرونو کې د غزلونه،قصيدونه  او سندرونه،د الهام او ژور خيال په مرسته،دښکلا دغرو په سر دشاعرانه ارواح او نامرادو مرغانو د ورانو  ځالو تصويرونه راباسي او وايي:

ته دښكلا دغرپه سرولاړه،
لكه مغروره اوسركشه ونه،
په څانگو،څانگوكې دې ناست دي دسندرومرغان.
ستادسندرومرغان،
كه زموږكلى ته په سيل راشي،
زموږ دغرونودځنگلنوڅېړۍ غوڅې اونښترشهيدان،
زموږدكلى له چنارچناره،
دشهيدانوتابوتونه جوړدي،
زماپه لپه كې دې ځاله وكړي،
ستادسندرومرغان.
...خوكه د ونې ددووڅانگوپه څېر
زمالاسونه په تبرونوچاغوڅ كړي نه وو!
د پښتو ژبې په يوزرو دوسوه پنځوس کلنه شاعرۍ کې له امير کروړ رانيولي بيا تر افضل ټکوره پورې،زموږ گرده شاعرانو د شعر پېژندنې په هکله يو څه ويلي دي.البته کاظم خان شیدا خپل ځای لري.
د څو تنو نه پرته د نورو ټولو ويناوې خورا عاطفي،خيالي او د احساساتو له مخې د شعر په اړه ويناوي دي.
که څه هم دغه لړ ۍ په شلمه پېړ ۍ، په تېره بيا د هغې په دوهمه نيمايي کې بله بڼه پيدا کوي،خو ترسليمان  لايق نه وروسته کاروان کېداى شى لومړي پښتون شاعر واوسى چې په شعري ژبه،داسې په ژوره،هر اړخيز او نزاکت سره د شعر،شعر پېژندنې او شعري روح خبرې ،سپړنې او شننې کوي.
دکاروان په شاعرۍ کې شعر نه يوازې دعاطفې او احساساتو له پلوه بلکې له ټولنيزه پلوه هم  څېړل شوی دی.په شعر پېژندنه کې خو تر ډېرې مودې پورې دا خبره چې شعر د درد زېږنده ده،د يوه اصل په توگه منل کېده او لا تراوسه هم خپل پلوىان لري،کاروان هم په خپلو شعرونو کې ددې خبرې يادونه په هنري بڼه په وار وار سره کړې ده،دى واىي:
راغي د دردونو د کاروان سره د بره نه
خداي ته مې اميد دی،دسندرو ښار به ونيسي

او يا دا ښکلې شاعرانه ادا:

درد يم په لفظونو کې مې ونغاړه
لږ خو مې بيان کړه بې تفسيره يم

زه د دردونو دکاروان لاروی
په يوه ښکلى سندرمار پسې ځم
کېدای شي کاروان په پښتو شاعرۍ کې هغه شاعر وګڼو چې په خپل شعر کې يې تر بل هر چا نه زيات د غزل کلمه په غزليزه بڼه تکرار کړې وي،ده څو ځايه خپل ځان غزل ګڼلی او ددې غزل لوستل يې نورو ته ورښودلي دی:
لوله مې تــــــــــل په ترنم،ترنم
غزل،غزل يمه ديوان به دې شم

يا داچې:
ته پوه شوې چې دا څنګه شو کاروان غزل غزل؟
دا نن يې ايله يـــــــو نظر خيــــــــــبر ليدلی دی

حسنه که ميزبان مې شوې ميـــــــــــــلمه يمه
عشق يمــــــه،غــــــزل يـــــــــــــمه،نغـمه يمه
۶۸ - ۱
هغه عبادت هم په نغمو کوي،خو دی ددې  ټولو ځواب ډېر آسانه کوي او وايي:

چا ويل راته چې ته څنګه شاعر شوې؟
ما وې ماتـــــــــه،شاعري راکړه جانان.
خو دغه جانان بيا دی خپله هم نه پېژني او پو ښتنه کوي:

دا ته څوک يې چې دې وينځې دي سندرې؟
دا ته څـــــــــــوک يې چې غزل دې غلامان؟
 د روسيې  ستر شاعر باريس پاسترناک دشعر په اړه ويلی شوي دي:
د پاسترناک د شعر لوستل روح آرامه، نفس پياوړی او هوا سپېڅلې کوي.دغه شان اشعار بايد دنری رنځ دارو وی.
زه چې د کاروان شعر لولم په ما همدا کوډې کوي.

 
بېرته شاته