لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
په بلخ ولايت كې درې غوره شعرونه وټاكل شول
لیکوال: بريالى جلالزى   نېټه: 02.12.2009   خپرونکئ:   سمسور  

د بلخ فرهنګيانو وپتيله  چې هره مياشت به په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت كې د پښتو ادب دلا پياوړتيا په موخه د يوې مشاعرې له لارې د بلخ ولايت په كچه درې غوره شعرونه ټاكي او شاعران به يې په ډاليو او ستاينليكونو نمانځي.
دغه هوډ د لوى اختر په پنځمه ورځ (د ليندۍ په ۱۰مه)، د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي په ديره كې د مومند بابا ادبي بهير لخوا د اختر په وياړ جوړې شوې مشاعره كې وشو.
په دغه مشاعره كې چې د بلخ ولايت د درېيو بهيرونو (مومندبابا ادبي بهير، ام البلاد ادبي بهير او چمتال ادبي بهير)د لسګونو شاعرانو سربېره پكې ځينو مخورو مشرانو هم ونډه  درلوده، د درې غوره شعرونو د ټاكنې لړۍ پيل او د بلخ ولايت په كچه د درېيو غوره شعر ويونكو ته د مومندبابا ادبي بهير لخوا ډالۍ او ستاينليكونه وركړل شول.
مشاعره د نجيب الله لخوا د قرانكريم په مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې بريالي جلالزي او ذبيح الله اريال ترسره كولې.
د ليكوال او شاعر ذبيح الله احساس په هر اړخيزو څرګندونو د مشاعرې پرانيسته وشوه.
نوموړي وويل چې د اختر په وياړ جوړې مشاعره كې د درې غوره شعرونو ټاكنه په سيمه كې د ځوانانو د ادبي وړتيا د لا ښه والي لپاره يو مثبت ګام دى.
احساس وويل چې مومند بابا ادبي بهير هوډ كړى چې د دغه ولايت د نورو بهيرونو په مرسته هره مياشت دغه لړۍ روانه وساتي.
نوموړي وويل: ((هغه ورځ لرې نه ده چې د ټول شمال په كچه د ادب د لاپياوړتيا په موخه دغه لړۍ پيل كړو.))
له پرانيستې وروسته مشاعره پيل شوه او د درې غوره شعرونو د ټاكنې لپاره د مومند بابا ادبي بهير درې تكړه او ځوان شاعران ضمير سار، مطيع الله اراك او جاويد څلى وټاكل شول.
د مشاعرې په پاى كې تاج خرم د لومړي غوره شوي شعر، شريف الله رنځورمل د دويم غوره شوي شعر او محمد عيسى ژمن د درېيم غوره شوي شعر ډالۍ او ستاينليكونه تر لاسه كړل.

 
بېرته شاته